|
په کابل کې مېشتو هزاره گانو لاريون وکړ
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په کابل ښار کې زرگونو هزاره توکمو د هغه څه په ضد لاريون وکړ چې دوى يې پر خپلو ځمکو د کوچيانو تېرى بولي .
لاريون کوونکو د يادې شوې ستونزې په نه هواري افغان حکومت تورن کړ او د ولسمشر کرزي په گډون يې د يو شمېر وزيرانو د استعفا غوښتنه وکړه . پوليسو اجازه ورنه کړه چې لاريون د دهمزنگ له سيمې نه دښار نورو برخو ته وغزيږي . لاريون داسې مهال کېږي چې وړمه ورځ ولسمشر حامد کرزي له کوچپانو وغوښتل چې د اوس لپاره د وردگوله بهسودو ولسوالۍ څخه ووځي . د کابل ښار د د همزنگ څلور لارې ته سهار وختې لسگونه بلوا ضد پوليس او افغان پوځيان ولاړ ول چې د هزاره توکموپه لاريون کې د پېښېدونکي تاوتريخوالي مخه ونيسي . لاريون کوونکو د افغان حکومت پر ضد شعارونه ورکول او د وردگو له ولايت څخه يې د هغو کوچيانو د ژرتر ژره وتلو غوښتنه کوله چې د دوى په ادعا د هزاره گانو ځمکې يې لاندې کړې او کسان يې ور وژلي دي . مظاهره کوونکو د هغو کسانو عکسونه هم له ځانه سره لرل چې د دوى په وينا له کوچيانو سره د وردگو د بهسودو ولسوالۍ په نښتو کې وژل شوي او ژوبل شوي دي . احتجاج کوونکو له افغان حکومت نه وغوښتل چې د کوچيانو او سيمه ييزو هزاره گانوترمنځ د ځمکو او څړځايونو پر سر را ولاړه شوې شخړه دې د تل لپاره هواره کړي . دوى پر افغان حکومت تور ولگاوۀ، چې د دغې ستونزې په هواري کې يې کوټلي او بي طرفه گامونه نه دي پورته کړي : '' کرزي صاحب يو پيغام خپور کړى او له کوچيانو يې وغوښته چې بېرته ولاړي،کوچيانو له کومه راغلي ول چې بېرته ووځي . له کرزي صاحب نه زموږ غوښتنه دا ده چې پر ټولو خلکو ټولنيز عدالت يو ډوبل پلې کړي . لاريون کوونکو په پاى کې يو پرېکړه ليک ولوست چې په کې د ولسمشر کرزي، د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو د استعفا غوښتنه شوې . افغان پوليسو مظاهر کوونکو ته اجازه ورنه کړه چې د کابل ښار زړۀ ته ننوځي . په همدې ترڅ کې له مرکزي ولايت باميانو څخه هم د ورته لاريون خبرونه ترلاسه شوي . د کوچيانو او هزاره گانو ترمنځ له تيرو څو کلونو راهيسې دوو کلونو راهيسي د ځمکو او څړ ځايونوپرسر لانجه روانه ده چې،په ترڅ کې يې دواړو خواوو ته مرک ژوبله هم اوښتې. |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||