|
د امريکا ټاکنې، او پرافغانستان يې اغېزې
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشرۍ ټاکنې که له يوې خوا د ننه په دغه هېواد کې د يو لړ بدلونونو د راوستو ښکارندويي کوي، په
افغانستان کې يې هم د خلکو په منځ کې د حالاتو د ښه کېدو هيلې راپورته کړې دي .
افغان شنونکي او وگړي په دې باور دي چې نوې ټاکنې به په افغانستان کې د امريکا سياستونه نوي کړي او له دغې لارې به په دغه هېواد کې د سولې شرايط برابر شي، خو د ډېرو په وينا داټول هغه وخت شوني دي چې د امريکا راتلونکى ولسمشر د ډيموکراټانو د گوند کانديد بارک اوباما وي. خو يو شمېر نور بيا په دې اند دي چې د هر کانديد په برياليتوب به امريکا په افغانستان کې هغه څه کوي چې خپله گټه يې وي . د امريکا د ولسمشرۍ مقام ته د رسېدو تېرو څو مياشتو هلو ځلو ددې ترڅنگ چې بارک اوباما او جان مکين په امريکا کې ډېرو ته ور وپېژندل، په افغانستان کې يې هم په اړه د ډېرو خلکو مالوت زيات شول . ډېرى افغان وگړي او کارپوهان له دې امله چې دا مهال افغانستان له امريکا سره نژدې اړيکي لري او واشنگټن په کلکه د کابل ملاتړ کوي د امريکا سياسي بدلونونه خپل هيواد ته اغېزناک بولي او څاري يې . امريکا له ٢٠٠١ کال نه را پدېخوا د افغانستان په بدلونونو کې مخامخ رول لري او افغان حکومت هم وخت ناوخت د هغې د مرستو پر دوام ټينگار کوي .
د ولسي جرگې غړى او حقوقپوه ډاکټر کبىر رنجبر وايي چې په تېرو څو کلونوکې امريکا د افغانستان په اړه ډېرې داسې پاليسۍ پرمخ بوتلې چې د هغه په وينا له گټې يې زيان ډېر و. هغه ټينگار کوي چې د امريکا نوى حکومت چې د هر گوند په مشرۍ وي د افغانستان لپاره گټور تمامېداى شي : '' په افغانستان کې په تېرو څو کلونو کې داسې پاليسي پرمخ وړل شوي چې حالت د ښه کېدو پرځاى خراب شوى دى، له همدې امله اوس بايد په بل ډول کار وشي او د افغان ځواکونو په پياوړي کولو سره د ستونزې د حل لارې چارې ولټول شي .'' دا مهال په افغانستان کې لويه ستونزه د بې امنيو ده چې د افغان ځواکونو ترڅنگ يې نړيوال ځواکونه هم په وړاندې مبارزه کوي . که څه هم په پيل کې چې د طالبانو حکومت ړنگ شو او دلته نوي حکومت کار پيل کړ دغه ستونزه دومره لويه نه وه، خو دا مهال يې دومره پراختيا موندلې چې ځينې په کې د نړيوالې ټولنې ناکامي له ورايه گوري . افغان ورځپاڼه ليکونکى او سياسي کارپوه محمد حسن ولسمل وايي چې امريکا څوکاله وړاندې مخکې له دې چې د افغانستان وضعه قابو کړي پرعراق بريد وکړ او خپله پاملرنه يې بلې خواته واړوله. نوموړى دا د بوش په تېروتنو کې داسې لويه تېروتنه بولي چې د هغه په وينا زيان يې آن افغانستان ته ورسېده . که څه هم تر دې مهاله د امريکا ولسمشرۍ ته نه د جمهوري غوښتونکو کانديد جان مکين او نه هم د ډيموکراتانو کانديد بارک اوباما بريالي شوي، خو په افغانستان کې په دغو دوو تنو کې تر ډېره اوباما د پام وړ بلل کېږي .
له تېرو څو اونيو راهيسې کابل چاپ ورځپاڼې هم په خپلو شننو کې د اوباما برى د افغانستان لپاره گټور بولي . د ورځپاڼو ترڅنگ ځينې خلک او سياسي کړۍ هم په دې هيله دي چې د نوموړي په برياليتوب به افغانستان کې د سولې هڅې گړندۍ شي، پراختيايي کارونو ته به پاملرنه وشي او خلکوته به هم دننه په هيواد کې د کار کولو شرايط برابر شي . شنونکى او د سياسي چارو کارپوه اسدالله ولوالجي وايي چې اوباما د افغانستان په اړه يو شمېر داسې پاليسۍ لري چې د هغه په وينا حالت ښه کولاى شي : ''اوباما وايي چې له عراق نه به امريکايي سرتېري افغانستان ته راولي او په پاکستان کې به هم د ترهگرو اډې په نښه کړي .'' له دې سره سره چې افغانستان ته د ډېرو ځواکونو د استولو او پاکستان کې د القاعدې او طالبانو د اهدافو د په نښه کولو شعارونو د اوباما په اړه د ډېرى افغان شنونکو پام ځانته اړولى، خو د ولسي جرگې غړى کبىر رنجبر وايي چې که داسې وشي، امريکا به د افغانستان د ستونزې د حل پرځاى په سيمه کې يوه بله ستونزه هم وزېږوي.
نوموړى وړانديز کوي چې د ځواکونو د ډېرولو پرځاى دې افغان پوځونه پياوړي شي او پر پاکستاني سيمو د بريد پرځاى دې له پاکستاني ډيموکراټو ډلو سره مرسته وشي. افغان حکومت تر دې مهاله په دې اړه چې په امريکا کې د اوباما برياليتوب ته لېواله دى که د جان مکين، څه نه دي ويلي، خو وړاندې تر دې يې له افغانستان سره د دغه هېواد اوږمهاله مرستې اړينې بللي او دلته يې د امريکايي سرتېرو د ډېرېدو هرکلى هم کړى دى. ددې ترڅنگ حکومت وخت ناوخت د افغان ملي پوځ او ملي پوليسو د پياوړتيا غوښتنه هم کړې ده. خو له دې ټولو سره سره افغانانو ته د امريکا له ټاکنو سره د خپل هيواد بدلونونه مهم بريښي. که دغه بدلونونه د هغوى په گټه او دغه جنگ ځپلي ولس ته د سولې راوستو په لاره کې وي، بې له شکه چې د خلکو د خوښۍ لامل به وگرځي او که يې په دې هم حالت بدلون ونه مومي او ستونزې يې پرځاى پاتې شي، د امريکا د مشرتابه بدلون به دوى ته کومه په زړه پورې خبره نه وي. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||