BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:54 گرينويچ 2008 ,28 اگست
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
په افغانستان کې دوه ايتلافي سرتېرى وژل شوى
 

 
 
ائتلافي سرتېري
د امهال زرگونه بهرني سرتېري د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو او القاعدې د ماتولو په موخه مېشت دي.
په افغانستان کې مېشتو ايتلافي ځواکونو د هېواد په سوېل او شمال کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى دى .

د بگرام له پوځي اډې نه په خپره شوې يوه اعلاميه کې راغلي چې يو سرتېرى يې د سړک غاړې يوه بم په چاودنه کې وژل شوى دى.

که څه هم په اعلاميه کې د وژل شوي سرتېري هويت نه دى په ډاگه شوى، خو د افغانستان په سوېل کې د ائتلافي ځواکونو په چوکاټ کې تر ډېره امريکايي سرتېري فعاليت کوي.

بل خوا تېره ورځ ايساف ځواکونو د کندوز ولايت د چاردرې ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د خپل يوه سرتېرې د وژل کېدو خبر ورکړى و .

دغه سرتېرى هم د سړک غاړې په بمي چاودنه کې وژل شوى .

په کندوز کې د المان د ولايتي بيارغاونې ډلې ويلي، چې يو سرتېرى يې د کندوز په هوايي ډگر کې د ايساف روغتون ته د انتقال پرمهال ومړ .

په چاودنه کې د دوو نورو سرتېرو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى .

په افغانستان کې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ملکي وگړو او طالبانو ترڅنگ، گڼ شمېر بهرني سرتېري وژل شوي، چې د ډېرو په اند په دغه هيواد کې د مخ په ډېرېدونکو بريدونو او نښتو ښکارندويي کوي.

دامهال زرگونه بهرني سرتېري د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو او القاعدې د ماتولو په موخه مېشت دي.

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت