BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:07 گرينويچ 2008 ,27 اگست
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
څلور پوليس او ' لسگونه مخالفين' وژل شوي
 

 
 
د پکتيکا نقشه
د پکتيکا والي وايي دغه وسله وال يې تېره شپه وژلي، خو طالبان بيا د شاوخو شلو بهرنيو او افغان سرتېرو د وژلو ادعا کوي.
د سوېل ختيځ پکتيکا ولايت چارواکي وايي په نښتو کې شاوخوا ' ٤٠ وسله وال ' وژل شوي دي .

د پکتيکا والي اکرم خپلواک ويلي دغه وسله وال هغه مهال ووژل شول، کله چې افغان او بهرنيو ځواکونو د دوى پټنځايونه تر بريد لاندې راوستل .

د ښاغلي خپلواک په وينا، دغه وسله وال تېره شپه وژل شوي، خو طالبان ادعا کوي چې په نښتو کې يې تر شلو ډېر بهرني او افغان سرتېري وژلي دي .

بل خوا په غزني ولايت کې چارواکي وايي په قره باغ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې څلور پوليس وژلي او موټر يې ويجاړ کړى دى .

د غزني د والي وياند سيداسماعيل جهانگير وايي دغه چادونه تېر ماښام شوې ده .
خو وسله والو طالبانو بيا د پنځو پوليسو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

همدارنه د قره باغ ولسوالۍ په ' کړي ' سيمه کې افغان ملي اردو او ايتلافي ځواکونو په گډو پوځي عملياتو کې د ١٢ وسله والو د نيولو ادعا کړې ده .

دوى وايي چې په نيول شويو کې د ملا اسماعيل او ملا جانان په نومونو دوه طالب قومندانان هم شامل دي .

بل خوا د هلمند امنيه قومندان حسين انډيوال وايي د افغان او بهرنيو ځواکونو په گډو عملياتو کې ١٨ وسله وال مخالفين وژل شوي دي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت