BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:44 گرينويچ 2008 ,27 اگست
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
کابل له روسيې او اکراين نه ٨٠ زره ټن غنم پېرلي
 

 
 
غنم
له اکراين او روسيې سره د غنمو دغه تړون ميليونونه ډالره کېږي، چې افغان حکومت به يې ورکوي .
چارواکي وايي د دغو غنمو په را رسېدو سره به په افغانستان کې د غنمو شته اړتيا ته تر ډېره بريده ځواب وويل شي .

د افغانستان د سوداگرۍ وزير محمد امين فرهنگ وويل پېرودل شوي غنم به د افغانستان پر ټولو ولايتونو ووېشي .

دا په تېرو شاوخوا اوو کلونو کې له اکراين او روسيې څخه په دومره ستره کچه د غنمو د پېر لومړنى تړون دى چې د افغان حکومت او دغو هېوادونو ترمنځ کېږي .

افغان حکومت وايي ياد شوي اتيا زره ټنه پېرودل شوي غنم به شاوخوا يوه مياشت وروسته د حيرتان د بندر له لارې افغانستان ته ولېږدول شي .

د افغانستان د سوداگرۍ وزير محمد امين فرهنگ بي بي سي ته وويل د دغو غنمو په را رسېدو سره به د افغانستان په بازارونو کې د غنمو په بيو او د غنمو د شته اړتيا په برخه کې د پام وړ کموالى راشي.

له حکومتي مامورينو سره مرسته
وچه ډوډۍ
 د افغانستان د سوداگرۍ وزير وايي پېرودل شوي غنم به په اخيستل شوې بيه پر افغان مامورينو او نانوايانو باندې وپلورل شي، چې له يوې خوا د خوراکي توکو د اړتيا له اړخه له زرگونو حکومتي مامورينو سره مرسته وشي، او له بل لوري د ده په وينا په بازارونو کې د وچې ډوډۍ بيه را ټيټه شي .
 

له اکراين او روسيې سره د غنمو دغه تړون ميليونونه ډالره کېږي، چې افغان حکومت به يې ورکوي .

د دغو اتيا زره ټنه غنمو سربېره افغانستان وار د مخه ٥٠ زره ټنه نور غنم له گاونډي هېواد پاکستان څخه هم پېرودلي دي.

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت وايي له يو شمېر نورو هېوادونو سره يې هم د غنمو د پلور خبرې کړې دي .

ښاغلي فرهنگ په دې اړه څه ونه ويل چې هېواد يې اوسمهال څومره غنمو ته اړتيا لري، خو نژدې څلور مياشتې وړاندې په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د خوراک نړيوال سازمان ويلي وو، چې له بې وزله کورنيو سره د اړينو مرستو لپاره شاوخوا ٦٠ زره ټنه خوراکي توکو ته اړتيا لري .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت