BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 11:13 گرينويچ 2008 ,12 اگست
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
نوې پښتو خپرونه : ستاسو نړۍ او ستاسو نظرونه
 
بوش هاوس
د بي بي سي پښتو دا نوې نيم ساعته خپرونه به هره ورځ د افغانستان پر وخت د ماخوستن په نهه بجې پيليږي .
د ٢٠٠٨ کال د اگست د مياشتې له وروستيو ( د ١٣٨٧ لمريز کال د وږي د لومړۍ اوونۍ پاى ) څخه بي بي سي په پښتو ژبه يوه نوې نيم ساعته خپرونه پيلوي .

دا خپرونه ( ستاسو نړۍ ) نوميږي چې هره ورځ به د گرينيج پر وخت د مازديگر په څلور بجې او ديرش دقيقې ( د افغانستان پر وخت د ماخوستن نهه بجې ، د پاکستان پر وخت د ماخوستن نهه بجې او ديرش دقيقې ) پيليږي .

ستاسو نړۍ د سيمې او نړۍ له تودو خبرونو او رپوټونو سره څنگته هغو بيلا بيلو مسايلو ته ځانگړې شوې چې تر ډيره د افغانستان په جنوبي او د پاکستان په قبايلي سيمو کې پېښيږي .

ستاسو نړۍ به د سيمې د خلکو نظرونه ، وړانديزونه او پوښتنې مطرح کوي .

دا خپرونه به ځانگړې مرکې لري ، اوونيز بحثونه ، د ستاسو غږ په څير د ټيلې فون له لارې ژوندي پروگرامونه او د سيمې او کور کلي مسايل له ځايي خلکو سره په وړو بحثونو کې شنني .

د روغتيا په برخه کې به له يوۀ ډاکټر سره هغه ناروغۍ يادوي چې تاسو يې د ليکونو ، برېښناليکونو او يا ټيلې فون په مټ د درملنې لارې راڅخه غواړئ .

ستاسو نړۍ به د ښځو ستونزې ، اقتصادي مسايل او د لوبو او لوبغاړو رپوټونه او شنننې وړاندې کوي .

ستاسو نړۍ ستاسو نړۍ ده او ستاسو مسايل خپروي .

که چيرې تاسو د دې نوې خپرونې لپاره وړانديزونه لرئ يا غوښتنه لرئ چې د دې خپرونې وړاند ې کوونکي او جوړوونکي هغو مسايلو ته پام وکړي چې دلته نه دي ياد شوي ، لطفآ برېښناليک راته وليکئ .

د دې پاڼې کيڼ لاس ته په درکړل شوي چوکاټ کې خپل نظر راته په پښتو يا انگريزي ژبه ليکلى شئ .

يا هم په دې پته راته برېښنا ليک وليکئ : Pashto@bbc.co.uk

ستاسو برېښناليکونه

سميع گلاب
خوست افغانستان
ادبي مسايلو ته پام وکړئ ، له شاعرانو او ليکوالانو سره مرکې خپرې کړئ .

محمد رفيع اسحاقزى
هنگري
په اقتصادي مسايلو دير وغږيږئ .

حفيظ نوري
غزني افغانستان
پر اسلامي قوانينو بحث وکړئ .

هاشم وحدتيار
کابل افغانستان
ډير بحثونه پر ځوانانو وکړئ او ځوانان سمې لارې ته وبولئ .

نذيراحمد افضلي
کابل افغانستان
د افغانستان پر روانو حالاتو تاودۀ بحثونه وکړئ .

ايمل احمدزى
الفروانيه کويت
هيله لرم چې د دې خپرونې له لارې به خلک زده کړه وکړي .

صابر اصلزى
سويډن
هيله لرم چې دا خپرونه د تلويزيون په پرده راښکاره شي .

حاجي دوست محمد ريحان
جلال اباد افغانستان
د کرنې برخه کې بايد ډير کار وشي همدا کرنه به د افغانستان د اقتصادي ستونزو په حل کې مهمه ونډه لري .

عبدالمالک افغان
کندهار افغانستان
د تيکنالوژۍ په اړه معلومات او خبرونه خپارۀ کړئ .

شفيع الله حبيبزى
کابل افغانستان
هڅه وکړئ خلکو ته واقعيتونه روښانه کړئ .

اختر تڼى
کابل افغانستان
د افغانستان پوليسو ته پکې ځانگړى پام وکړئ .

انگار باني
هند
په ستاسو نړۍ کې پر ماشومانو ، ټلنې ، ښوونې و روزنې ، پرمختيا او نورو مسايلو باندې د جگړې اغيزې وڅيړئ او له عادي خلکو او ځانگړو مېلمنو سره پرې مرکې وکړئ .

رې ميم
اسد اباد کونړ
ښه زيرى دى او گټور کار يې بولم .

سورگل پښتون
لندن برتانيا
د ساينس ، نوې تيکنالوژۍ ، ستورمزلو ، طبعيت ، زلزلو او اورغورځوونکو غرونو په باب مسايل بايد وڅيړل شي .

عزيز الله پوپل
زابل افغانستان
په دې خپرونه کې دې هڅونکو او مثبتو مسايلو ته ډير پام وشي . له سويلي سيمو تاسو يوازې د جگړو رپوټونه ورکوئ خو دلته ښه کارونه هم کيږي .

احمد يما پتمن
کابل افغانستان
د سويلي سيمو خلک د نړۍ تر ټولو بې وزله دي ، هيله من يم چې تاسو به د دوى غږ نړيوالو ته ورسوئ .

عبدالرازق سمون
کابل افغانستان
د خلکو سيه ييز دودونه ، زوړ کلتور ، زراعت او نيالگيو ته ډير پام وکړئ .

هسک سمسور
کندهار پوهنتون افغانستان
نننۍ ستونزې دې يادې شي لکه ښوونځي ، روغتونونه او د دوى سوځول او د دغو ويجاړيو علتونه بايد د خلکو له خولې راپيدا کړئ . ولس ته بايد دا روحيه ورکړل شي چې دا د علم ، پوهې او درملنې ځايونه دي .

ضيا نور خالدزى
کابل پوهنتون
زۀ د خوست اوسيدونکى يم ، په خوست کې ډير خلک ستاسو خپرونه اوري که د دې نوې خپرونې وړاندې کوونکي داسې کسان وي چې د دوى ورسره مينه وي ، ښه به وي .

محمد اصف بهرامزوى پکتياوال
کندهار افغانستان
خوښ شوم او د نوې خپرونې مبارکي درته وايم ، بريالي اوسئ .

نور الله احمدزى
سويلي کوريا
د نوې خپرونې نظر ستايم ، دا به د سيمې د حالاتو يو تصوير راکړي . که کولى شئ د (( ځوانانو ستونزې )) يا د سيمې دواړو غاړو ته د پوهنتون له محصلينو سره خبرې ، که پرې زياتې کړئ ښه به وي . که دوى د سيمې د حالاتو په اړه نظر درکړي غوره به وي .

احمد نجيب بياباني
اوليسونډ ناروې
دا خو ډير ښه نظر دى خو خداى دې وکړي چې د عربي او انگليسي په څير پښتو تلويزيوني خپرونې هم پيل کړئ .

 
 
نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
 
  
 
ورسره تړلي نور خبرونه
د بي بي سي پښتو خپرونې
29 نومبر, 2004 | Institutional
د بي بي سي د خپرونو څپې
25 نومبر, 2004 | Institutional
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت