|
د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې بهير
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې د بهير په لړ کې نژدې يو ميليون کسانو نومونه ليکلي .
دغه کسان د نوم ليکنې په لومړي پړاو کې په ١٤ ولايتونو کې ثبت شوي دي . د ټاکنو خپلواک کمېسيون خپلې روانې چارې بريالۍ بولي خو ور سره ور سره د يو لړ امنيتي ستونزو د شته والي خبره کوي . په افغانستان کې د ټاکنو د بهير د څارنې اداره فيفا وايي چې د نوم ليکنې په بهير کې نا امني او د مرکزونو ليرې والي په يو شمېر سيمو کې خلکو او ټاکنو د کمېسيون ادارو ته لوى خنډونه پيدا کړي دي . د کورنيو چارو وزارت وايي د جوړ شوي پلان له مخې د نوم ليکنې د مرکزونو امنيت ساتي. د راتلونکي کال د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د هغو کسانو نوم ليکنه چې تازه ١٨ کلن شوي ، له يوې سيمې بل ته کډه شوي، يا يې پخواني کارتونه ورک کړي او يايي بيخي نه دي اخيستي دافغانستان په ١٤ ولايتونو کې نن بشپړشو. د رسمي شميرو ترمخه په دغو ولايتونو کې شاوخوا اته سوه زره کسانو نوي نومونه ثبت کړي دي .
سره له دې چې دغه چاره په ځينو سيمو کې له يو لړ ستونزو سره مخا مخ شوې ده، خو د ټاکنو د کمېسيون وياند ذکريا بارکزى وايي چې دغه بهير يې په مزه په مخ روان دى . د تازه نوم ليکنې د ترسره کېدو لپاره د ټاکنو کمېسيون ټول افغانستان په څلورو پړاوونو وېشلى چې تر راتلونکي پسرلي پورې به پکې دغه چاره ترسره کېږي . د دغه کار لامل موخه له امنيتي کبله د چارې سمه ترسره کونه ښودل کېږي . دوهم پړاو په لسوشمالي او لوېديځو ولايتونو کې دعقرب له پنځلسمې څخه پيلېږي چې د ورته کسانو لپاره به د هغو کارتونو وېشل پيل شي چې يو کس پرې په ټاکنو کې برخه اخيستى شي . د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د ادارې مشر جانداد سپين غر ددغې چاره دوه مهمې موخې د رايې ورکونکو د شمېر معلومول او ټولو وړ کسانو ته د رايې ورکول د حق ورکول بولي . د نوم ليکنې په لومړني يو مياشتني بهير کې دوه مهمې ستونزې وليدل شوې چې تر ډېره بريده يې د ښاغلي سپين غر په وينا اندېښنې راپورته کړې . يوۀ ستونزه د ناامنۍ او بله يې د نوم ليکنې د مرکزونو ليرې والى وښول شو .
په همدې بشپړ شوي لومړي پړاو کې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې مرکزونه د څوارلسو ولايتونو د ولسواليو په مرکزونو کې پرا نيستل شوي وو. دغه چاره چې يوه مياشت روانه وه په لړ کې يې د يو شمېر سيمو څخه د خلکو د نا امنۍ گيلې ماڼې ان تر خبري رسنيو ورسېدې : '' زما نوم فضل احمد د غزني د رشيدانو ولسوالى اوسېدونکى، تر اوسه مې کارت نه دى اخيستى امنيتي ستونزې دي او زموږ کلى د نوم ليکنې له مرکزه ليرې دى .اوخلک جرات نشي کولى چې کارت واخلي . په خاصه توگه ښځو کارتونه نه دي اخيستي او کيدى شي وايې نشي اخستى ځکه چې د نا امنۍ ستونزه ده او مرکزونه ليرې دي .'' تر اوسه پورې نا امني دنوم ليکنې د بهيرپه وړاندې لوى خنډ په گوته شوي .د ټاکنو د کميسيون وياند وايي چې په لومړي پړاو کې له دريو ولسواليو پرته په نورو ټولو شاوخوا ٢٦١ ولسواليو کې يې د نوم ليکنې چارې پرمخ ولاړې . خو د ټاکنو د بهير د څارنې د ادارې فيفا مشر ښاغلى سپين غر امنيتي ستونزه ډېره پراخه او لويه اندېښنه وبلله : '' دا ستونزه د غزني په اندړاو خوگياني ولسواليو د وردگو په جغتو د لوگر په خروار، د نورستان په برگمټال د غور په دريو ولسواليو او څو نورو سيمو کې هم ليدل شوي او نا امني لويه ستونزه او اندېښنه ده .'' د افغانستان د کورنيو چارو وزارت بياوايي چې په خپل ټول توان سره د نوم ليکنې دلړۍ لپاره د امنيت د ټينگولو په چاره بوخت دي . د وزارت وياند زمرى بشري وايي په هغو ولسواليو کې به هم امنيت خوندي کړي چې تر اوسه پکې د پلان سره سم د نوم ليکنې بهير نه دى پيل شوى :
