05:44 گرينويچ 2008 ,27 اگست
جعفرهاند
له کابله
چارواکي وايي د دغو غنمو په را رسېدو سره به په افغانستان کې د غنمو شته اړتيا ته تر ډېره بريده ځواب وويل شي .
د افغانستان د سوداگرۍ وزير محمد امين فرهنگ وويل پېرودل شوي غنم به د افغانستان پر ټولو ولايتونو ووېشي .
دا په تېرو شاوخوا اوو کلونو کې له اکراين او روسيې څخه په دومره ستره کچه د غنمو د پېر لومړنى تړون دى چې د افغان حکومت او دغو هېوادونو ترمنځ کېږي .
افغان حکومت وايي ياد شوي اتيا زره ټنه پېرودل شوي غنم به شاوخوا يوه مياشت وروسته د حيرتان د بندر له لارې افغانستان ته ولېږدول شي .
د افغانستان د سوداگرۍ وزير محمد امين فرهنگ بي بي سي ته وويل د دغو غنمو په را رسېدو سره به د افغانستان په بازارونو کې د غنمو په بيو او د غنمو د شته اړتيا په برخه کې د پام وړ کموالى راشي.
له اکراين او روسيې سره د غنمو دغه تړون ميليونونه ډالره کېږي، چې افغان حکومت به يې ورکوي .
د دغو اتيا زره ټنه غنمو سربېره افغانستان وار د مخه ٥٠ زره ټنه نور غنم له گاونډي هېواد پاکستان څخه هم پېرودلي دي.
د افغانستان د سوداگرۍ وزارت وايي له يو شمېر نورو هېوادونو سره يې هم د غنمو د پلور خبرې کړې دي .
ښاغلي فرهنگ په دې اړه څه ونه ويل چې هېواد يې اوسمهال څومره غنمو ته اړتيا لري، خو نژدې څلور مياشتې وړاندې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د خوراک نړيوال سازمان ويلي وو، چې له بې وزله کورنيو سره د اړينو مرستو لپاره شاوخوا ٦٠ زره ټنه خوراکي توکو ته اړتيا لري .