BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 14:36 گرينويچ 2008 ,09 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د ارواښاد روحاني په باب ستاسې نظر
 
ارواښاد عبدالصمد روحاني
' موږ خو د ټولو خلکو يو، له موږ سره د چا څه کار دى. '
د ځواني مرگ عبدالصمد روحاني د مړينې په اړه تاسو د برېښناليک له لارې خپل رالېږل شوي پيغامونه دلته کتلاى شئ.

ستاسې برېښناليکونه

سيد ياسرمظهري – تورنټو،
ورور جانه خدای د وبښه، تا له وطن سره ښه کړي، خدای د له تا سره ښه وکړي .

لمر شريف زاده- مانتري، امريکا

قالو انا لله و انا اليه راجعون. کورنۍ ته يې صبر جميل او لوی خدای دده روح په جنتونو کړي .

اسدالله خاطر- پکتيا، سيد کرم ولسوالي
تر ټولو لومړۍ د بي بي سي ټولو کارکونکو او بيا دې خداى بښلي عبدالصمد روحاني فاميل ته د زړه له کومې د تسليت هيله کوم ...مونږ ټول د مرحوم عبدالصمد روحاني د مړينې په غم ځان شريک بولو الله دې جنتونه ورپه برخه کړي ... آمين.... او روح دې ښاد وي .

نوموړۍ ډارن او خورا بدغونۍ عمل چې د افغانستان په خاوره کې ترسره شو مونږ ټول افغانان يې په کلکو ټکو غندو . دغه ترسره شوۍ عمل نه دا چې د اسلامي اوصولو پر ضد ده بلکې د افغاني ارزښتونو پر ضد هم ده . په ټولنيزه توګه دغه عمل د افغاني اصولو او پښتنولۍ پر ضد ده دا د هر افغان فريضه ده چې دغه شان بې رحمه عملونو مخکې له دې چې ترسره شي بايد ودرول شي او پر وړاندې يې کلک غبرګون وښودل شي.

موږ دې مرحوم وژونکي ژر تر ژره غواړو چې د قانون منګولو ته وسپارل شي او دغه شان کلکه سزا ورکړل شي چې بيا دغه شان بې پښتو خلک يې د تل دپاره ياد ساتي. ښاغلى عبدالصمد روحاني هغه انسان وه چې د خلکو ستونزې يې د ميډيا له لارې د نړۍ هر کونج ته رسولې او هڅه يې کوله چې د خپلو افغانانو ستونزې حل وويني نو بيا څنګه دغه بې رحمان راپورته کيږي او روحاني صاحب په بې رحمي وژني ايا د وژنې پر مهال يې د ښاغلي روحاني لورکۍ يې سترګو ته ونه درېده.

هو قاتلانو ايا د وژنې پر مهال تاسو ته د روحاني مور او پلار سترګو ته ونه درېدل. موږ ټول افغانان په تېره بيا زه اسدالله خاطر په ډېره کلکه دغه بې شرم وحشي عمل غندم او بايد ژرتر ژره وژونکي يې د قانونو منګولو ته وسپارل شي. د خداى بښلي عبدالصمد روحاني مړينه د ټولو افغانانو دپاره ستره ضايع ده. خداى دې فاميل ته د زړه صبر ورکړي روح دې ښاد وي. په درناوي

عبدالرحمن ايمل احمدزى- مدرسة الراشد الفروانية ، کويت
بسم الله تعالى . و بعد.. بې له شكه دا خو يوه واضحه خبره ده هر ژوندى موجود به يوه ورځ د مرگ جام پر سر اړوي او له دې فاني دنيا نه پښې سپكوي او د هېڅ ځا له پايښت څخه خلاصون نشته د تولو لاره ده چې هرومرو به پرې ځو . خو نېكمرغه به هغه څوك وي چې هم دا دنيا وگټي او هم هغه دنيا زما په نظر ان شاءالله مرحوم روحاني ته به د دواړو دنياوو نېكمرغي په برخه .. په دي دنيا خو هره ورځ موږ وينو چې څومره خلك دده نيمه خوا په وير ځورېږي به وران افغانستان كې په داسې ډېر خلك وي چې د مرحوم د مړينې ماتم به يې په زړونو نوى خپور شوى وي او دده ته به يې د مغفرت دعانه وي كړې .

او الله تعالى ! يې ان شاء الله جنت نصيب كړى ځكه هغه يو شهيد دى .. او هغه ظالمانو ځې دى شهيد كړى ان شاء الله ځاى به يې دوزخ وي ځكه ديو مظاوم او بې گناه انسان وژل لكه د ټول بشريت وژل دي ... معذرت غواړم
چې موضوع يو څه اوږده شوه په اخر كې په بي بي سي راديو كې د مرحوم همكارانو ته او دهېواد ټولو قلم په لاس د بيان د آزادۍ تورياليو ژورنالېستانو... او بيا په خاصه توگه د مرحوم غم ځپلې كورنۍ ته د تسليت اعلى مراتب وړاندې كوم او په دې لوى وير كې له دوى سره ځان شريك بولم ...

انا لله و انا اليه راجعون

کاش چې زه هم له روحاني ومرم!
 زه چې کله ووينم چې په نړۍ کې يو تن داسې ومري او يا ووژل شي چې ګرده نړۍ د خپل ماتم پر ټغرکښېنوي،نو په همداسې شېبو کې ماته هم د يو نفساني انسان په توګه رخه راشي او ارمان وکړم چې ای کاش په ما کې هم دومره متره او يو څه راپيدا شي چې پر مړينه او بېلتون مې نه يوازې خپله کورنۍ او خپلوان اوښکې او وينې له زړه اوسترګوتويې کړي بلکې داسې دې ومرم چې ټول نړۍ وال راباندې د خپل سکني ورور ،کليوال اوخپلوان په څېر ودرديږي او وژړېږي ٠ هوس او ځانغوښتنه چې د انسان په خټه کې اخښکل شوې کله کله انسان ځينې شيان د ټول حراموالي سره سره بيا هم غواړي!!
 
اجمل اټک يوسفزى

عبدالله اندړ- مسکو، روسيه
ځواني مرگ روحاني د افغانستان د ضعيف سياست قرباني شو .

تميم صادق – کابل افغانستان

سلامونه او نېکې هيلې مو ومنئ. د عبدالصمد روحاني په مرينه ډېر خواشيني شوو او ورثه وو ته يې دخدای څخه د صبر جميل غوښتنه کوو دده وژنه په کلکه غندو له افغان چارواکو غواړو چې دده د وژنې په هکله پلټنه وکړي او قاتلين يې د قانون منگلو ته وسپاري دا هر چا ته ډېر خواشينوونکی خبر دی، په ځانګړي ډول د هغه کورنۍ ته . په ريښتيا چې دغه د يوه بې گناه افغان په حق کې يو ډېر ناځوانه او ډارن کار دی، .عبدالصمد روحاني يو تکړه او لوی ژورنالېست او يوه غټه خزانه وه، خو بدبختانه مو له لاسه ورکه . الله دی ورته بخښنه وکړي .

ممتاز ساپى- هوکسنډ- ناروې
که هرچا عبدالصمد روحاني وژلى وي، هغه د ټول ملت دښمن دى .

محمدداود عمرزاد- لښکرگاه افغانستان
موږ د اروښاد عبدالصمد روحاني ناځوان مردانه وژنه په كلكه غندو اود ده لپاره د لوى خداى جل جلاله څخه د فردوس جنت غوښتنه كوو او د ده دكورنۍ، دوستانو لپاره د جميل صبر غوښتنه كوو او د دولتي چارواكو څخه په كلكه غواړو چي د ګران روحاني قاتلين ونيول شي اواعدام كړاى شي چې د نور لپاره د عبرت لامل وګرځي.
په درناوي عمرزاد

داکتر محب الله صافی – کابل افغانستان
د روحاني روح ته دعا کوم او وژل يې غندم. تر هغه چه د جهالت او بې سوادۍ تياری زموژ په وطن کې وي تر هغه به دا د وژلو لړۍ دوام ولري. داځکه چې روحاني د هغه جاهل او بې سواده په لاس وژل شوی چې نه له اسلام نه خبر دی او نه له انسانيت نه. په درناوي

عبدالواسع ساهو- کابل افغانستان
له کله نه خبر شوم يم چې زموږ د وطن خوږ ژبې ژورنالېست د تل لپاره له دې فانې نړۍ نه سترګې پټې کړي نو ډېر خواشينى شوم له چارواکو څخه هيله کوم چې ددغه مجرمين پيدا کړي او داسې سزا ورکړي چې په نړۍ کې يې ساری نه وي او دا زموږ د وطن د دښمانانو کار دي .

السلام عليکم
عبدالمتين سروري يم د غزني ولايت د زنخان له ولسوالۍ د زمانخېلوله کلي نه
خدای بښلي عبدالصمد روحاني په شهادت زيات خواشينی شوی يم خدای ج دې فردوس جنت په نصيب کړي له نژدې مې هم نه ورسره پېژندل، خوده ده رپورټونه مې د بي بي سي د راډيو له ليارې اورېدل

کورنۍ اوخپلوانوته د جميل صبر غوښتنه کوم
داغه ولولی تڼى صاحب :
پرون ګل سره همرازوم نن يی بوی مندلای نه سم
چاله سيله راجلا کر م خپل همزولی موندلی نه سم
وزرونه يې رامات کړل په هوا الوتی نه سم
ژبه تېزه لرم خوله کې خو ازاد غږېدا ی نه سم
غم شريک ياران مې ولاړل زه تنها پاتېدای نه سم

عبيدالله عابد – کابل افغانستان
خپل سلامونه د بي بي سي راديو ټولو محترم کارکوونکوته وړاندې کوم په ډېره خواشينۍ سره موخبرترلاسه كه چه د بي بي سي خبريال او تكړه ژورناليست عبدالصمد روحاني د نامعلوموكسانوله لوري په شهادت رسېدلى .
( انالله وانااليه راجعون ) روح د شاد وي. ارواشاد محترم عبدالصمد روحاني دځواني مرگۍ له امله ستاسو محترمو کارکوونکو ته او ستاسو له ليارې افغان ولس ته او بيا خاصتآ د ارواشاد کورنۍ ته تسليت وايم . د لوی خدای(ج) څخه د مرحوم کورنۍ ته د صبر جميل او مرحوم ته د مغفرت غوشتنه کوم.

ارواشاد عبدالصمد روحاني د هېواد يو ستر شخصيت ؤ . دده وژنه په کلکه غندو له افغان چارواکو غواړو چې دده د وژنې په هکله پلټنه وکړي او قاتلين يې د قانون منگلو ته وسپاري . دا يو غير اسلامي غير انساني او غيراخلاقي عمل دی چې همېش زموژ دوطن دشمنانو له خوا تر سره کيژي او هره لحظه په سلگونو بې گناه انسانان قتلوي. ارواښاد روحاني زما د ورور ذبيح الله بهار ډېر نژدې او صميمي ملگری ؤ چې هره لحظه يې يادوي او په شهادت يې زموژ ټوله کورنۍ ډېره خواشېنې ده. په اخرکې درود او سلام دې وي پر ټولو شهيدانو د افغانستان او خاصتاٌ په عبدالصمد شهيد. والسلام ستاسو ورور عبيدالله عابد داسلام اباد د نريوال پوهنتون د حقوقو فارغ التحصيل او د پوهنې په وزارت کې د مشاوريت حقوقي بخش مسوؤل .

احمدالله احمدي – لښکرگاه افغانستان
اولين وار مې هغه په يو مجله كي وپيژانده بيامې د هغه خبرونه په صباوون راديو كي واورېدل اوبيامې هروخت د هغه خبرونه په بي بي سي راديو كې اورېدل كوشش مې كاه چي يو ورزبه دده سره كښېنم نوزه به هم داارمان قبرته يوسم هغه يو ډېرقوي اوبااستعداده شخصيت و روح دي شادوي يوه ورج مي هغه دنژدي وليدي په نېټ كيفې كې چې زماوشاته كبين كي ناست وو وروستي ځل مې هغه په هلمندڅيانده سېند مشاعره كې وليدى زه په قندهار كي وم چې يو انډيوال مې زنگ وواهه چې ويل يې عبدالصمد روحاني شهيد سو داخبره مې څو څو ځله په مغز كې تكرار شوه د خوبه وم خوب مې ولاړى پرسترگومې تاريكه سول بدن مې مړسو پښې مې د حركته ولوېدى كښېناستم غم زده زړۀ مې درد واخيست او د هغه خبرې او هغه نېټ كيفې مې ترسترگوسوسوواره تكرارېدل نه ياري سته نه دوستي سته عجب كاردى
زماپه فكر هرسري د مطلب ياردى چې ظالمه پر دا مظلوم دې څنگه لاس پورته سو . انالله وانااليه راجعون

کاش چې زه هم لکه روحاني ومرم!

ژوند ډېر لوی نعمت دی او دغه نعمت څښتن تعالی پر انسان ديوې موخې د تر لاسه کولو په خاطر رالورولی ٠ د مرګ او ژوند ټول واک او اختيار يوازې د حق تعالی سره دی٠
ځانوژنه او مرګ غوښتنه دا دواړه يې پر انسان حرام او ناجايزه ګرځولي٠
هوس او ځانغوښتنه چې د انسان په خټه کې اخښکل شوې کله کله انسان ځينې شيان د ټول حراموالي سره سره بيا هم غواړي!!

زه چې کله ووينم چې په نړۍ کې يو تن داسې ومري او يا ووژل شي چې ګرده نړۍ د خپل ماتم پر ټغرکښېنوي،نو په همداسې شېبو کې ماته هم د يو نفساني انسان په توګه رخه راشي او ارمان وکړم چې ای کاش په ما کې هم دومره متره او يو څه راپيدا شي چې پر مړينه او بېلتون مې نه يوازې خپله کورنۍ او خپلوان اوښکې او وينې له زړه اوسترګوتويې کړي بلکې داسې دې ومرم چې ټول نړۍ وال راباندې د خپل سکني ورور ،کليوال اوخپلوان په څېر ودرديږي او وژړېږي ٠

تېره اوونۍ مې يو غږ واورېد چې د يوه مظلوم،بې کسه او بې وسه ځوان شاعر مټې په توره نيمه شپه کې تر شا وتړل شوې ،قلم ترې وتروړل شو او له انساني مينې او عاطفې ډک زړه يې پر غشو وويشتل شو٠
دغه غږ زما ستونی راتنګ کړ ،سترګو مې دهغه په مظلوميت ډېرې اوښکې تويې کړې اوله زړه مې وينو لارې وکړې٠
و مې ليدل چې دټول ولس ستونی سره ورغلی ،و مې ليدل چې ټول پرې ژاړي او ومې ليدل چې د ټولو له زړونو وينې څاڅي ،نو د همدغه ځوانيمرګ پر غم او وير ما ته هم رخه راغله ،هوس او نفس پر سر واخيستم او يو ځل بيا مې ارمان شو چې ای کاش ،چې زه صمد وای ،څومره به ښه وي چې زه هم د روحاني په څېر د حق په ننګه له وياړه ډک مرګ ته غاړه ورکړم٠

اجمل اټک يوسفزی/١٣٨٧/غبرګولی/٢٤/پاريس

حاجي حيدرجان نعيم زوی – لوگر افغانستان
د خدای ج بښلي روحاني کورنۍ ته او د بي بي سي راديوکارکوونکوته د زړۀ له کوتلي عرض کوم هيله منديم د پخوا پشان دحقيقت مخ بل طرف ته وانه وړي . حقيت قرباني غواړي بل دا چې د روحاني پلارسپين ږيرى دی ديواندازه مالي کومک ورسره کوم هيله د ستاسو نه کوم .

سلامونه اونيکي هيلي!
زه عبدالوهاب بازيد هم د څوانيمرګ روحاني په مړينه ژوره خواشينى يم او دده کورنۍ او ټولوهلمنديانو ته تسليت وړاندي کوم
روح دي يي ښاد وي
په مينه
د پوهنمل حاجی محمد نوزا دی لخوا

د شهيد عبدالصمد روحانی په وير

په موسم کی دګلونو مو ګلا ن را څخه وړی
استبداد د وحشتونو مو ارمان راڅخه وړی
دشيطان په دام کښيوتۍ ښکاری باز دافغانانو
چی سيلاب دتودواوښکوموګريوان راڅخه وړی

نورزادى

عبدالصمد روحانی چی زما دخاړپوڅو په کلې، ښکلی نوزاد کې نړۍ ته سترګې پرانيستې، هلته يې د دنګو غرونو په لمنوکي دسرلوړۍ درسونه زده او سپيځلې طبعت ئی خوږی ژبې ته د رښتينوالی ښکلا وبخښل.
همدغه دژبې رښتينوالۍ ، د وطن مينه او مسلک ته درناوۍ وو چی روحانی ئی دښامار په خوله کی ورکړ او دتورو شپو بلا ئی پر کور وزر وغوړاوه .
هو ، دی بلاګانو پر ټول وطن سيورۍ اچولۍ دی ، هره ورځ د روحانيانو ميندی بوری او ماشومان يتيمان کيږی .
زما په اند ترڅو چی ددی وطن له پاکی خاوری نه د توپک کرغيړن سيورۍ ټول شوې نه وې نو به :

دغه ديګ او دا ديګدان وی
همدا بڼ به بې باغوان وی
ګريوان څيرې به افغان وی
بی منزل به يې کاروان وی
په اور سوې به ارمان وي
ځوانيمرګ به روحانيان وی
کور په کور به يتيمان وي
همدا وير دغه فغان وي
پری خوشحال به دښمنان وی

د ځوانيمرګ شهيد کورنۍ ته جميل صبرغواړم ، د بي بي سي کارکوونکواو ټولو ويرجنو غمځپلو وطنوالو ته تسليت وړاندې کوم . انا لله وانااليه راجعون

ببرک احساس خوستی – کابل
موږ د عبدالصمد روحاني په مړينه ډېر خواشيني شوو او ورثه وو ته يي دخدای څخه د صبر جميل غوښتنه کوو

حامد الوتند – سټاکټن – امريکا
په کليفورنيا کې د لوی افغان د ټولنې د خواشينۍ او خواخوږۍ پيغام په ډېرې خواشينۍ سره مو د رسنيو نه خبر تر لاسه کړ چې زمونږ د هېواد او خلکو قسم خوړلو دښمنانو ځوان او تکړه خبرال خدای بښلۍ عبدالصمد روحاني په ډېرې بې رحمۍ په شهادت رسولۍ . قالو انا لله و انا الله الراجعون مونږ د لوی افغان د ټولنې مشرتابه او ټول غړي په داسې حال کې چې د خدای بښلي روحانې پاک روح ته لاس په دعا يؤ ، د شهيد روحاني کورنۍ او خواخوړو ته خپلې ژورې اندېښنې او خواخوږۍ په بيا،بيا څرګندؤ، او دا او ور ته نورې کرغېړنې کړنې په کلکه غندو٠ څه د سر وهلو توره ښېي ماته لکه شمع تازه کېږم په بل بل سر .

نور شاه نوراني – خوست افغانستان
د (روحاني) په وير کې نورشاه نوراني خوست هر مازديګر به چې کله له خپلې دندې څخه کورته راغلم نو دمعمول په څيربه مې غوښتل،چې دباندې په شنه جوس کې چکر وواهم ، ترڅولږ مې روح اودماغو ته تسکين پيداشي ، ځکه ټوله ورځ پدې اخته وو,چې په دې غم لړلي پيښه کې څومره دسراومال زيانونه او په هغه کې څومره... بس همدا ويرونه دي, مونږ هڅه کوو چې دخپلې رسنۍ دخپراوي لپاره ريښتوني مؤثق اوپه توازن ولاړ خبرونه پيداکړو , دغه ورځ ډير ناوخت ؤ، ماښام مخ په خوريدو و تياره غوندې وه شفق دغرونو په څوکو کې نه ترسترګو کيده، خپله لمنه يې دشپې له شره ټوله کړي وه، خو بيا مې هم دعادت له مخې تلوسه وه چې له کوره ژر ووځم، دکورڅخه د! وتلو پرمهال مې له جيب څخه راډيولرونکی ټليفون راوخېست، غوږګۍ مې ورواچوله، بې . بې .سي راډيو مې ونيوله اورم چې خپلواک ساپي په ژړغوني اواز سره داخبرپيل کړ:( بې بې سي په ډيرې خواشينۍ سره د خپل خبريال عبدالصمد روحاني دوژنې خبر خپره وي، چې ... په دې وخت کې عجيبه حالت راباندې راغی او ټليفون مې له لاس ولويد،يو سوړاسويلی مې له خولې وکېښ، له ځان سره لکه ملنګ ليونۍ ودريدم اوفکر مې وکړ ظالمانو داسې څوک کوي !؟ اخر دغه ځوانيمرګ څه کړي وو. يوازې مو پدې وواژه، چې له حقيقونو يې پرده پورته کوله ، اويايي دکړيدلي اولس غږ تر نړۍ رسوه ،تاسو زما خبره واورئ ! که په دې مو ! ژولی وي ،چې حقيقت بايد روښانه نشي ! ه ي د ولرئ، چې تاسو بدکړنې به ټولې نړۍ ته روښانه کيږي او دروحاني روحانيت به لا نورې غزونې وکړي. دحقيقونو او واقعيتونو دبربنډولو لړۍ به دوام پيداکړي . اوتاسې دعظيم جنايت سرته رسوونکي به دنړۍ دهر وګړي په وړاندې شرخوټوونکي ، او بشر وژونکي .رټلي څيري وپيژندل شي . اوبيا به مو د خدای دځمکې پرمخ داستونګځای نه وي ، اوټوله بشري ټولنه به ستاسو د ورکيدو او له منځه وړو هڅې پيل کړي .ځکه تاسو دحقيقت او انسانيت دښمانان ياست .! ګرانو سلامونه مې ومنئ ! دشهيدځوانيمرګ روحاني دوير له امله تاسو ټول ته تسليت غمشريکي وړاندي کوم ،پدې وير کې زه هم دنورو همزولو ژونالستانو سره يوځاي دغم اوښکې څاڅوم ،خداي دروحاني ته جنت الفردوس دکورنۍ غړو اوخواخوږو ته صبر ور په برخه کړي. نو ګرانو له همدې امله زه هم خپل فکر ديته اړ ايستلم چې د شهيدروحاني په وير کې څو کرښې تورې کړم او تاسو ته يې دروليږم . په ټوله پښتنه مينه نورشاه نوراني خوست .

