BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت:
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د ولسمشرۍ د ټاکنو عامه پوهاوى پيل شو
 

 
 
د افغانستان د پخوانيو ټاکنو عکس
د ټاکنو کمېسيون وايي د رايې ورکوونکو د ثبت او ټاکتو د عامه پوهونې چار ه به د خبري رسنيو او پوسټرونو، لوحو، تيلې فوني پيغامونو په مټ په ټول هېواد کې ترسره کړي .
په افغانستان کې د ولسمشرۍ په ټاکنوکې د خلکو د گډون لپاره د عامه پوهاوي پروگرام په ١٤ ولايتونو کې د رايې ورکولوپه موخه د خلکو د هڅولو لپاره پيل شو .

دا په داسې حال کې ده چې د دوو اوونيو په لړ کې د راتلونکي کال د ټول ټاکنو لپاره د رايې ورکوونکو د ثبتولو لومړى پړاو پيل شي .

په افغانستان کې د راتلونکي کال د ولسمشر ۍ په ټاکنوکې د خلکو دگډون د پوهونې لپاره منډې ترړې د امنيتي ستونزو او اندېښنو سره سره پيل شوې.

د يکشنبې له ورځې د روان لمريز کال د د لوې تر نيمايي پورې به په ټول افغانستان کې په ټاکنو کې د برخې اخيستو لپاره د عامه پوهونې پروگرام ترسره شي .

د رايې ورکوونکو د ثبتولو لپاره د پوهونې دغه چار په څلورو پړاوونو کې تر سره کېږي. په لومړى پړاو کې د افغانستان په ١٤نسبتآ ارامه مرکزي او شمال ختيځو ولايتونو کې دغه کمپاين پر مخ بېول کېږي .

د ټاکنو کمېسيون وايي د رايې ورکوونکو د ثبت او ټاکتو د عامه پوهونې چار ه به د خبري رسنيو او پوسټرونو، لوحو، تيلې فوني پيغامونو په مټ په ټول هېواد کې ترسره کړي .

خو لويه اندېښنه ددغو کارونو او د ٢٠٠٩ کال د ولسمشر د ټاکنو د تر سره کېدو په اړه نا امني ده . شنونکي وايي که حالات همداسې روان وي نو د ټاکنو د ترسره کېدو امکانات کمېږي، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشا د مرستيال مشر زکريا بارکزى وايي چې د افغان امنيتي ځواکونو په مټ به خپلې منډې ترړې ترسره کوي .

٢٥ زره کارکوونکي
د افغانستان د پخوانيو ټاکنو عکس
 اته ميليونه کسانو ته به نوي کارتونه ورکوي، دغه چاره به نژدې ٢٥ زره کسان پرمخ بيايي نو دا لويه پروژه ده او ډېر لگښت غواړي
 
زکريا بارکزى

ټاکل شوې چې د دوه اوونيو په ترڅ د افغانستان په ١٤ ولايتونو کې د رايې ورکوونکو نوم ليکنه پيل شي. په ټول افغانستان کې ددغه کار لپاره څلورمياشتې وخت په پام کې نيول شوى دى .

نوي کارتونه هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې يايي د پخوانيو ټاکنو د رايې ورکولو کارت ورک کړى وي، يا نوي له کډواليه راستون شوى يا بېځايه شوي وي او يا تازه اتلس کلن شوي وي .

ښاغلى بارکزى وايي پر دغې چار ې سل ميليون ډالره لگېږي چې ويل کېږي ډېرې پيسې دي :

'' اته ميليونه کسانو ته به نوي کارتونه ورکوي، دغه چاره به نژدې ٢٥ زره کسان پرمخ بيايي نو دا لويه پروژه ده او ډېر لگښت غواړي .''

تر اوسه لا نده مالومه چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو به څو مره لگښت راشي، خو په تېرو ټاکنو شاوخوا ٣٥٠ ميليون ډالره ولگېدل چې گران بيه ټاکنې بلل کېږي .

د افغانستان د ولسمشرۍ دوهمې ټاکنې د راتلونکي کال په مني کې ترسره کېږي چې د ولسمشر کرزي په گډون ورته يو شمېر کانديدانو له وړاندې ځانونه نومولي دي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت