BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 14:48 گرينويچ 2008 ,24 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د زابل په ترافيکي پېښه کې اووه کسان ووژل شول
 

 
 
زابل
د کابل کندهار لويه لاره چې تل د وسله والو بريدونو او نا امنيو د پېښو شاهده وي وخت ناوخته ترافيکي پېښې هم پرې کېږي .
د افغانستان په زابل ولايت کې دکابل کندهار پرلويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې نژدې ٣٠ کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده .

هلته دسپرليو بس موټر له يوه بار وړونکي گاډي سره جنگېدلى او د پېښې قربانيان د لويې لارې مساپر دي .

دکابل کندهارلويه لاره يوازې د امنيتي پلوه نه، بلکې د ترافيکي پېښو له کبله هم خونړۍ بلله کېږي .

دغه پېښه د زابل مرکز کلات ښار ته نژدې دسپينې غبرگې په سيمه کې وشوه .

عيني شاهدانو بي بي سي ته وويل چې په پېښه کې اووه کسان ځاى پرځاى وژل شوي او تر٢٠ ډېر ټپيان دي .

د زابل د ملکي روغتون ډاکتران وايي چې دنژدو لسو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى .

د ډاکترانو په وينا چې تر اوسه ٢٢ ټپي کسان وروړل شوي دي .

د زابل امنيتي چارواکو وويل چې د مسافر وړونکي ٣٠٣ ډوله سروېس موټر چلوونکى وژل شوى او چارواکي په خپلو لومړنيو پلټنو کې وژل شوى موټر چلوونکى ملامت بولي .

د کابل کندهار لويه لاره چې تل د وسله والو بريدونو او نا امنيو د پېښو شاهده وي وخت ناوخته ترافيکي پېښې هم پرې کېږي .

ډېرى مساپر پر موټر چلوونکو تور لگوي چې موټري په تېزۍ چلوي ځکه چې د ترافيکي پېښو سبب گرځي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت