05:54 گرينويچ 2008 ,28 اگست
کبىر حقمل
له کابله
په افغانستان کې مېشتو ايتلافي ځواکونو د هېواد په سوېل او شمال کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى دى .
د بگرام له پوځي اډې نه په خپره شوې يوه اعلاميه کې راغلي چې يو سرتېرى يې د سړک غاړې يوه بم په چاودنه کې وژل شوى دى.
که څه هم په اعلاميه کې د وژل شوي سرتېري هويت نه دى په ډاگه شوى، خو د افغانستان په سوېل کې د ائتلافي ځواکونو په چوکاټ کې تر ډېره امريکايي سرتېري فعاليت کوي.
بل خوا تېره ورځ ايساف ځواکونو د کندوز ولايت د چاردرې ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د خپل يوه سرتېرې د وژل کېدو خبر ورکړى و .
دغه سرتېرى هم د سړک غاړې په بمي چاودنه کې وژل شوى .
په کندوز کې د المان د ولايتي بيارغاونې ډلې ويلي، چې يو سرتېرى يې د کندوز په هوايي ډگر کې د ايساف روغتون ته د انتقال پرمهال ومړ .
په چاودنه کې د دوو نورو سرتېرو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى .
په افغانستان کې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ملکي وگړو او طالبانو ترڅنگ، گڼ شمېر بهرني سرتېري وژل شوي، چې د ډېرو په اند په دغه هيواد کې د مخ په ډېرېدونکو بريدونو او نښتو ښکارندويي کوي.
دامهال زرگونه بهرني سرتېري د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو او القاعدې د ماتولو په موخه مېشت دي.