BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 15:38 گرينويچ 2009 ,23 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
ستاسو پوښتنې او د چارواکو ځوابونه
 
ستاسو پوښتنه د چارواکو ځواب
خپل ځينې رالېږلي برېښناليکونه د دې پاڼې په وروستۍ برخه کې لوستلى شئ.
خپل وروستي پيغامونه لاندې ولولئ

د ستاسو نړۍ خپرونه د اوونۍ پنځه ورځې د پوښتنو او ځوابونو لړۍ وړاندې کوي .

په دې برخه کې د اوريدونکو يوه پوښتنه يوۀ لوړ پوړي چارواکي ته اېښودل کېږي .

لوړ پوړى چارواکى به ستاسو د پوښتنې ځواب وايي .

که چېرې تاسو پوښتنه لرئ په خپل غږ کې مو پوښتنه په دې شمېره ثبت کړئ :

٠٠٤٤٢٠٧٥٥٧٠٥٤٤

که چېرې په ليکلې بڼه غواړئ چې په بېلابېلو مسايلو خپل نظر وړاندې کړئ نو کيڼ لاسته له درکړل شوي چوکاټ څخه په کار اخيستلو په پښتو يا انگريزي ژبه برېښناليک راته وليکئ .

يا يې هم په دې پته راته وليکئ :pashto@bbc.co.uk

ستاسو برېښناليکونه به د ستاسو نړۍ په خپرونه کې د اوونۍ پنځه ورځې خپروو .

ستاسو نړۍ له سياست او اقتصاده رانيولې تر روغتيا او لوبو پورې په بېلابېلو مسايلو راڅرخي . اورېدونکو ته به هم د تيلې فون له لارې پر هغو مهمو مسايلو د څه ويلو موقع وي چې د دوى پر ژوند اغېز کوي .

د خبرونو او روانو چارو نوې خپرونه ستاسو نړۍ به د افغانستان په ١١ لويو او وړو ښارونو کې د ايف ايم په څپو اورېدل کېږي .

په کابل کې پر ٨٩ ، کندهار ٩٠ ، لښکرگاه ٨٩.٢ ، جلال اباد ٨٩ ، گرديز ٨٧.٩ ، خوست ٩٠.١ ، کنړ ٨٧.٥ ، هرات ٨٩.٢ ، باميان ٨٩ او جبل السراج کې پر ٩٢.٢ ميگاهراتسه موندلى شئ .

دا خپرونه په لنډو څپو ٦١٠٠ ، ٧٢٩٥ او ٩٩١٣ هم ترلاسه کولى شئ .

ستاسو نوي برېښناليکونه

نعمت الله حميدي له کندهار نه:

بي بي سي راډيوپه کندهار کی دشپې له خوا کله چی دنوي کورنوي ډرامه شروع شي نوسم دستی قطع شي، که چيری دغه مشکل حل کړئ ښه به وي .

محمد صابر له کابل نه:
په تېرو دېرشو کلو د افغانستان ټول واکمن يو ډول و، يوازې کاليو يې سره توپير درلود.

فضل رحمان زرغوني، د پکتيکا له ښرنې نه:
زماپه فکر په جنوبي ولايتونو کی به داټولټاکنې ونه شي ځکه چې د پکتيکا په مرکزکې بی امنيتي اوج ته رسيدلې ده او پوښتنه مې له تاسونه داده چې ايا له دغې لارې له چاروکو نه پوښتنه هم کولای شو او کنه ؟ اودلته په پکتيکاکې ستاسو څپې له موږنه ورکې شوي دي، څه وکړو چی بيا يې پيدا کړو.

ډاکټر احمد گل اقبال له فراه نه:
که د انتخاباتو له پاره یوه مستقله ویبپانه جوړه کړئ چې په کې د مهمو کاندیدانو د تگلارو ترڅنگ، د انتخاباتو اړوند خبرونه هم خپاره شي.

ممتاز بهير له کابل نه:
له جنگسالارانو سره به د حساب او کتاب ورځ کله راځي؟

ثمين الله ازره وال له لوگر نه:
افغانانو ټول عمر په هجرت او دربدرۍ کې تېر کړى دى، څنگه کولى شي چې خپل ولسمشر وټاکي؟

محمد شريف شريفي، د هلمند له لښکرگاه نه:
له محترم حامدکرزي څخه هيله کوم چه په هلمند ولايت کې ميشت ناټو، برتانوي ځواکونه اوافغان ملي اردوته د مختلفونا ارامه ولسواليو دامنيت په هکله هدايت وکړي ، چې وگړي بېرته اصلي سيمو ته د ستنېدو جوگه شي.

عبدالشکور وطنوال له جلال آباد نه وايي چې په افغانستان کې د امنيت راتگ د ډيورنډ کرښې د لانجې له غوڅېدو سره تړلى دى.

عبدالواحد واحدي د پاکستان له کراچۍ نه زموږ د همکارانو د عکسونو غوښتنه کړې ده.

غلام فاورق کاکړ له دوبۍ نه ليکي چې د افغانستان لومړنى ولسمشر سردار محمد داود يو زړور او رېښتونى مشر و، خو بريالى سياستوال نه و.

جميل احمد اڅکزى له کندهار نه هيله کوي چې د برېښنا وزير خپرونې ته راولو او ددغه ښار د برېښنا د نشتوالي موضوع ورسره وڅېړو. البته په همدې تړاو خورا ډېرو اورېدونکو په غږ کې هم خپل پيغامونه راته پرېښي دي.

نجيب پښتون له لندن نه وايي چې جنوبي افريقا ته د افغان کرکټ لوبډلې د تگ په اړه زموږ وېبپاڼې ويلي وو چې د نورو ترڅنگ به رفعت الله مومند او اصغر ستانکزى هم هلته ځي، خو د نورو وېبپاڼو په خبرونو کې دغه کسان په لوبډله کې شامل نه دي بلل شوي. اصلي حال څنگه دى. نو گرانه دومره معلومات درکولى شو چې: اصغر ستانکزى لا وختي جنوبي افريقا ته رسېدلى، خو د رفعت الله په اړه چې ټپي شوى و، لا تر اوسه وروستۍ پرېکړه نشته

حمدالله حسن زى له جلال آباد نه وړانديز کوي چې د موسيقۍ پر ځاى ښوونيز او روزنيز پروگرامونه وړاندې کړو.

هدايت الله جان نصرت له ميدانښار نه پوښتي چې ولې په دغه ښار کې د بي بي سي اېف ايم کار نه کوي.

حضرت محمد ملاخېل له کوټې نه پوښتي چې د هغو کسانود کارگومارنې لپاره کوم سيستم په کار دى چې په بهر کې يې زده کړې کړې دي؟

فضل رحمان صمين د بي بي سي مشران پوښتي چې ولې پښتو ټلوېزيون نه جوړوي او شک کوي چې گنې يوازې د فارسي دا جوړول يو سياسي اقدام دى.

محمد خان هيوادوال له کندهار نه د بي بي سي ټولې خپرونې ستايلي او نور څه نه ليکي.

آرماني پښتون له کوم ناڅرگند ځاى نه د ډيورنډ ليکې د پاکستانۍ خوا پښتنو ته خطاب کوي چې د خداى لپاره د افغانستان له کړاوه عبرت واخلئ چې د زده کړو بندېدو څومره ستونزي ورجوړې کړي او تاسې د نجونو ښوونځي مه بندوئ.

نصير احمد څپاند له ننگرهار نه په خپله ليکنه کې چې د ملي گوند د اعلاميې نوم يې ورکړى، پر غزې د اسراييلو پوځي بريد غندلى دى.

محمد ابراهيم ځدراڼ د برېښنا پر وزير نيوکې لري او وايي چې د استيضاح وړ دى.

مصطفى د هند له پونې نه ليکي چې د زده کړو په يوه بورس هلته تللى، خو نه کافي پيسې ورکول کېږي او نه يې د اوسېدو حالت سم دى.

سيلاب د سويډن له ستوکهولم نه په هندوستان کې د پښتنو په اړه د بي بي سي د خپرې شوې لړۍ د تر لاسه کولو غوښتنه کړې ده.

آرماني پښتون له کوم ناڅرگند ځاى نه ليکي چې يه پښتنو! د خداى پار دى ته ښځو ته درناوى وکړئ او حقونه يې ورکړئ.

علي خان له کابل نه د افغان کريکټ لوبډلې په اړه معلومات غوښتي چې کله آرجنتاين ته ځي او تر هغې وړاندې آيا تمرينونه کوي او که نه؟

عفيفه معروف له کابل نه بي بي سي هڅوي چې مجرمانو ته د حکومتي معافيت پر شتوالي پروگرامونه جوړ کړي او زياتوي چې د حکومت ناسمو کړنو ولس له کړاو سره مخامخ کړى دى.

عبدالله عزيز له اسلام آباد نه خپل دا باور راسره شريک کړى چې د هغه په ليکنه "اکثرآ د مسلمانانو خبرونه نه خپروو".

آرماني پښتون له ترانسپورت وزارت نه غوښتنه کړې چې په ښارونو، په تېره بيا کندهار کې د رکشاوو مخه ونيسي او ځاى يې موټري ټکسيانو ته ورکړي.

