هدايت الله هميم له کابله
|
 |
 |
|
| څلور زره چينايي ماشومان د آويون يعنې 'المپيک لوبې' نومونه لري . |
وروسته له هغه چې چين په ٢٠٠٨ کې د المپيک لوبو کوربه هېواد وټاکل شو، په دغه هېواد کې پر شاوخوا څلو ر زره نويو چينايي ماشومانو
د (آويون) يعنې د'' المپيک لوبې'' نومونه کېښودل شول .
ټاکل شوې ده چې د ٢٠٠٨ د المپيک لوبې به په روانه اگست مياشت کې د چين په پکين کې ترسره شي .
په چين کې د مالياتو د محصول او نوم ليکنې اداره وايي په دغه اداره کې په سلو کې ٩٢ کسان د آويون نومونه لري، چې ډېرى يې نارينه
دي .
چينايان معمولآ پر خپلو نويو زيږېدليو بچيانو د لويو پېښو نومونه ږدي، د بېلگې په ډول ''چين وژغورئ'' او '' د ملت ژوند'' او ان
'' ولس او فضا ته سفر'' نومونه هم پکې دود شوي دي .
چينايانو دغه کار ته په ١٩٩٢ کال کې هغه وخت مخه کړه، کله چې دغه هېواد په ٢٠٠٢ کال کې د المپيک لوبو د تنظيمولو غوښتنه وکړه،
چې هغه مهال هم په چين کې شاوخوا ٦٨٠ ماشومان په دې نامۀ نومول شوي ول .
او په ٢٠٠٢ کال کې کله چې چين د ٢٠٠٨ کال د المپيک لوبو کوربه وټاکل شو، هغه مهال ٥٥٣ چينايانو خپلو ماشومانو ته د 'المپيک لوبو'
نومونه غوره کړي ول .
د بي بي سي چينايي برخې ويلي کله چې د چين په سي چوان کې زلزل وشوه، ډېرو چينايانو خپل زامن په ' د سي چوان هيله' ونومول، ځکه
چې په دغه زلزله کې ډېرى ماشومان ووژل شول .
|