|
په نورستان کې د ايساف نهه سرتېري وژل شوي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ناټو په مشرۍ د ايساف نهه سرتيري د يکشنبې په ورځ ( د چنگاښ ٢٣ د جولاى ١٣ ) دافغانستان د نورستان ولايت په وانت ولسوالۍ
کې وژل شوي دي .
د ايساف له خوا په خپره شوې يوه اعلاميه کې ويل شوي چې په دغه پېښه کې د دوى ١٥ نور سرتېري ټپيان شوي دي . خبر پاڼه د څلورو افغان سرتېرو د ټپي يادونه هم کوي . دا په ٢٠٠١ کال کې د وسله والو طالبانو پر ضد د نړيوالو ځواکونو د عملياتو له پيل راهيسته په يوه ورځ د نړيوالو ځواکونو لپاره يوه له تر ټولو لويو مرگونو پېښو څخه ده . پر پوځي قرارگاه بريد که څه هم د دغې پېښې جزييات لا ډېر نه دي روښانه، خو ويل کېږي چې وسله والو طالبانو د امريکايي ځواکونو پر پوځي قرارگاه بريد وکړ . ايساف وايي جگړه سهار د وخته پيل شوه او تر څو ساعتونو روانه وه . دغه امريکايي سرتېري د ايساف په چوکاټ کې په دنده بوخت وو . په نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده . بل پلو د ايساف له خوا په خپرې شوې يوې بلې اعلاميې کې ويل شوي چې د شنبې په ورځ د دوى ټپى شوى يو سرتېرى د يکشنبې په ورځ ومړ . خبر پاڼه يوازې دومره وايي چې دغه سرتېري د افغانستان په شمال کې د يوې چاودنې په ترڅ کې ټپي شوى و . نور دا نه دي ويل شوي چې سرتېرى د کوم هېواد و او د افغانستان په شمال کې چېرې ټپي شوى و . د نورستان تر بريد وړاندې د ارزگان په ولايت کې يوۀ ځانمرگي ٢٠ کسان ووژل . په موټر سايکل سپارۀ ځانمرگي د پوليسو په موټر وار کاوۀ خو ډېر وژل شوي او ټپيان ښځې او ماشومان وو . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||