BBCPashto.com

04:29 گرينويچ 2008 ,22 جولاى

په کابل کې ځانمرگى بريد شوى

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پوليس وايي چې ځانمرگي بريد کوونکي درې ولسي وگړي ټييان کړي دي .

دغه ځانمرگى بريد نن (سه شنبه، د زمري په لومړۍ نېټه) د سهار شاوخوا شپږ بجې د لرغوني بابر باغ ته څېرمه د گذرگاه په سيمه کې شوى دى .

د کابل امنيه قومندانۍ د جرمونو پروړاندې د مبارزې مشر جنرال عليشاه پکتياوال ويلي چې دغه بريد کوونکى بل چا په موټر کې دغې سيمې ته راوړى دى .

د ښاغلي پکتيا وال په وينا، بريد کوونکى پلې روان و او خپل هدف ته له رسېدو وړاندې يې ځان چوولى دى .

ده دا هم ويلي چې د چاودنې پرمهال په سيمه کې پوليسو او پوځيانو وجود نه درلود.

د دغه ځانمرگي بريد پړه وسله والو طالبانو پر خپله غاړه اخيستې ده .

د وسله والو طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي چې دغه بريد د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ د يوۀ اوسېدونکي عبدالحى له خوا شوى دى .

تېره ورځ هم د کاپيسا د تگاب ولسوالۍ په تعمير سيمه کې د امريکايي پوځيانو اډې ته څېرمه په يوۀ ځانمرگي بريد کې څلور ولسي وگړي ټپيان شول، خو امريکايي پوځيانو ته هېڅ زيان نه دى رسېدلى .

د دغه ځانمرگي بريد پړه وسله والو طالبانو پرغاړه واخيسته .

تر دې وړاندې د روان جولاى مياشتې پر اوومه هم په پلازمېنه کابل کې هند سفارت ته څېرمه يوه ځانمرگي بريد کوونکي شاوخوا ٢٠٠ کسانو ته مرگ ژوبله واړوله .