|
رابرټ کان: لانور افغاني پوليس دې وروزل شي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د امريکا د ګډ امنيتي انتقال قومندان مېجر جنرال رابرټ کان د سې شنبې په ورځ د امريکا په پلازمېنه واشينګټن کې
يوې خبري غونډې ته په افغانستان کې د ملي اردو او پوليسو د روزنې په باب معلومات ورکړل .
جنرال کان که څه هم د دوی د وړتيا په باب خوشبيني څرګنده کړه، خو د نورو ځواکونو پر استولو يې هم سم ټينګار وکړ . د مېجر جنرال رابرټ کان دا خبري غونډه چي د واشينګټن ډي سي څخه د نيويارک او لاس اينجلس په ښارونو کي د بهرني رسنيو د مرکز له خوا ژوندۍ خپرېده د افغانستان د ملي او اردو او پوليسو پر وړتيا او زړورتيا خپل باور څرګند کړ . ده وويل چې يوازېني وګړي چې د افغانستان امنيت ته وفادار دي همدا د ملي اردو او پوليسو افسران دي . ده په کندهار کي د سرپوزې تر پېښې وروسته د ارغنداو د جګړې برياليتوب د افغان ملي اردو سوبه وبلله او زياته يې کړه چې که دوی پر وخت مخنيوی نه وای کړی نو ارغنداب به د مخالف جنګياليو په لاس يو مخيزه کښېوتی وای . ده وويل دغه سږ کال چې د مخالفينو بريدونه زيات شوي ٦٣زره عسکرو د جګړې په ډګر کې سمه برخه اخيستې او برابر ٩٠٠٠ پوځيان د روزنې په حالت کي ول، چې د ده په خبره دا دپام وړ وړتيا ده . جنرال رابرټ کان وويل چې امريکا دنورو هېوادونو په ملګرتيا داګړۍ برابر ٧٩٠٠٠ کسانو ته لنډ مهال او اوږدمهاله روزنې ورکړې دي، خو ده ټينګار وکړ چې که موږ غواړو چي دا پوليس دقانون په حاکميت هم وروزل شي نو بايد دا دی چې روزنيز بهير يې لا چټک شي او د دې کار لپاره په افغانستان کې نورو ځواکونو ته سخته اړتيا شته . ده وويل چې دا ګړۍ دوی د امريکا په ګډون د پنځلسو نورو هېوادونو په ملګرتيا يوازې ٢٣٠٠روزونکي لري . جنرال رابرټ کان پر نورو ملګرو هيوادونو هم ږغ وکړ چې په دې ډګر کې مرستي ته راودانګي ځکه چې په دې کار کې ترټولو لويه ونډه دا ګړۍ د امريکا ده . د يوې پوښتني په ځواب کې چې څنګه د ملکي کسانو مرګ ژوبله کمېدای شي جنرال رابرټ کان وړانديز وکړ چې بهرني ځواکونه د افغانانو د دودونو سره ډېره اشنايي نه لري نو د دې کار لار هم دغه ده چې په عملياتو کې د ملي اوردو ځواکونو ته زياته برخه ورکړل شي . جنرال کان دا هم وويل چې د افغانستان د ځينو سيمو وګړي په خپله خپل امنيت ساتي چې دوی يې اربکيان بولي او زموږ ځواکونو ته هلته د ورتګ اړتيا نشته . جنرال رابرټ کان په افغانستان کې د انګرېزي، الماني، فرانسوي، ايټالوي، اسپانوي او کاناډايي ځواکونو سره په ګډه برابر يو کال کار کړی دی . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||