|
افغان چارواکي: د روسيې وړيا غنمو ته تيارى نيسو
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې هېواد يې له روسيې څخه د ١٥ زره ټنه غنمو د وړيا مرستې د رالېږدولو چمتووالى نيسي .
دغه مرستې په هغه اعلان کې کره شوې چې په رسمي توگه د روسيې له خوا د افغانستان دولت ته ورسېد . ددغو مرستو د ورکړې ژمنه روسيې ته د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير په وروستي سفر کې شوې وه . خو له دې سره هممهاله د افغانستان د کرنې وزارت اعلان وکړ چې ددوى يوې پلټنې ښودلې ده چې په هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د خوراکي توکو اړتيا ډېره زياته ده . د بهرنيو چارو وزارت وياند سلطان احمد بهين وويل دغه ١٥ زره ټنه غنم به د لوږې په مخنيوي کې اغېزمنه ونډه واخلي . روسيه د افغانستان د بيارغاونې په ډگر کې له مهمو مرستندويو هېوادونو څخه ده . افغان چارواکي وايي روسيې وار له مخه د افغانستان له پوځ سره د نژدې٧٠ ميليونه ډالرو مرسته کړې ده . ټاکل شوې ده چې دڅلور ميليونه ډالرو په لگښت د افغانستان د پولي تخنيک پوهنتون هم بيا جوړ کړي . دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سلطان احمد بهين وويل ددغو خوراکي مرستو ژمنه هغه هېواد ته د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير د سفر پر مهال دروسيې چارواکو کړې وه . ښاغلي بهين زياته کړه چې افغانستان ته به د روسيې ددغو مرستو د رالېږدولو لړۍ ډېر ژر پيل شي . له همدې سره جوخت د افغانستان دکرنې وزير په يو خبري کنفرانس کې گډون وکړ اوخبردارى يې ورکړ چې په هېواد کې يې د تېرو کلونو په پرتله دغلې دانې اړتيا ډېره ده .کرنې وزير وويل ددوى يوه پلټنه ښيي چې په هيواد کې يې د لوږې کچه د تېرو کلونو په ډېره شوې ده .
عبيدالله رامين وويل له پاکستان څخه به د ٥٠ زره ټنه غنمو په پېرودلو سره دوى وکولى شي چې دغه اړتيا تر يوځايه راټيټه کړي . ښاغلى رامين وپوښتل شو چې د پاکستان په اړه دولسمشر کرزي له وينا وروسته د دواړو هېوادونو په اړيکو کې يو څه خړپړتيا ښکاره شوې ده ايا پاکستان به اجازه ورکړي چې دا خوراکي توکي افغانستان ته ولېږدول شي؟ ده وويل : '' نړۍ ډېره لويه ده ، ډېر هېوادونه دي چې کرنيز توليدات يې سږکال ښه دي او هغوى پلورلو ته اړتيا لري . لکه کاناډا ، امريکا،اسټراليا ، قزاقستان او ان روسيه او ډېر نور هېوادونه شته چې توليدات کوي او دغه توليدات بايد وپلوري . ډېرې دروازې شته . موږ ډېرې دروازې لرو چې خوراکي توکي ترې واخلو خو زه يو ځل بيا وايم چې د هېوادونو سياست بايد داسې نه وي چې دوى يو بل وځوروي .'' چارواکي وايي چې په افغانستان کې د وچکالۍ له کبله کورني کرنيز توليدات زيانمن شوي او له کبله يې په دافغانستان په بازارونو کې د توکو بيې هم لوړې شوې دي . د افغانستان دکرنې وزير وايي دوى هيله لري چې نړيوال به د خوراکي توکو په برخه کې د پاريس په کنفرانس کې کړې ژمنې ژرپوره کړي چې دوى يې د خوراکي توکو د کمښت د پوره کولو لپاره وکاروي . |
ورسره تړلي نور خبرونه
نړيوال بانک: د افغانستان د اوبخور لپاره مرسته کوو16 جون, 2008 | خبرونه
فرهنگ : افغان بازارونو کې غنم ارزانه شوي15 جون, 2008 | خبرونه
بلخ کې وچکالۍ په زرگونه کورنۍ بې ځايه کړې03 جون, 2008 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||