خيرالله خاکيار له افغانستان نه وايي چې اسلامي هېوداونه د اسراييلو د غندلو پر ځاى (چې غالبا" يې هدف د غزې د روان کړکېچ پر سر دى)، ولې د هغوى خلاف عملي اقدامات نه کوي.

وحيدالله الف قل پوښتي چې ترهگري يا د دوى په وينا دهشتگردي څه ته وايي، پر فلسطين د اسراييلو بريد په دغه تعريف کې راتلاى شي؟

عزت الله له کابل نه د ولسمشر حامد کرزي وروستۍ لارښوونې ته په اشارې سره چې د کابل ښار د هوا او چاپيريال د پاکوالي لارښوونه يې کړې وه، پوښتلي چې ددغه کار پلان خو به جوړ شي، خو عملي کوي به يې څوک او بل دا چې د اوبو له ککړتيا سره به څه کېږي چې خلک ورسره همدا اوس لاس – گرېوان دي.

د کاناډا له تورنتو نه هم عطاوالله رحيمي د کابل پر هوا تبصره کړې او داسې بولي چې ښاغلى کرزى ناروغه شوى دى نو ځکه يې اوس د کابل د هوا پاکوالي ته پام واړاوه.

نذير احمد افضلي له کابل نه ليکي: په داسې حال کې چې د عامې روغتیا وزرات یو شمیر شخصي روغتونه بند کړي، ځينې زورواکي بیا هم د غیر قانوني روغتونو دبیا فعالولوهڅه کوي.

هاشم حيدري د پاکستان له سرخاب نه ليکلي چې د وېش د بازار پاکوالي ته دې پام وشي، چې مسووليت يې په سيپن بولدک کې د افغان چارواکو پر غاړه دى.

نور احمد سروري له کابل نه ليکلي چې په دري او پښتو ورسره مرکې وکړو.

محب الله محب له کندهار نه افغانستان ته د نورو امريکايي عسکرو ورتگ په کلکه غندي او ورسره جوخت له واشنگټن نه غواړي چې د عسکرو پيسې د افغانستان پر بيا رغاونه ولگوي.

لطف الرحمان تسل د پاکستان له اسلام آباد نه وايي چې افغانستان ته د نورو امريکايي عسکرو استول د اسلام خلاف يوه دسيسه ده چې نتيجه به يې د افغانانو نوره مرگ ژوبله راوخېژي.

سيد علم ساند شينوارى د امريکا له ويرجنيا نه اټکل کوي چې افغانستان ته د نورو عسکرو استول به قضيه حل نشي کړى، ځکه د ده په وينا "چې قصابان ډېر شي غوا مردارېږي!"

نياز احمد اريوبزى له کابل نه ليکي چې ډېرى مؤكلين د خپلو وكيلانو وخت په کوچنيو غوښتنو ضايع کوي او وايي زما غوښتنه داده چې وکيلان دې مجبور کړى شي چې سيمو ته لويې ټولگټې پروژې واخلي.

قدرت الله نظري هم له کندهار نه د شورا په ارزونه بوخت شوى او نيو که کوي چې وکيلان دده په وينا خپل وخت په بې مانا قوانينو تېروي، د دې پر ځاى يې بايد له بهرنيو ځواکونو سره خبرې کړې واى چې ولسي تلفات کم شي .

افغان پارلمان
نياز احمد اريوبزی له کابل نه ليکي چې ډېرى مؤكلين د خپلو وكيلانو وخت په کوچنيو غوښتنو ضايع کوي او وايي زما غوښتنه داده چې وکيلان دې مجبور کړى شي چې سيمو ته لويې ټولگټې پروژې واخلي.

له کابل نه محمد صابر ولسي جرگه ستايلې چې د سوداگرۍ له وزير نه يې خپل باور بېرته واخيست، خو پوښتنه ترې کوي چې د انرژۍ له وزير سره ولې دغسې يو کار نه کېږي چې له ټولو مرستو سره سره يې يوازې کابل په برېښنا موړ نشو کړى!

خليل الله توحيد يار له پروان ولايت نه تور لگولى چې د کاپيسا په تگاب کې فرانسوي عسکر د طالبانو په نامه ولسي وگړو ته زيان اړوي او وژني يې.

آغا جان احمدي وردگ له کندهار نه وايي چې حکومت پر ښوونځيو لگښت کوي، خو مدرسو ته يې پام نه دى او ځکه ليوال زلميان يې په لټه نورو هيوادو ته ځي.

له کابل نه نور احمد چې خپل تخلص اعتمادي کاږي او په دې ډول يې نوم او تخلص په ١٣٤٠مو کلونو کې د افغانستان يوه مخکېني صدراعظم ته ورته کېږي، له موږ غوښتنه کړې چې د بي بي سي د پښتو څانگې د ټولو کارکوونکو عکسونه ورواستوو.

پخواني برېښناليکونه

عتيق الله خان د عربي متحدو اماراتو له دوبۍ نه هيله من ښکاري چې له طالبانو سره به د افغان حکومت د سولې خبرې بريالۍ شي او هېواد به يې له بدمرغيو وژ غورل شي.

سيد محمد غزنوي د پاکستان له کراچۍ نه غوښتنه کوي چې د تصوف په اړه خپاره شوي مطالب او د مولانا جلال الدين پر ژوندانه چمتو کړي پروگرامونه د کتابونو په بڼه خپاره کړو.

صبور پکتيکاوال د سعودي له رياض نه پوښتي چې د نړيوالو هغه مرسته شوي ميلياردونه څه شول او پر خداى لوړه کوي چې که ددغو پيسو مسوول دى واى نو له افغانستان نه به يې لندن يا واشنگټن جوړ کړى واى!

احمد الله خيرخواه د بلوچستان له کوټې وايي چې خپل هېواد ته د کډوالو د نه ستنېدو اصلي علتونه نا امني او د گټې - وټې د امکاناتو لږوالى دى. دى وړانديز کوي چې خلک دې د ملگرو ملتو د کډوالو ټولنې – يو اېن اېچ سي ار او حکومتونو مرستې ته لاس تر زنې نه کيني او پخپله دې هڅه وکړي چې په پښو ودرېږي.

له جوړجاړي پرته بله د حل لاره نشته
 د تجربې پر بنسټ دې نتيجې ته رسېدلى چې له طالبانو سره له جوړ جاړي پرته د حل بله لار نشته.
 
محمد صابر، له کابل نه

عبدالله عزيز د پاکستان له اسلام آباد نه پوښتنه کړې چې که افغانستان سره وويشل شي نوڅه به وشي؟

محمد ايمل فدايي له کابل نه په فارسي ژبه برېښناليک کې دده په وينا د افغانستان ټول مسلمان مشران هڅولي چې لاسونه سره ورکړي او خپل هېواد له بدمرغيو وژغوري.

سيد مطهر صميم چې د هند په بنگلور کې ژورناليزم لولي، ليکي چې که افغان حکومت له طالبانو سره په جرگې جوړولو بريالي شي نو د هيواد د امنيت لپاره به يو لوى گام وي، ځکه چې دده په وينا شخړې هېڅکله هم په جگړو نه دي حل شوي.

حميدالله واعظي له کابل نه د حامد کرزي حکومت هڅولى چې له طالبانو سره روغه جوړه وکړي.

محمد صابر له کابل نه وايي چې د تجربې پر بنسټ دې نتيجې ته رسېدلى چې له طالبانو سره له جوړ جاړي پرته د حل بله لار نشته .

گل رحيم حقمل د وردگو له چک نه ليکي تر هغو چې امريکاييان ځينې طالبان ښه بولي او نورو ته بد وايي ، له هغوى سره به هېڅ ډول خبرې نتيجه ورنه کړي.

حکمت الله خيبر له ننگرهار نه ليکي چې په اوسني وخت کې له طالبانو نه هغه ملېشې ډېرې هيواد ته خطرناکې دي چې هم په حکومت کې ونډه لري او هم دده په وينا جنايتونه کوي. دى ليکي چې ولې امريکا د دوى د شنډولو او محاکمه کولو لپاره څه نه کوي.

اسدالله کاموي له کابل نه ولسمشر حامد کرزى پوښتلى چې ولې د بېوزلۍ د کمولو لپاره کوم ټاکلى او کوټلى اقدام نه کوي.

محمد شيرين خان کريمي له کندهار نه په ډېره روانه انگريزي ليکي چې اتلس کلن ځوان دى، په پښتو، دري، انگريزي، عربي، اردو او براهوي ژبو غږېدلى شي، کمپيوټر يې زده دى، خو په ژوند کې يوه ورځ هم ښوونځي ته نه دى تللى. وايي زما تجربه نورو ځوانانو ته ورسوئ چې د جگړو پر ځاى خپل هيواد ته يو مثبت کار وکړي.

احمد شاه له کابل نه کوم ناڅرگند عمل غندلى او وايي چې په دې سره افغانستان په نړۍ کې وحشي معرفي شو. ښايي چې هدف يې په هلمند کې د يوه سړي د ړندولو پېښې ته اشاره وي چې په دې وروستيو کې يې کوم چا دواړه سترگې په چړې ړندې کړې وې.

حفيظ نوري له غزني نه وايي چې ځينې حکومتي چارواکي د پوښتنو د ځوابولو پر مهال داسې څه وايي چې فکر کوي دا نور خلک نه سترگې لري، نه غوږونه او نه عقل.

خالد منگل له کابل نه د يوې ناروغۍ درملنه پوښتلې چې دى يې نوم ملاتيزم يادوي چې ښايي هدف يې روماتيزم وي.

کريم الله حميد له پېښور نه ليکي چې ولې افغان حکومت سړي تښتوونکو ته سزا نه ورکوي چې دده وينا يې شمېر ډېر شوى او هره ورځ تښتونې کوي.

سورگل پښتون چې ښايي له برتانيې نه يې برېښناليک راستولى دى، کابل ته مشوره ورکوي چې د خلکو روغتيا ته ډېر پام وکړي او په هر ولايت کې يو ستر روغتون ودان کړي.

محمد رووف ظاهر له خوست نه د سولې او جگړې او مشرکانو.... ځمکې او آسمانونو په اړه د يوه قرآني آيت ژباړه راستولې چې ليکنه يې له بده مرغه سمه ونه ولوستل شوه.

نور احمد سروري له کابل نه غوښتنه کړې چې هره پنجشنبه ورته زنگ ووهو او نظر يې وپوښتو، ځکه چې وايي دى له هغه مهال نه د بي بي سي اورېدونکى دى، کله چې داود خان کودتا وکړه او سلطنتي نظام يې په جمهوريت واړاوه.

حکيم کټوازى له سعودي له رياض نه په افغانستان کې د جنايتونو پر ډېرېدو او د مجرمانو په نه مجازات کولو تم شوى او ليکي: که چېرې په جنايت کولو کې د نوبل جايزه ټاکل شوې واى نو هرو مرو افغان مجرمانو گټلې واى.

محمد خان حسين خېل له خوست نه خپله يوه تجربه له اورېدونکو سره شريکه کړې چې وايي بادام او شيدې که د شپې وخوړل شي نو ډېره فايده لري. {خو فکر کوم ښه به دا وي چې په دې اړه يو کارپوه يا ډاکټر خپل نظر ووايي چې رېښتيا دا دوه څېزه څومره گټور دي او د څه شي لپاره گټور دي}.

محمد حميد له کابل نه ليکي چې پنځلس کاله کېږي بي بي سي اوري، خو په لومړي ځل راته ليک راستوي .... ځکه چې په خپله وينا مو د لوړې کچې د ژورناليزم په لرلو وستايي.

محمد انور نورزاد له هلمند نه زموږ د وژل شوي خبريال عبدالصمد روحاني کار وياړلى بللى او ليکي چې هغه که څه هم دده ملگرى نه و، خو ده او ټولو هلمنديانو ته گران وو.

پيام مومند له پېښور نه ليکي چې غواړم افغانستان د حامد کرزي په لاس داسې جوړ شي چې دوبۍ، امريکا او پاکستان ټول ورته حيران شي او افغانان ورته له نورو هيوادو نه راستانه شي.

عبدالولي وارث د پاکستان له هريپور نه غوښتنه کړې چې office 2003 او وينډوز ايکس پي په پښتو ژبه ور واستوو.

زبير ناصر له کويټ نه وايي چې لومړى ځل يې تماس نيولى او موږ ته ښې هيلې وړاندې کوي.

اجمل غزنوي د سعودي عرب له دمام نه ليکي چې امريکاييان له افغانستان نه ووځي نو په هماغه ورځ به امن راشي .

حکيم کټوازى له سعودي عرب نه ر افغانستان د کړکيچ ر ارامې علتونه څيړلي چې يو يې مخکنيو جنايتکارانو ته د سزا نه ورکول بولي .

علي احمد هيوادپال له کوټې نه ليکي چې خپرونه مو ډيره ښه ده او هيله ده چې د پاکستان د اختر معلومات راته خپاره کړئ

سهراب سهار له جلال اباد نه گيله کوي چې تل هڅه کوي له موږ سره تماس ونيسي خو بريالى کيږي نه .

جاوېد حکمتيار د پېښور له شمشتو نه پوښتنه کوي چې د کابل چارواکو ولې دده په وينا دټول اسلامي امت د نامتو مجاهد او د اسلامي حزب د امير مجاهد ورور الشيخ انجنير حکمتيار حَـفِـظَـهُ الله ددې غوښتنې ځواب ور نه کړ چې د بهرنيانو د وتلو په صورت کې خبرو ته چمتو دى.

ثواب څمکنى د فنلنډ له تورکو نه د کوچني انتقاد په نامه يوه هيله کوي چې که له خپلې وېب پاڼې نه د احمد ظاهر يو عکس لېرې کړو.

سورگل پښتون له لندن نه په کندهار کې د پوليس افسرې- ملالۍ کاکړ وژنه غندلي، وژونکي يې د افغانستان د راتلونکې غليمان بللي او وايي چې د افغانستان د مېرمنو کلک ملاتړ کوي.

او گڼو نورو مينه والو.... بي بي سي او اورېدونکو ته د اختر مبارکۍ راستولي چې د ځينو نومونه يې دادي: سردار احمدزى د ناروې له اوسلو نه، حکيم الله گيانوال د عربي متحدو اماراتو له دوبۍ نه، رفيع الله تڼيوال د آسټراليا له ملبورن نه، معراج الدين زهير له کابل نه، کمال واحدي د امريکا له کاليفورنيا نه، زاهد اسلام د سعودي عربستان له رياض نه، خان آغا وزيرى له جلال آباد نه، هېواد شينوراى له لندن نه، باز محمد منگل له کابل نه او سمسور مندوزى له خوست نه.

د بي بي سي د فارسي او پښتو څانگې مشر اندريس الويس وايي :

'' بي بي سي د افغانستان لپاره له څو لسيزو راهيسته خپرونې کوي . له هرو درو بالغو افغانانو څخه هره اوونۍ دوه کسه بي بي سي اوري . څېړنې ښيي چې په نړيوالو رسنيو کې افغانانو تر ټولو ډېر پر بي بي سي باور کوي او ډېره يې اوري . ''

کرامت خان خپلواک له خوست نه ليکي چې د پانگونې او رغونې بهير ته په پام سره، په خوست کې د برېښنا سخت کمى دى. حکومت په دې برخه کې خپله کړې ژمنه نه ده پوره کړې او د اوبو او انرژۍ له وزير نه پوښتي چې ولې؟

خالد سيدي له کابل نه زموږ د همکار عبدالصمد روحاني پر وژنه تبصره کړې، هغه يې رېښتونى خبريال بللى او وژونکي يې د افغانستان د غليمانو په توگه غندلي دي.

يوه اورېدونکي د هلمند له لښکرگاه نه هيله کړې چې نوم يې وانخلو خو نظر يې خپور کړو او هغه دا چې وايي طالبانو د نادعلي د زرغون کلي او لوى باغ ښوونځي په داسې حال کې ونړول چې افغان او ايتلافي الوتکو يې پر سر الوتنې کولې.

محمد خالد فراهي له لندن نه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پوښتلى چې په پاکستان کې د خپل تښتول شوي ډېپلمات د پرېښودو لپاره څه پلانونه لري؟

خاطره ضيا له کابل نه ليکي زه د بی بی سی له ډیرو پخوانيو اورېدونکو څخه يم چې آن د چين د تيانيمين واقعات مې له نژدي څخه له بی بی سی اورېدل او څارل. خو دامې لومړی ليک دی چی تاسو ته يې لېږم، خداى دې وکړی چې وخت ورکړئ. دغه راز هيله کوي چې کله زنگ ور ووهو او په ځينو مسايلو يې نظر واورو.

عبدالواسع سحر له کوټې نه وايي چې موږ په افغانستان کې امريکايي وسلې نه غواړو.

زمري له جرمني نه ستاسو نړۍ پروگرام ستايي، د ښه والي لپاره يې وړانديزونه کوي او د بېلې وېبپاڼې غوښتنه ورته کوي چې ټول مطالب يې په کې راشي.

فريادي له کابل نه ليکي چې په کابل کې هسې تش په نامه حکومت دى. حکومت خو هغه وي چې خپل ولس ته کارپیداکړی او له درده يې خبر شی اوکه دا ولس نه وی، نوحکومت هم شتۀ کېداى نشي.

انجنير شريف،حاجي فيروز دفتانى او عبدالبصير د کندهار له سپين بولدک نه د راروان اختر تر مبارکۍ وروسته پوښتي چې دوى له سپين بولدک نه د يوه سړک په غزولو بوخت دي، خو په تېره مياشت کې دوه ځله د دوى ماشينو ته بمونه ايښودل شوي چې دوه ملگري يې په کې وژل شوي دي. دوى پوښتنه کوي آيا موږ گناه کوو چې سړک جوړوو او که گناه نه ده نو ولې مو د وطن آبادۍ ته نه پرېږدي؟

هدايت الله اورياخېل د اوکرايين له رستوف نه ليکي چې دده په گډون هلته دوه سوه افغان زده کوونکي له سخت اقتصادي کړاو سره مخامخ دي. ځکه چې حکومت يې د مياشتې سل ډالره ورکوي او په دې گرانۍ کې په دغو پيسو هېڅ نه کېږي. وايي ډېرو لوستونه پرېښودل او بېرته خپل هيواد ته ستانه شول چې دا لوړو زده کړو ته يو لوى زيان دى. هيله کوي چې غږ يې چارواکو ته ورسوو.

شهزاده عاصم له غزني نه وايي چې ولې ددغه ولايت د مقر حال نړيوالو ته نه رسوو چې دده په وينا په کې هره ورځ بدې پېښې کېږي او خلک په کې بې عزته کېږي.

بلال احمد له کابل نه غوښتنه کړې چې د ايټاليا د مشهور اوپرا سندرغاړي لوچيانو پاوروتي له خوا د استاد اولمير د پښتو سندرې "دا زموږ زېبا وطن" د نوى کمپوز هغه سندره چې په ٢٠٠١ کال کې يې له افغان کوچنيانو سره يو ځاى ويلې وه، ورواستوو.

محمد خان حسين خيل له خوست نه د خپل قوم – حسين خېلو په اړه معلومات غواړي.

شهريار خان کاکړ له کندهار نه د کريکټ فدراسيون مشرتابه ته د نوې ټاکنې په رڼا کې د دغې لوبې د لا غوړېدو هيله من شوى دى.

انجنير زلمي احمد زي په خپله وينا.... د هلمند له ناکرار ولايت نه خپل برېښنا ليک د روژې مياشتې ارزښت او سپېڅلتيا ته ځانگړى کړى خو زموږ لپاره نور څه نه لري.

نور احمد د بلوچستان له کوټې نه ليکي چې زموږ خپرونې اوري او خوښېږي يې.

محبوب الله محبوب له کابل نه زموږ د کوم همکار د يوې تېروتنې يادونه کوي چې مننه ورته وايو.

حسرت له خوست نه افغان چارواکي پوښتي چې د عامو وگړو د وژنې دا لوبه به تر کومه روانه وي؟

د افغانستان له شمالي نه حقمل جويباري يو اوږد ايميل راستولى چې په کې د خپلې سيمې د زده کوونکو ستونزې يادوي. دى د ساري په توگه ليکي:

دکابل ولايت دکلکان ولسوالۍ په جويبار کلي کې له تېرو څوکلونو راپدېخوا يو ښوونځى جوړ شوى ، پداسې حال کې چې ددغه کلي خلک عموماپښتانه دي خو ددې ښوونځي تعلیمي نصاب په دري ژبه دی چې زده کونکي پرې نه پوهېږي.

د ښوونځي ښوونکو پدې هکله ډېرې هلې ځلې وکړې خو بريالي نه شول چې زده کوونکو ته په پښتو ژبه د ليک لوست زمينه برابره کړي.

وحيدالله نيازى د ايټاليا له روم نه له افغان مشرانو گيله کوي چې دده په وينا ولې خپل هيواد په کراره نه پرېږدي او حيران دى چې نور کوم ځاى ته ورسېدل خو افغان ځوانان په پرديو ملکونو کې مزودري کوي.

نجات يما له کونړ نه پوښتي چې ناټو ځواکونه د ترهگرۍ خلاف مبارزې ته راغلي که د پښتنو د ځپلو لپاره!

سورگل پښتون له لندن نه دوه وړانديزونه لري: لومړى ښه ده ددې پرځاى چې ووايو "دا لندن دى" ، ووياو چې "دا بي بي سي ده" ، ځکه چې خلک راډيو پېژني او غواړي يې. بل نظر يې د لهجو د يو کولو په اړه دى چې ځينې ښه وايي او ځينې شه.

محمد ماموند چې د هند په پونه کې اقتصاد لولي وايي چې د دوبي د رخصتيو پر مهال په کونړ کې خپل پلرني کلي ته تللى و چې د رسېدو په ورځ يې ١٧ کليوال په بېلابېلو چاودنو کې ووژل شول. دى دغه راز په افغانستان کې د نورو پېښو او اقتصادي ستونزو حال هم راکوي چې زموږ په خپرونو کې وخت ناوخته يادې شوې دي.

وحيد الله مهجور مندوزى د هند له گوآ نه د مور او پلار په خوښه ودونه سم نه بولي چې وايي د افغانستان په ډېرېو سيمو کې رواج لري او ټولنيزې ستونزې زېږوي. دوى پوښتي چې آيا امکان لري ځوانان په خپله خوښه ودونو ته پرېښودل شي؟

محمد اسحاق توريال له لندن نه د پښتو پاڼې د مطالبو پر زړوالي نيوکه لري او وايي ستاسې لپاره د شرم ځاى دى چې په ٤٨ ساعتو کې مو ورته يو نوى ټکى هم نه دى پورته کړى.

شفيق همدرد چې وايي له خوست نه تللى او د امريکا په فلوريدا کې طب لولي غوښتنه کوي چې د پروژو تړونونه دې د بهرنيانو پر ځاى چې پيسې بېرته راوباسي، افغان ولس ته ورکړ شي.

صاحب خان له زابل نه د بهرنيانو د ايستلو وړانديز کوي چې وايي په دې سره امکان شته چې افغانان په خپل منځ کې جوړ شي او امنيت راشي.

يو اورېدونکى چې خپل نوم او ځاى نه ښيي ليکي چې څه فايده چې تاسې ته څه وليکو، هسې يې هم نه خپروئ.

امين الله اسحق زى له مزارشريف نه ليکي چې په ښار کې يې د وارداتي اوړو بيه خورا ختلې، ځکه چې د دوى په وينا ازبکستان دا دوه مياشتېې کېږي چې پر خپله خاوره له قزاقستان، اوکرايين او روسيې نه وارد شوي اوړه نه پرېږدي او له چارواکو غواړي چې ازبکستان د خپلې دغې پرېکړې اړولوته وهڅوي.

خيرالله خاکيار له ننگرهار نه وايي زه دافغانستان له چارواکونه داپوښتنه کوم چي دوى ولې نه شي کولي دعاموخلکودوژنې مخنيوي وکړي؟

احمد ضيا انقلابي له خاص ارزگان نه رسنۍ او خبريالان پوښتي چې ولې دده په وينا د افغانانو پر عامې وژنې سترگې پټوي.

اکبر افريدى له امريکا نه ليکي چې د بي بي سي په پښتو پاڼه کې ډېرې تېروتنې دي او بايد څوک ورته پيدا کړو چې سمې يې کړي.

عرفان داود زى هم له هند نه د پښتو وېبپاڼې په تړاو پوښتنه لري او وايي چې سمه نه لوستل کېږي، يعنې ټکي يې سم نه برېښي، چې ولې؟

اسلـم امـيد له خوست نه زموږ د ډاکټر لپاره يوه ارواحي پوښتنه لري چې څنگه کېداى شي چې کوچنيان زړور شي او ښه لوستونه وکړي.

سليمان احمدزى له لوگر نه په دې نوي پيل خوښي څرگندوي او وړانديز کوي چې که د نورو پروگرامونو ترڅنگ د پاموړ سيمو (يعنې د افغانستان د جنوب او ختيځ) تاريخي معلوماتو ته هم په خپرونه کې ځاى ورکړئ نو ښه به وي.

اجمل خان له فنلنډ نه وايي چې د ايډز په څېر ناروغيو په اړه معولمات په روغتيايي برخه کې راولئ چې په افغانستان کې هم اوس په څرگندېدو دي.

گل مت خان ځدراڼ له سويس نه وايي چې د ډيورنډ کرښې په دواړو خواوو کې د وروسته پاتې والي عوامل او د حل لارې يې وڅېړئ.

له خوست نه حکمت تنها وايي چې په خپرونه کې د نژادي توپير خلاف مطالب ځاى کړئ.

ډاکټر فضل الهي رحماني له کندهار نه خپرونه ستايي خو وايي که نيم ساعت يې ناوخته کړئ چې زموږ لمونځ خلاص شي ځکه چې نهه بجې زموږ د جماعت وخت دى.

محمد افضل سر روضه وال له کابل نه وايي چې پښتانه په جلا جلا لهجو خبرې کوي، که تاسې يې د رانژدې کولو په برخه کې مرسته وکړئ چې پوهول يې آسان شي.

د اسلامي قوانينو نه رعايت له غزني نه د حفيظ نوري په باور د اوسني افغانستان د ناکامۍ اصلي دليل دى او پوښتنه کوي چې آيا موږ به په نوې خپرونه کې دې موضوع ته ځاى ورکړو که نه؟

عطاوالله رحيمي د کاناډا له تورنتو نه ليکي چې څه فکر کوئ د ناټو سرتېري افغانستان جوړوي که ورانوي يې. او بېرته خپل ځواب پخپله وايي چې: نه يې جوړوي.

فهيم الله حيات له لندن نه گيله کوي چې ولې په خوست کې د افغان کرکټ لوبغاړي پر وژنې چوپه خوله ياست او له هغوى نه چې د سر سر کسان وژني پوښتنه نه کوئ.

زيارت گل د هند له پونې نه وايي: ښه به وي که په دې پروگرام کې پر روانو چارو ډېر بحث وشي، په تېره بيا پر امنيت او د خوراکي توکيو پر لوړېدو.

مولانا فضل الله تعليم يار له خوست نه وايي: بايد افغانانو ته له غلامۍ نه د خلاصون او ملي حکومت پروگرامونه تشريح شي او کفارو ته وويل شي چې خپل ملک ته ولاړ شي.

عبدالغفور له پېښور نه ليکي چې د کمپيوټر پوهې ته په خپرونو کې ډېرځاى ورکړي.

سعيدالرحمان شاکر د کابل له نوي ښار نه دې خپرونې ته د بري غوښتنه کړې ده.

 
 
نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
 
  
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت