|
' افغانستان ته١٠٠٠مېگاواټه برېښنا لېږدوو'
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان چارواکي وايي اوس يوازې له حيرتانه تر ازبکستان پورې د څه د پاسه ٤٠ کيلومترو په اوږدو کې د برېښنا د پايو د لگولو او مزي
د غزولو چارې پاتې دي، چې د شوي تړون له مخې به د ازبکستان له لوري ترسره شي .
د دغې پروژې په بشپړېدو به د تاجکستان، ازبکستان او قرغيزستان نه افغانستان ته نژدې ١٠٠٠ ميگاواټه برېښنا ولېږدول شي. د دغې وروستۍ پروژې په ترڅ کې به له سرخان سيمې نه ترحيرتان پورې د څه د پاسه ٤٠ کيلو مترو په اوږدو کې د برېښنا مزي وغزولې شي. په دغې پروژې نژدې ٢٠ ميليونه ډالره لگښت راځي چې پيسې يې د افغان حکومت له لوري ورکول کېږي . د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وياند سرور صديقي وايي له ازبکستان سره د شوې تړون له مخې دغه چارې به په راتلونکو ٥ مياشتو کې بشپړې شي : '' اوس په افغانستان کې د ننه له کابله تر حيرتانه پورې ٤٢٠ کيلومتره مزي د يوې هندۍ کمپنۍ له لوري غزول شوى دي . يوازې سب سټېشنونه چې د غزولو شويو مزيو په اوږدو کې ځاى پر ځاى شوى پرې کار روان دى .
تر هغه چې د ازبکستان کار پاى ته رسېږي دغه ځايونه به هم ورغول شي .'' که څه هم تر اوسه له ازبکستان سره د برېښنا د بيې او اندازې په برخه کی د افغان حکومت له لوري کوم تړون نه دى لاسليک شوى، خو چارواکي وايي په راتلونکو دوو مياشتو کې به په دې اړه له اړوندو ازبکي چارواکو سره خبرې اترې وکړي . له دغې برېښنا نه به د پلازمېنې کابل په گډون يوشمېر شمالي ولايتونه هم گټه واخلي . اوس په افغانستان کې د پلازمېنې کابل په گډون گڼ ولايتونه د برېښنا د نشتوالي له ستونزې سره مخامخ دي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
د کابل په برېښنا سمولو ٢٧ ميليونه ډالر لگيږي23 مارچ, 2008 | خبرونه
کابل کې٤گاونډيودبرېښنا تړون لاسليک کړ17 نومبر, 2007 | افغانستان
'کابل به راتلونکى کال دوامداره برېښنا ولري'22 سپتمبر, 2007 | افغانستان
افغانستان له ازبکستان سره سوداگريز تړونونه کړي22 جولاى, 2007 | افغانستان
افغان او ترکمن مشران پر گاز او برېښنا غږيږي06 جولاى, 2007 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||