BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:35 گرينويچ 2008 ,05 نومبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د ولسمشرۍ لپاره د نوم ليکنې دويم پړاو
 

 
 
د ټاکنو لپاره نوم ليکنه
د ټاکنو خپلواک کمېسيون چمتووالى لري چې تر اتو ميليونو پورې خلک د نوم ليکنې په پروسه کې ثبت نام وکړي
د راتلونکي کال د ولسمشرى ټاکنو لپاره د نوم ليکنې دويم پړاو نن (چهارشنبه، د نومبر پنځمه) د افغانستان په لسو ولايتونو کې پيلېږي

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون چارواکو په وينا په ټاکنو کې د ونډې اخيستلو لپاره د نوم لېکنې لومړى پړاو کې نژدې يو ميليون کسانو برخه واخيسته . دغه نوم ليکنه پوره يوه مياشت وړاندې د افغانستان په ١٤ ولايتونو کې پيل شوې وه.

چارواکي د نوم لېکنې بهير پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ امنيتي ستونزې په گوته کوي ، خو وايي له دې سره سره يې هڅې بريالى دي.

راتلونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو کې د گډون لپاره د رايو د کارتونو د ترلاسه کولو لپاره دنوم ليکنې په دويم پړاو کې دکابل په گډون د افغانستان د ختيځ ، شمال ،جنوب او لوېديځ د لسو ولايتونو هغو خلکو ته به د رايې کارتونه ورکړل شي چې عمرونه يې نوي اتلسو کلونو ته رسيدلي وي .

له کډاوالۍ څخه هېواد ته ستانه شوي وي او يا دولسمشرۍ تيرو ټاکنو کې دنوم ليکنې له بهير څخه پاتې شوي وي .

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند ذکريا بارکزي بي بي سي ته وويل چې لا له وړاندې ددغو ولايتونو په بيلابيلو ولسواليو کې د نوم ليکنې مرکزونه جوړ شوي او د اړتيا وړ پر وسايلو او موادو سمبال دي .

 د نوم ليکنې لومړى پړاو يوه مياشت وړاندې د افغانستان په ١٤ ولايتونو کې پيل شو او تېره ورځ پاى ته ورسېد. په دغه پړاوکې څه باندې ٩٠٠ زره کسانو د رايې ورکولو کارتونه واخيستل.
 

ښاغلى بارکزى وايي په دويمه او پيلېدونکې مرحله کې به د کابل په گډون د هرات، بادغيس، جوزجان ، سمنگان ، فارياب ، بلخ ، کندز ، بغلان ، فراه او پکتيا ولايتونو کې نوم ليکنه وشي .ده وويل اټکل کوي چې په سلگونو زره کسان به ددغه بهير په ترڅ کې د رايو کارتونه ترلاسه کړي :

''د ټاکنو خپلواک کمېسيون چمتووالى لري چې تر اتو ميليونو پورې خلک د نوم ليکنې په پروسه کې ثبت نام وکړي ، خو دا بيا هم په امنيت پورې اړه لري چې څومره موږ کولى شو خلک نوم ليکنې ته را وبولو.''

د نوم ليکنې لومړى پړاو يوه مياشت وړاندې د افغانستان په ١٤ ولايتونو کې پيل شو او تېره ورځ پاى ته ورسېد. په دغه پړاوکې څه باندې ٩٠٠ زره کسانو د رايې ورکولو کارتونه واخيستل.

امنيتي ستونزې او په ځينو سيمو کې تخنيکي ستونزو د دغې پروسې د لومړي پړاو کارونه يو څه ټکني کړي چارواکي دا ځل هم امنيت ددوى د کارونو پر وړاندې لويه ستونزه په گوته کوي ، خو دوى د نوم ليکنې لومړى پړاو بريالى ښيي.

'' زه فکر کوم چې په شمالي او مرکزي ولايتونو کې د نوم ليکنې په پروسه کې د خلکو گډون ډېر و، تر کومه ځايه چې ماته معلومه ده تر ٩٠٠ زره زياتو کسانو په راتلونکو ټاکنو کې د رايې ورکولو لپاره خپل نومونه تبت کړي دي او موږ له دغې پروسې نه خوښ يو.''

افغانا ن به راتلونکي کال کې د خپل هېواد نوي ولسمشر ته رايه ورکړي . خو داپه داسې حال کې ده چې يو شمير کسان پر دې شک لري چې د تاوتريخوالي په دوام سره دې په افغانستان کې ازادې او عادلانه ټاکنې ترسره کړاى شي .ځکه دوى وايي د امنيت په نشتوالي کې به د جنوب ډيرى خلک ونشي کړاى خپلې راېې وکاروي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت