|
چارواکي: د روحاني په وژنه کې 'طالبان' لاس لري
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان حکومت وايي د بي بي سي د ژورناليست عبدالصمد روحاني د وژنې په باب د دوى د لومړنيو تحقيقاتو پايله ښيي چې دا کار وسله
والو طالبانو کړى دى .
د کورنيو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي چې دغه وژنه ماهرانه ترسره شوې او ښه له وړاندې ورته پلان جوړ شوى دى . خبر پاڼه زياتوي چې هيله من دي چې د اوونۍ تر پايه به يې پلټنې بشپړې شي . د طالبانو استازو په دغه وژنه کې لاس لرل رد کړي دي . د بي بي سي لوړ پوړو استازو په کابل کې د افغان حکومت له مامورينو سره وليدل او پرې چارواکو يې ټينگار وکړ چې د ښاغلي روحاني د وژنې پراخ او هر اړخيز تحقيق دې وشي . د عبدالصمد روحاني مړى د يکشنبې په ورځ په سويلي ولايت هلمند کې وموندل شو . دى د شنبې په ورځ لادرکه شوى و . |
ورسره تړلي نور خبرونه
د عبدالصمد روحاني لپاره ځانگړې شوې پاڼه - ١٩٨٣ - ٢٠٠٨09 جون, 2008 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||