13:52 گرينويچ 2008 ,25 جون
جعفر هاند
له کابله
د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي د دوى ارزونې ښيي چې په کابل کې د مجاهدينو د بري د جشن پر مراسمو د بريد ترشا د پاکستان دپوځي اسختباراتي ادارې لاس و.
په کابل کې د افغانستان د ملي امنيت يوۀ وياند وويل له پاکستان سره د بريد کوونکو ټيليفوني اړيکي او دغه هيواد ته د بريد د پلانونکي تېښته د دې خبرې ښکاره ثبوت دى .
دې وياند زياته کړه د بريد سره د تړاوو په تور يې ١٦ تنه افغان دولتي کارکوونکي هم نيولي دي چې پوښتنې گرويږنې ترې روانې دي .
په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په دې وروستيو کې لفظي شخړي مخ په زياتيدو دي،د افغانستان ملي امنيت يوازې بيا پاکستان د خپل هيواد په نا امنيو کې تورن وبالۀ .
د دغې ادارې وياند سعيد انصاري په ډانگ پيلې توگه د پاکستان استخباراتي اداره د مجاهدينو د جشن پر مراسمو د بريد په ترسره کولو تورنه کړه .
د جشن پر مراسمو بريد کې د ولسي جرگې د يوۀ غړي په گډون شاوخوا درې تنه ووژل شول او اته نور ژوبل شول .
( د پيښې د څرنگوالي د څيړنې، اسنادو ،ترلاسه شوو شواهدو او د نيول شوو کسانو منښته په ډاگه کوي چې،د مجاهدينو د شپاړلسمې کليزې د کابل نيولو د جشن پر مراسمو د بريد پلانونکي، د پاکستان استخباراتي اداره،او په دې ادارې پورې تړلي کسان ول .)
ښاغلي انصاري دغه راز وويل پاکستاني چارواکو د بريد د اصلي پلانونکي، چې د کابل پر سرينا هوټل بريد کې هم تورن بلل شوي،په نيولو کې له دوى سره هېڅ مرسته ونه کړه .
دوى وايي په دغو دواړو بريدونو کې تورن کس څه موده وړاندې د کابل په گذرگاه سيمه کې د پوليسو له لورې ووژل شو.
انصاري د ثور د اتمې د جش د بريد په تور ديو شمير افغان دولتي کارکوونکو د نيولو خبره هم وکړه چې په وينا يې له نيول شوو څخه ترلاسه شوي اسناد ښيي چې دغو کسانو له پاکستاني سرچينو سره اړيکي درلودل .
که څه هم پر دغې وروستۍ ادعا باندې لا تر اوسه د اسلام اباد غبرگون نه دى راغلى خو په تيرو وختونو کې دغه ډول تورونه پاکستاني مقاماتو په کلکه رد کړي دي .
دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت د جشن د مراسمو لپاره د سمو امنيتي تدبيرونو د نه نيولو په تور د خپلو نژدې شلو امنيتي چارواکو دندې ځنډولي دي .
ملي امنيت دغه راز ادعا کوي چې د پکتيا د سيد کرم ولسوالۍ په پرونۍ نښته کې د شپاړلسو بهرنيو وسله والو د وژل کيدو سربيره،٦ بهرني وسله وال ژوندي نيول شوي دي .
د ملي امنيت د چارواکو په وينا نيول شوو کسانو منلې چې،په پاکستان کې د دغه هيواد د پوځي روزنکو پرمټ يې نظامي زده کړې کړې وې .
نژدې دوه اونۍ وړاندې افغان ولسشمر حامد کرزي گواښ وکړ چې که افغانستان ته د ترهگرو او نورو وسله والو د ورتگ مخنيوى ونه شي، دوى به د ترهگرو د ځپلو لپاره د پاکستان په خاوره کې عمليات ترسره کړي .