|
په کابل کې ځانمرگى بريد شوى
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پوليس وايي چې ځانمرگي بريد کوونکي درې ولسي وگړي ټييان کړي دي .
دغه ځانمرگى بريد نن (سه شنبه، د زمري په لومړۍ نېټه) د سهار شاوخوا شپږ بجې د لرغوني بابر باغ ته څېرمه د گذرگاه په سيمه کې شوى دى . د کابل امنيه قومندانۍ د جرمونو پروړاندې د مبارزې مشر جنرال عليشاه پکتياوال ويلي چې دغه بريد کوونکى بل چا په موټر کې دغې سيمې ته راوړى دى . د ښاغلي پکتيا وال په وينا، بريد کوونکى پلې روان و او خپل هدف ته له رسېدو وړاندې يې ځان چوولى دى . ده دا هم ويلي چې د چاودنې پرمهال په سيمه کې پوليسو او پوځيانو وجود نه درلود. د دغه ځانمرگي بريد پړه وسله والو طالبانو پر خپله غاړه اخيستې ده . د وسله والو طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي چې دغه بريد د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ د يوۀ اوسېدونکي عبدالحى له خوا شوى دى . تېره ورځ هم د کاپيسا د تگاب ولسوالۍ په تعمير سيمه کې د امريکايي پوځيانو اډې ته څېرمه په يوۀ ځانمرگي بريد کې څلور ولسي وگړي ټپيان شول، خو امريکايي پوځيانو ته هېڅ زيان نه دى رسېدلى . د دغه ځانمرگي بريد پړه وسله والو طالبانو پرغاړه واخيسته . تر دې وړاندې د روان جولاى مياشتې پر اوومه هم په پلازمېنه کابل کې هند سفارت ته څېرمه يوه ځانمرگي بريد کوونکي شاوخوا ٢٠٠ کسانو ته مرگ ژوبله واړوله . |
ورسره تړلي نور خبرونه
د کاپيسا ځانمرگي بريد څلور ټپيان کړل21 جولاى, 2008 | افغانستان
د کندهار ځانمرگي بريد يو ولسي وگړي وواژۀ19 جولاى, 2008 | افغانستان
د اروزگان ځانمرگي بريد ٢١ کسان ووژل 13 جولاى, 2008 | افغانستان
هند: ځانمرگي بريد دوه هندي ديپلوماتان وژلي دي08 جولاى, 2008 | نړۍ
په کابل کې ځانمرگي بريد لسگونه کسان ووژل07 جولاى, 2008 | خبرونه
په کندهار کې ځانمرگي بريد شپږ ټپيان کړل02 جولاى, 2008 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||