BBCPashto.com

06:12 گرينويچ 2008 ,28 اگست

عبدالله ستانکزى
له کابله

افغانستان د شانگهاى په غونډه کې گډون کوي

ولسمشر به په دغه غونډه کې د سازمان له غړيو هېوادونو نه د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزې او اقتصادي او سوداگريزو برخو کې د همکارۍ غوښتنه وکړي .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سلطان احمد بهين وويل چې افغان ولسمشر کرزى به د غونډې په حاشيه کې له ايران ، تاجکستان سره يو ځاى په درې اړخيزه کلنۍ غونډه کې هم گډون وکړي .

د شانگهاي سازمان اووه کاله وړاندې جوړ شوى او د روسيې او چين په گډون شپږ هېوادونه يې غړيتوب لري .

په دغه غونډه کې به افغان ولسمشر د ترهگرۍ او بنسټ پالنې پرخلاف مبارزه کې د همکارۍ د پراختيا په اړتيا اوپه اقتصادي اوسوداگريزو همکاريو باندې د سازمان غړيو هېوادونو سره خبرې وکړي .

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سلطان احمد بهين وويل افغانستان غواړي له وخته په گټه اخيستو له دغه سازمان سره ددوه اړخيزو خبرو له لارې خپلې اړېکې پياوړې کړي .

ده وويل افغان حکومت دمگړۍ نيت نه لري چې د دغه سازمان غړيتوب تر لاسه کړي، خو وې ويل چې ولسمشر به په دغه غونډه کې د روسيې د ولسمشر ترڅنگ د سازمان له يو شمېرنورو مشرانو سره هم خبرې وکړي .

ټاکل شوې چې د شانگهاي سازمان په غونډه کې د سيمې د حالاتو او د ترهگرۍ پر ضد د گډې مبارزې په برخو کې خبرې اترې وشي.

دشانگهاي دهمکاريو تړون په ٢٠٠١ کال کې جوړشوى اوشپږهيوادونه چين ، روسيه ، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان اوازبکستان يې غړيتوب لري .

پاکستان ، هندوستان ، ايران او منگوليا ددغه سازمان کوونکي غړي بلل کېږي او افغانستان د مېلمه په توگه په دې غونډه کې گډون کوي .