|
م.م: سږکال نژدې ٣٠٠ زره افغان کډوال راستانۀ شوي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ملگري ملتونه وايي سږ کال نژدې ٣٠٠ زره افغان کډوال په داوطلبانه ډول خپل هېواد ته راستانه شوي .
په ملگرو ملتونو کې د گډوالو اداره وايي د راستنو شويو افغان کډوالو ٩٩ په سلو کې يې له پاکستانه راغلي دي . په خپله خوښه له نورو هېوادونو نه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدنې بهير اووه کاله وړاندې د طالبانو د رژيم تر ړنگېدو وروسته پيل شو. د تېرو کلونو پرتله له بهرنيو هېوادونو نه د افغان کډوالو بېرته راستنېدنه کمه شوې ده، تېرکال له ٣٥٠ زره زيات افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شول، خو سږ کال دغه شمېره تر ٣٠٠ زره هم لږ ده . د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره( يو ان اچ سي آر) د بېرته راستنېدونکو کډوالو د سست بهير لامل د دوى لپاره د اوسېدو د ځاى نشتوالى او په ځېنو برخو کې امنيتي ستونزې په گوته کوي .
د دغې ادارې سرپرست مشر اېوېن مکلون وايي که څه هم سږکال د تېرو کلونو پرتله د بېرته راستنېدونکو کسانو شمېره لږه ده ، خو وايي دا يو لوى شمېر دى. ښاغلى مکلون خبردارى ورکوي که په راتلونکو کلونو کې بېرته راستنېدونکو ته د کار موندلو زمينه برابره نشي او په اقتصادي ډگر کې پرمختگ ونشي د افغان کډوالو بېرته راستنېدنه به له يو لړ ننگونو سره مخامخ شي: '' ددې له امله، چې د افغانستان نفوس د ١٩٧٩ کال پرتله دوه برابره شوى، خو د کر لپاره ځمکې په هماغه اندازه پاتې دي. د همدې لپاره بايد د کار پيداکولو زمينې برابرې شي او د اقتصادي ودې هڅې گړندى شي، څو افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.'' د ملگرو ملتونو د کډوالو اداره زياتوي ، سږ کال ٩٩ په سلو کې افغان کډوال له پاکستانه او پاتې يوه سلنه يې له ايران او نورو هېوادونو نه پخپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي. د رسمي شمېرو له مخې د ٢٠٠٢ کال راپدېخوا له پنځه ميليونه نه ورپورته افغان کډوال له بېلابېلو هېوادونو نه خپل هېواد ته راستانه شوي چې د افغانستان د نفوسو نژدې شل سلنه جوړوي . خو په وروستيو کلونو کې افغان کډوال يو ځل بيا د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته مخه کړې .دوى نورو هېوادونو ته د بېرته تلو اصلي لاملونه د امنيت نشتوالى، بيکاري، بې وزلي، لوږه او د اوسېدو د ځاى نشتوالى په گوته کوي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||