BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 11:48 گرينويچ 2008 ,25 اکتوبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د افغان کډوالو لپاره کابل کې کنفرانس جوړېږي
 

 
 
افغان کډوال
په افغانستان کې د سرپنا او کار نشتوالې او امنيتي ستونزې د افغان کډوالو لپاره تر ټولو لويې ستونزې بلل کېږي .
په کابل کې به ډېر ژر يو نړيوال کنفرانس جوړ شي چې په ترڅ کې به يې افغانستان ته د کډوالو دنه راتگ او په خپلو سيمو کې د راستانه شويو کډوالو د نه ځاى پرځاى کېدو لاملونه وڅېړل شي .

افغان حکومت او د کډوالو لپاره د ملگروملتونو اداره يو ان اچ سي آر به د دغه کنفراس کوربنه وي .

د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو اداره وايي په دغه کنفرانس کې له ٢٠ زيات د مرستندويو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران گډون کوي .

د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو د ادارې وياند نادر فرهاد بي بي سي ته وويل په دغه کنفرانس کې به هڅه وشي چې نړيوالې ټولنې ته قناعت ورکړي چې کډوالو لپاره د مرستو ځانگړې شوې پيسې د افغانستان د ننه د راستنو شويو کډوالو لپاره د ځاى ځايگي د جوړولو او د هغوى د خوندي کولو په برخه کې ولگوي :

'' د دغې غونډې موخه په افغانستان کې يو لړ امنيتي، سياسي ټولنيزو او اقتصادي ستونزو ته ځواب ورکول دي، دا چارې د دې لامل گرځېدلې دي چې د بېرته راگرځېدونکو کډوالو مخه ډپ کړي.

همدا راز په تلپاتې توگه د کډوالو د مېشتېدو مخه يې هم نيولې ده، نو موږ په دې اند يو چې په دغه مهاليز واټن کې يو نړيوال کنفرانس ته اړتيا ليدل کېږي او دا د دې لپاره چې ژمنه شوې مرستې په افغانستان کې د بېرته را گرځېدونکو د بيا مېشتېدنې په برخه کې ولگول شي. ''

افغان کډوال (ماشومان)
دغه کنفرانس داسې مهال په افغانستان کې جوړېږي چې د چارواکو په وينا د وروستي يوۀ کال په ترڅ کې له ٢٥٠ زرو ډېر افغان کډوال له گاونډيو هېوادونو ايران او پاکستانه افغانستان ته راستانۀ شوي دي .

په دغه کنفرانس کې به د کډوالو په اړه هغه څيړنه چې د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو د ادارې لخوا ترسره شوى مرستنديوه هېوادونو ته وړاندې شي .

د ښاغلي فرهاد په وينا په دغه څېړنه کې د راستانه شويو کډوالو اړتياوې د ټولنيزو چارو په بيلابيلو برخو کې څيړل شوي دي :

'' زموږ څېړنې ښيي که يو ميليون يا اته سوه زره يا تر هغې هم ډېر افغانان د يوۀ کال په ترڅ کې افغانستان ته راوگرزي، نو په کومو برخو کې به اړتياوې ولري د بېلگې په توگه، له دغو يو ميليون وگړو څخه به څو تنه ښوونځي ته ځي، دوى کومو ولايتونو ته ځي، څو ښوونځيو ته اړتيا ده، څو تنه ښوونکي په کار دي ښوونيز کتابونه او نور يې هم در واخله، په ټوله کې دغه راز يوه څېړنه شوې ده، موږ هيله لرو چې د افغانستان د مرستنديو هېوادونو د بهرنيو چارو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډې ته د افغانستان د حالت يو غوره انځورهم وړاندې کړو .''

دغه کنفرانس داسې مهال په افغانستان کې جوړېږي چې د چارواکو په وينا د وروستي يوۀ کال په ترڅ کې له ٢٥٠ زرو ډېر افغان کډوال له گاونډيو هېوادونو ايران او پاکستانه افغانستان ته راستانۀ شوي دي .

چارواکي دا مني چې زيات شمېر دغه راستانه شوي کډوال خپلو سيمو ته تللي دي، خو له ٣٠ زرو زيات يې لا تراوسه په خيمو کې ژوند کوي .

په افغانستان کې د سرپنا او کار نشتوالې او امنيتي ستونزې د افغان کډوالو لپاره تر ټولو لويې ستونزې بلل کېږي .

له ٢٠٠١ميلادي کاله تراوسه پورې له پنځو ميليونو زيات کډوال افغانستان ته ستانه شوي او له درې ميليونو زيات يې تراوسه پورې په ايران او پاکستان کې ژوند کوي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت