BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 09:36 گرينويچ 2008 ,08 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د افغانستان لپاره د اوباما اوسنۍ تګلاره
 

 
 
افغان الاصله امريکايۍ اريا جوشن
'' زه باور لرم چې د افغانستان په باب د بارک اوباما اوسنۍ تګلاره چې دی ىې اوس لري او د افغانستان د روانو ستونزولپاره يې وړاندې کړې ده او غواړي له پاکستان سره خبرې اترې وکړي د دې په قول اغېزمنه تګلاره ثابتېدلای شي .''
په امريکا کي د ولسمشرۍ په وروستيو ټاکنو کي د دغه هېواد د ډموکراټانو د نوماند بارک اوباما بري لکه څنګه چې په ټوله نړۍ کي غبرګونونه راپارولي دي او ځينې کسان يو ډول دتاريخي ټاکنو په سترګه ورته ګوري ځکه چې امريکا په لوېديځ کې ترټولو زيات محافظه کار هېواد ګڼل کېږي.

تاريخي اهميت يې په دې کي بولي چي تر دې دمخه د افريقاالاصله وګړو څخه د ولسمشرۍ ټاکنو ته کانديد نه و ليدل شوی.

د امريکا د ولسمشرۍ ټاکني د ځينو په خبره، پر ټوله نړۍ اقتصادي او سياسي اغېزې کوي. خو په داسې وخت کې چې د دې زبرځواک هېواد په زرګونو لښکر په افغانستان کي په جګړه بوخت دي .

نو د عراق تر څنګ يې ډېره اغېزه پرافغانستان او د ډيورنډ د کرښې په دواړو خواوو کې پرتو وګړو باندې کېږي.

د امريکا په لوی ايالت نيويارک کې هغو افغان الاصله امريکايانو او يا هم هغو افغانانو چې يوازې په امريکا کې استوګنه لري پر افغانستان او افغانانو باندي د دې هېواد د نوي ټاکل شوي ولسمشر بارک اوباما د بهرنۍ تګلارې او د افغانستان لپاره يې د نظامي ستراتيژۍ د اغېزې په باب خبرې راسره کړې دي.

خالد خټک د نيويارک د ښار د کوينز په ناحيه کې د ډيورنډ دکرښې د دواړو غاړو وګړو سره ناسته ولاړه لري اود دوديزو پروګرامونو په جوړولو کي ښه ونډه لري.

ده د امريکا د نوي ټاکل شوي ولسمشر بارک اوباما د سوبې په باب د خپل غبرګون د څرګندولو په ترڅ کې وويل چې په امريکا کې هرولسمشر چې وي دا که بارک اوباما وي او که بوش وي، دا به پر هر هغه ځای ګوزار کوي چې د دوی ګټي يې ايجابوي.

دا پاکستان وي او که قبايلي سيمي. دی وايي چې د امريکا نوی ولسمشربارک اوباما د افغانانو لپاره څه مثبت بدلون نه دی که بدلون وي نو د امريکا په حساب به بدلون وي.

خو افغان الاصله اريا جوشن چې د نيويارک په پوهنتون کي په لوړو زده کړو بوخته ده داسې بېله عقيده لري دا وايي:

'' زه باور لرم چې د افغانستان په باب د بارک اوباما اوسنۍ تګلاره چې دی ىې اوس لري او د افغانستان د روانو ستونزولپاره يې وړاندې کړې ده او غواړي له پاکستان سره خبرې اترې وکړي د دې په قول اغېزمنه تګلاره ثابتېدلای شي .''

خو افغان پروفيسر جاوېد نوابي چې د نيويارک د ښار په کيوني کالج کی د اقتصاد او ټولنپوهنې استاذ دی ټينګار يې پر دې خبره دی چې په خاص ډول اوباما د افغاني سياست لپاره مرستندويه نه دی.

دی وايي اوباما غواړي چي ځواکونه زيات کړي د دې پر ځای چي د اقتصادي چارو سره يې مرسته وکړي. د ده ترټولو زيات ټينګار بيا پردې خبره دی چې د افغانانو ستونزه ترهګري نه ده. ښاغلی نوابي د افغانانو ستونزې د اقتصادي پرمختګ نشتوالی بولي. د دۀ په اند همدا بې کاري ده چې بې کاره زلميان د جګړې و خواته را ماتوي.

خو خالده نادي بيا يوڅه بل ډول نظر لري، دا هم په نيويارک ښار کې يو فيزيشن ډاکتره ده. وايي اوباما غواړي چې د افغانستان ستونزه يوڅه کمه کړي. زه پوهېږم چي په څلورو کالو کي يې نه شي حل کولای. خو بيا هم که غواړي چي نور لښکر واستوي د دې په خبره دا سم کار نه دی. بايد چې ډېر لښکر دوی پاکستان او د افغانستان پولو ته ور واستوي. دا ځکه چې دا وايي ستونزه د افغانستان کورنۍ ستونزه نه ده، دا د بهر څخه پېښه ستونزه ده.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت