BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:49 گرينويچ 2008 ,28 اگست
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
سفما: په لويديځه حوزه کې خبريالان گواښل کېږي
 

 
 
ژورنالېزم
د سفما د شمېرو له مخې په ٢٠٠٧ کال کې پنځه افغان خبريالان وژل شوي او ٦٠ نور وهل ټکول شوي دي .
د سوېلي اسيا د ازادو رسنو ټولنې (سفما) په يوه غونډه کې د افغانستان په سوېل لوېديځه حوزه کې د خبريالانو ژوند له گواښ سره مخامخ وبالۀ .

د سفما دغه غونډه نن چارشنبه ( د اگست ٢٨) د کندهار په ولايت کې جوړه شوې، نيوکه لرله چې د خبرونو پرمهال د ډېرى پېښو پخلى د دولتي چارواکو له خوا نه کېږي .

د سفما د سوېل لوېديځې حوزې مشر فضل الرحمن په دغه خبري غونډه کې له افغان چارواکو غوښتنه وکړه، چې د خبرونو پر وخت دې د پېښو پخلى وکړي .

نوموړي زياته کړه چې نړيوال ځواکونه هم د خبرونو پروخت د پېښو پخلى نه کوي، چې د سوېلي لوېديځې حوزې خبريالان له ستر گواښ سره مخامخ دي .

افغان ژورنالېستانو د ژورنالېستانو د دفاع له نړيوالو کمېسيونونو نه وغوښتل، څو افغان چارواکي وهڅوي، چې د ژورنالېستانو ژوند ته پراته خنډونه له منځه يوسي .

د ژورنالېستانو سوېل لوېديځې حوزې يو ١٥ کسيزه پلاوى هم وټاکۀ، چې د سوېلي ولايتونو له چارواکو سره خپلې ستونزې شريکې او د حل لاره يې ولټوي .

په دې وروستيو کې په پرلپسې ډول ډېرى پېښې کېږي، خو وسله وال طالبان افغان خبريالان په دې تورنوي، چې گواکې په خپلو خبرونو کې د دولت پلوي کوي .

ژورنالېزم
د افغانستان د خبريالانو ملي اتحاديې ويلي وو، تېر کال افغان خبريالان له بېلابېلو گواښونو او ستونزو سره مخامخ وو.

خو ښاغلي فضل الرحمن وويل چې خبريالان ازادې رسنۍ دي او له هېچا سره هم تړاو نه لري او بې پرې خبرونه خپروي .

د سفما د شمېرو له مخې په ٢٠٠٧ کال کې پنځه افغان خبريالان وژل شوي او ٦٠ نور وهل ټکول شوي دي .

په افغانستان کې د خبريالانو ملي اتحاديې لا له وړاندې خپله اندېښنه ښوولې وه او له دې وړاندې د سوېلي اسيا د ازادو رسنيو ټولنې ( سفما) ٢٠٠٧ کال د افغان خبريالانو لپاره خونړى کال بللى و .

د افغانستان د خبريالانو ملي اتحاديې ويلي وو، تېر کال افغان خبريالان له بېلابېلو گواښونو او ستونزو سره مخامخ وو.

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت