|
په دوو جلاترافيکي پېښو کې ٢٦ افغانان وژل شوي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دغه ترافيکي پېښه د افغانستان په شمال بغلان کې د سپتمبر پر شپږمه د دوشنبې په سهار د دوشي په سيمه کې د کابل – بغلان پر لويه
لاره رامنځ ته شوې ده .
په بغلان کې د ترافيکو مدير وايي دغه پېښه د يوۀ مسافر وړونکي بس او بار وړونکي موټر ترمنځ د ټکر په پايله کې د چلوونکو د بې پروايۍ له امله رامنځ ته شوې، په دغه پېښه کې ټپيان شوي کسان د پلخمري ښار روغتون ته وړل شوي، چې د اوو کسانو روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ بلل شوى دى . په پېښه کې د وژل شويو کسانو له ډلې څخه شپږ ماشومان او پنځه نور يې ښځې ښودل شوې دي . ياده دې وي چې د بس دغه سپرلۍ د کندوز، تخار او بدخشان ولايتونو اوسېدونکي ول، چې کابل ته روان وو . همداشان په بلخ ولايت کې چارواکو د مزار _ شبرغان پر لويه لاره د يوې بلې ترافيکي پېښې له امله د اوو کسانو د مړينې خبر ورکړى دى . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||