12:31 گرينويچ 2008 ,28 جون
غزل اکمل
په کابل کې
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي ددغه هېواد په سوېل سويل ختيځواو سوېل لوېديځو ولايتونو کې يې ماشومانو ته د ځانگړې پړاو په نوم د گوزڼ د واکسين کمپاين پيل کړې دى .
ددغه وزارت په وينا په دغو سيمو کې د ناامنيو له کبله ماشومانو ته د گوزڼ واکسين نه دى شوى او ددغې ناروغۍ ډېرې پېښې هم په دغو سيمو کې ثبت شوې دي .
په روان کال کې ددغې ناروغۍ اووه پېښې ثبت شوې دي .
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي په روان کال کې د ماشومانو د گوزڼ کچه په دغه هېواد کې راټيټه شوې ده .
ددغه وزارت د چارواکو په وينا تېرکال د ماشومانو د گوزڼ ١٧ پېښې ليدل شوې وې، خو په روان کال کې اووه پېښو ته رسېدلې دي .
د ماشومانو د گوزڼ دغه اووه پېښې د افغانستان په سوېل، سوېل ختيځو او سوېل لوېديځو ولايتونو کې ثبت شوي دي .
د افغانستان د روغتيا وزارت وياند عبداله فهيم وايي له همدې کبله يې په دغو سيمو کې د گوزڼ د واکسين کمپاين پيل کړې او په پام کې ده چې نژدې درې ميليونه د پنځو کالو نه کم عمرماشومانو ته واکسين وشي.
ناامني او تاوتريخوالۍ ددې لامل گرځيدلې چې زيات شمير ماشومانو ته په تيرو پړاونو کې د گوزڼ واکسين تطبيق نشي .
ښاغلې فهيم زياتوي چې دا ځل د عامې روغتيا وزارت له دغو سيمو نه د مشرانواو سپين روبو په مرسته ٢٠ زره رضاکاران په کار گمارلي او غواړي چې د ١٤ ولايتونو ماشومانو ته د گوزڼ واکسين تطبيق کړي .
د گوزڼ د واکسين پر دغه کمپاين له يو ميليونو ډالرو زياتې پيسې لگيږي چې د نړۍ د روغتيا سازمان ، امريکا ، کاناډا او جاپان هيوادونه يې ورکوي .
د ملگرو ملتونو سازمان ژمنه کړې چې د ٢٠٠٨ ميلادي کال ترپايه پورې به په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د گوزڼ ناروغي له منځه يوسي ، خو په افغانستان کې د امينتي ستونزو شتون او له يوې سيمې نه بلې سيمې ته د کورنيو کډه کېدل به ددغې ژمنې ترسره کول له ستونزو سره مخامخ کړي .