|
د اوباما برى او نړيوال غبرگونونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دغو مشرانو په خپلو غبرگونونو کې په نړۍ د ترټولو ځواکمن هېواد له نوي ولسمشر سره د مرستې او ملاتړ اعلان کړى دى .
د امريکا د ننه، د دغه هېواد په پلازمېنه واشنگټن کې د خوښۍ شېبې لمانځنې کېږي او د اوباما له برياليتوب سره عام خلک سرکونو ته راوتلي او د خوشالۍ نڅاگانې کوي . د امريکا تر سپينې ماڼۍ چار چاپېره شاوخوا دوه زره کسان راټول شوي او يو بل ته مبارکي وايي او د ټولو په خولو کې د ' اوباما' نوم يادېږي . ٦٤ کلن ټېډ هوارډ، چې له خوښۍ نه په کاليو کې نه ځايېږي وايي چې : '' هېڅکله مې هم دا سوچ نه کاوۀ ، چې دا ډول ورځ به لمانځم .''
هوارډ، چې په ١٩٦٠ کال کې يې د جان کينډي لپاره په ټاکنو کې برخه اخيستې وه، وايي چې دا د اوباما لپاره يوۀ سياسي بريا نه، بلکې عاطفي کاميابي ده . د ټاکنو د پايلو له اعلانېدا وروسته سمدلاسه د امريکا 'پخواني ولسمشر' جورج ډبيلو بوش د تېلې فون له لارې اوباما ته د ولسمشرۍ مبارکي وويله او ژمنه يې وکړه، چې ده ته به د چاروواگي په يوۀ ښه فضا کې وسپاري . بوش اوباما ته وويل: '' ښاغليه ټاکل شويه ولسمشره! زما له خوا مبارکي ومنه، نن شپه ستا، ستا د کورنۍ او ملگرو لپاره ډېره د خوشالۍ شپه ده. '' نړيوال غبرگونونه
برتانيا:
د برتانيا لومړي وزير گورډن براون اوباما ته مبارکي ورکړې او زياته کړې ده، چې دا د دۀ د فعالو سياستونو نتيجه وه . . . ده هم داسې يو راتلونکى غوښت .
افغانستان:
افغان ولسمشر حامد کرزي د امريکا نوي ولسمشر بارک اوباما ته د بري مبارکي ويلې او زياته کړې يې ده چې دۀ (اوباما) د نړۍ او په ځانگړي ډول د امريکا د تاريخ نوې پاڼه پرانسيته .
فلسطين:
د فلسطين ولسمشر محمود عباس ديموکرات سناتور بارک اوباما ته د امريکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې مبارکي ويلې ده او دې ته يې هڅولى چې د اسرايلو او فلسطين ترمنځ د روانې شخړې لپاره سولې په پروسه کې خپلې هڅې گړندۍ کړي .
اسرايل :
بل خوا د اسرايلو د بهرنيو چارو د وزارت وياند يگال بالمور ويلي چې د اسرايل او امريکا ترمنځ راتلونکو اړيکيو ته خوشبين دى او اوباما ته يې د مبارکي پيغام استولى دى .
چين :
همدارنگه د چين ولسمشر هوجينتاو اوباما ته د بري مبارکي ويلې او هيله يې ښوولې ده چې د دواړو هېوادونو (چين او امريکا) ترمنځ دوه اړخيزه نوي اړيکي سره ټينگ شي .
عراق:
او په بغداد کې د عراق د بهرنيو چارو وزير هوشيار زيباري هيله ښوولې چې واشنگټن به د بارک اوباما په مشرۍ له عراق سره خپله ''ملگرتيا ژر غوڅه نه کړي'' .
جاپان:
د جاپان لومړي وزير تارو اسو هم اوباما ته مبارکي ويلې او له دۀ سره يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکيو د ټيگښت ژمنه کړې ده .
اروپايي ټولنه:
اروپايي اتحاديې هم ښاغلي بارک اوباما ته د امريکا په ولسمشرۍ کې د برياليتوب مبارکي ويلې او هيله يې څرگنده کړې، چې اوباما به له خپل فعاليت سره سم په نړۍ کې د سولې او امنيت د راستو جوگه شي .
فرانسه :
د فرانسې ولسمشر نيکولا سارکوزي او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير برنارد کوچنر هم په خپل وار بارک اوباما ته مبارکي ويلې ده او زياتوي چې : فرانسه، اروپا او نړيواله ټولنه د اوباما تېز فعاليت ته اړتيا لري، او اوسمهال نړۍ لا زيات امن، عدل او ټيکاو ته اړتيا لري . د مارټن لودر کينگ د خوب ريښتيا کېدل د استراليا لومړي وزير کيفن روډ هم د بارک اوباما برى ستايلى او ويلي چې د مارتن لودرکينگ خوبونه يې ريښتيا کړل .
نيوزيلېنډ:
د نيوزيلېنډ د وزيرانو مشرې هيلين کلارک هم اوباما ته د بري مبارکي ويلې او ويلي دي چې هېواد تمه لري، چې له امريکا سره خپل اړيکي پياوړي او ښه کړي . آغلې کلارک زياته کړې، چې نړيوالې ټولنې ته د روان نړيوال مالي کړکېچ سربېره نور زيات گواښونه هم مخامخ دي ... موږ به له ټاکل شوي امريکايي ولسمشر اوباما او د دۀ له ډلې سره د دغو ستونزو په له منځه وړلو کې خپلې هڅې ونه سپموو .
کينيا:
او په کينيا کې – چې د ښاغلي اوباما پلرنى اصلي ټاټوبى دى – د دغه هېواد ولسمشر مواى کيباکي د راتلونکې پنجشنبې ورځ، چې د نومبر له شپږمې سره برابره ده، د امريکا د ٤٤ ولسمشر بارک اوبا د بري په خوشالۍ کې رسمي رخصتي اعلان کړې ده . د کينيا تلوېزيون ښاغلي اوباما ته د ولسمشر کيباکي له خولې هم د مبارکۍ پيغام خپور کړى دى . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||