BBCPashto.com

14:03 گرينويچ 2008 ,27 اگست

بي بي سي نوې پښتو خپرونه پيلوي

د پنجشنبې په ورځ ( د اگست ٢٨ مه ) به د بي بي سي نړيواله څانگه د افغانستان جنوبي او ختيځو سيمو کې اوريدونکو ته د خبرونو او روانو چارو ځانگړى پروگرام پيلوي .

د بي بي سي پښتو څانگې له خوا به ، ستاسو نړۍ ، خپرونه هره ورځ د افغانستان پر وخت د ماخوستن په نهه بجې او د پاکستان پر وخت د ماخوستن په نهه بجې او ديرش دقيقې د نيم ساعت لپاره خبرونه او شنننې د افغانستان جنوبي او ختيځو ولايتونو او همدا راز له پاکستان سره د پولې دواړو غاړو پښتو ژبو ته وړاندې کوي .

ستاسو نړۍ له سياست او اقتصاده رانيولې تر روغتيا او لوبو پورې په بيلا بيلو مسايلو راڅرخي . اوريدونکو ته به هم د تيلې فون له لارې پر هغو مهمو مسايلو د څه ويلو موقعې وي چې د دوى پر ژوند اغيز کوي .

د بي بي سي د فارسي او پښتو څانگې مشر اندريس الويس وايي :

(( بي بي سي د افغانستان لپاره له څو لسيزو راهيسته خپرونې کوي . له هرو درو بالغو افغانانو څخه هره اوونۍ دوه کسه بي بي سي اوري . څيړنې ښيي چې په نړيوالو رسنيو کې افغانانو تر ټولو ډير پر بي بي سي باور کوي او ډيره يې اوري . ))

(( موږ خوښ يوو چې د سيمې په باب له خپلو تجربو او مهارتونو څخه په گتې اخيستو د افغانستان سويلي سيمو ته نوې ځانگړې ورځنۍ خپرونه پيلوو . باوري يم چې زموږ اوريدونکي به د بي بي سي د ناپېيلي ژورناليزم او د هر اړخيز ژورناليستيک کار څخه گټه واخلي . ))

بي بي سي په افغانستان کې

بي بي سي د افغانستان لپاره په پښتو ، دري او ازبکي ژبو خپرونې لري .

د خبرونو او روانو چارو نوې خپرونه ستاسو نړۍ به د افغانستان په ١١ لويو او وړو ښارونو کې د ايف ايم په څپو اوريدل کيږي .

په کابل کې پر ٨٩ ، کندهار ٩٠ ، لښکرگاه ٨٩.٢ ، جلال اباد ٨٩ ، گرديز ٨٧.٩ ، خوست ٩٠.١ ، کنړ ٨٧.٥ ، هرات ٨٩.٢ ، باميان ٨٩ او جبل السراج کې پر ٩٢.٢ ميگاهراتسه موندلى شئ .

دا خپرونه په لنډو څپو ٦١٠٠ ، ٧٢٩٥ او ٩٩١٣ هم ترلاسه کولى شئ .

بي بي سي د خبرونو او روانو چارو له خپرونو سره څنگته چې اوريدونکي د افغانستان ، سيمې او نړۍ له وروستيو پرمختياو خبروي ، داسې بحثونه او د اوريدونکو په غږونو سمبال پر سيمه ييزو او افغان کورنيو مسايلو داسې پروگرامونه هم وړاندې کوي چې فکر پارونکي به وي . د ستاسو غږ په څير خپرونې چې اوريدونکي ورته ټيلې فون کوي په پرله پسې ډول هغه کسان د بي بي سي د کابل دفتر ته وربولي چې خبر جوړونکي دي .

په افغانستان کې خپلو اوريدونکو ته بي بي سي هغه پروگرامونه هم وړاندې کوي چې د بي بي سي د نړيوالې خيريه ادارې يا د بي بي سي د ټرسټ له خوا توليديږي . په دغو پروگرامونو کې گڼې هغه خپرونې هم راځي چې د بي بي سي تعليمي پروژه يې وړاندې کوي ، د ښځې او نننۍ نړۍ او د نوي کور نوي ژوند مشهوره ډرامه هم پکې شامله ده . د افغانستان په لرو بر کې هره ورځ په ميليونونو وگړي د بي
بي سي راډيويي خپرونې اوري او د
bbcpersian.com/Afghanistan اوbbcpashto.com
وېبپاڼو له لارې ترلاسه کوي . د بي بي سي د نړيوالې څانگې خيريه ادارې يا د ټرست په باب نور معلومات د دغې وېبپاڼې له لارې ترلاسه کولى شئ :
bbcworldservicetrust.org