BBCPashto.com

12:56 گرينويچ 2008 ,30 اکتوبر

وړاندې کونکى
عنايت الحق ياسيني پۀ لندن کې

ستاسو غږ

امريکا کې د ادارې بدلون به په سيمې څه اغيزې ولري؟

په امريکا کې براک حسين اوباما ددې هېواد د ٤٤ ولسمشر په توگه واک سمبال کړ. له لوړې وروسته په خپلې لومړنۍ وينا کې چې په ميلىونونو کسان ورته راغونډ شوي وو ده د نړۍ، اسلامي هېوادونو، افغانستان او شااو خوا سيمې په اړه د خپل حکومت تگلاره جوړوونکي اصول په ډاگه کړل.

د افغانستان او عراق په اړه ده وويل:" مونږ به د عراق چارې ددغه هېواد وگړو ته سپارو او هغه سوله به چې په افغانستان کې په سختۍ سره ترلاسه شوې غښتلې کوو"

ښاغلى اوباما چې د امريکا لومړنى افريقاالاصله ولسمشر دى ډير د هغۀ حکومت پورې هيلې تړي او د هغه انتخاب د امريکا او د نورې نړۍ ترمنځ اړيکو لپاره مهم گڼي.

تاسې د امريکا د نوي ولسمشر په اړه څه نظر لرئ چې واشنگټن کې د ادارې بدلون به دسيمې په ځانگړې توگه د افغانستان ، پاکستان او سيمې لپاره څه بدلون ولري.

په دې اړه معلومات ددې ځاى په کيکاږلو سره په دې پروگرام کې واورئ.