'' موږ پوليس ، دملي اردو سر تيري او نړيوال ځواکونه دامنيت ساتلو ته ژمن يو ، موږته د مرکزونو شمېره راکړل شوي او هغه چې له ستونزو سره مخا مخ دي هلته به هم نوم ليکنې ته امنيت خوندي کړو .'' د امنيت په خوا کې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې په بهير کې تر اوسه دوهمه لويه احساس شوې ستونزه له کليو او بانډو څخه د نوم ليکنې د مرکزونو ليرې والى او د کارتونو کموالى بلل کيږي چې يو شمير خلکو په نور ستان او ځينو نورو سيمو کې ترې سخت سر وټکاوۀ . د دې خلکو په خوا کې دافغانستان په ولسي جرگې کې د ځينو ولايتونو استازوهم گيله وکړه چې موکلينو ته يې د نوم ليکنې لازم شرايط نه دي برابر شوي . په جرگې کې د غزني ولايت استازي داود سلطان زوى هم له همدې ډلې کسانو څخه دى . د ټاکنو کمېسيون د کارتونو دکموالي خبر نه مني خو وايي چې د پلان شوي تگلارې له مخې نشي کولى د تيرو ټاکنو په څير د خلکو د نوم ليکنې لپاره کليو او بانډو ته خپل پلاوي واستوي . د کمېسيون وياند زکريا بارکزى د دغه کار لامل هم د نا امنۍ اندېښنه ښيي: '' که خلک رسمي عارض شي او ولايتي امنيتي چارواکو زموږ دامنيت ضمانت وکړي نو موږ به کليو ته هم ور شو خو که داسې نه وي سخته ده چې کلو ته ولاړ شو .'' افغان امنيتي چارواکي مني چې کليو او بانډو ته دنا امنيو له کبله د نوم ليکنې ټيمونه نشي تللى خو د کورنيو چارود وزارت وياند زمرى بشري په دغه برخه کې دضمانت ور کولو ژمنه سخته بولي او وايي چې د ټاکل شويو شمېر مرکزونو امنيت به خوندي کوي .
په دې لړ کې د کو چيانو استازو هم په ولسي جرگې کې د ټاکنو د کميسيون له چارواکو وغوښتل چې دوى ته دې دنوم ليکنې سيار يا گرځنده گروپونه وگمارل شي چې له نژدې دکوچيانو کيږدويو ته ورشي. د کوچيانو دکميسيون مشرملاتره خيل کوچي ژمنه وکړه که دغه اسانتياوې ورته برابرې شي د نوم ليکونکو امنيت به پخپله خوندي کړي . د نا امنيو د انديښنو او د نوم ليکنې د مرکزونو په ليرې والي سربيره په دغه تيره يو مياشتنۍ نوم ليکنه کې يو لړ نورې ستونزې او سرغړونې هم په گوته شوې .چې يو پکې د نوم ليکنې لپاره ټاکل شوى يوه مياشت وخت نا کافي وبلل شو، دويم په ليرې پرتو سيمو کې دعامه پوهونې د چارې ضعيفوالى او دريم په ځينو سيمو کې د نوم تبتولو دکارتونو کموالى وښول شو. شنونکي په اړوند چارواکو غږ کوي چې په راتلونکو پړاوونو کې دغو برخو ته هم پام وکړي . خو له دې ټولو سره سره د ټاکنو د منډو ترړو دڅار غيردولتي ادارې فيفا مشر خوښيي چې دخلکو ليوالتيا په ټاکنو کې د برخې اخيستو لپاره زياته ده ، خو په نا ارامه ولايتونو کې د نوم ليکنې د سلنې د ټيټوالي په اړه انديښنه ښيي : '' په نا ارامه ولايتو اوسيمو کې د نوم ليکونکو کچه ټيټه ده د بيلگې په توگه د غزني د جاغوري ولسواليو د نوم ليکونکو کچه د اندړو په پرتله ډيره ټيټه ده . دارنگه د وردگو او پروان ترمنځ هم ډير واټن شته ، وردگ د پروان په کچه کمه نوم ليکنه کړې . دا يوه لويه اندېښنه ده او بايد پام ورته وشي. '' يوه خبره چې د يادولو وړ ده هغه د ميليونونو بهر ميشتو افغان کډوالو لپاره په ټاکنو کې د برخې اخيستو د امکاناتو برابرول دي چې د ټاکنو د کميسيون چارواکي يې د بودجې په تر لاسه کيدو پورې تړي .
په پاتې ټول افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره چارواکي د بشپړوتياريو د نيولو او تر سره کيدو ژمنه کوي چې د عامه پوهونې چارې هم پکې ياديږي . تمه کېږي چې د نوم ليکنې په پيل شوي بهير کې به څو ميليونه کسانو ته په ټاکنو کې د گډون کارتونه وويشل شي ، خو په تيرو ټاکنو کې استعمال شوي کارتونه هم د بشيړ چلند وړ دي . ولې لويه اندېښنه دا مهال په هغو سوېلي او سوېل ختيځو سيمو کې د ټاکنيزو منډو تر ړو دتر سره کېدو ننگونه بلل کېږي چې ويل کېږي امنيت پکې ټکنۍ دى . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||