شهيد روحاني ته

ځوانی مرګه شهادت دې مبارک شه
ابدی مقام جنت دې مبارک شه

دپښتون اولس دعاوې درپسې دي
روحانی ستر معنويت دې مبارک شه

محمدعلي عمري جنوبي پښتونخوا / مسلم باغ

مومن خان څمکنى
خپل سلا مونه ګرانو هېوادوالو ته وړاندې کوم : ځوان زورنا لېست صمد روحا ني ته د بخښنې دعا کوو او کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه کوو;

د صمد روحاني مړينه د افغا نستان د ځوانانو يوه لويه زايعه بلل کېږي ; موږ د صمد روحاني په مړېنه باندې خواشيني څرګندوو ;او د پاک خدای نه د صمدروحاني دښمنانو ته د ذلت غوښتنه کوو; د ده روح دې تل ژوندی وي .

عبدالقدیم(ننگیالی)له لندنه سلام د( ب ب سی)کارکونکی اوگران هوادوالوته.دیوانسان رونداوبرخلیک خدای(ج)پوری تعلوق لری اودشهیدروحانی شهادت داسلام اودوطن له دوسمنانو له خوا شوی دی اودا اخری شهادت زه مونگ د گران وطنوالوبه نه وی نو مونگ افغانانوته په کار دی جه یو موتی شو.او خپل هوادوالوته د مرگ اودربدری پای تکی کیدو.په درناوی.

نورمحمد ثاقب - خوست افعانستان
د عبدالصمد وژنه سخته غندو داډول ضايعات د افغان ولس لپاره د زغم وړندي د دولت نه داغوښتنه کيږي چې د نوموړي قاتلين دې زر پيدا کړي او دقانو ن سره اړوند سزا دې ورکړل شي

انور امان – پکتيا افغانستان
د بي بي سي ټولو کارکوونکو ته د زړۀ له تله غم شريکي کوم خدای تل روشان لري د خدای پاما ن

ايمل صالح – کندوز افغانستان

په دری ژبه کی يو متل دی واي چې ( هر کی رادردی رسد ناچارګويد وای وای) هوکې ريښتيا هم چې همداسې ده . اوس چې روحاني د خاورو لاندې شو څه به کو، تشې خبرې چې هر څومره يې يا زه اويا بل وکړو . او که تېرو ورته پېښو ته وګورو هېڅوګ به هېڅ څه ونشي کړای دا ځکه چې تر اوسه د کوم بې ګناه وژل شوي افغان قاتل ته سزا ورکړل شوې ده . د ژورنالېستانو اتحاديو و دا غوښتنې کړې چې د روحاني قاتلين دې ونيول شي او سزادې ورکړل شی . خو زه دا وايم چی دا قاتلين به ونيسي څوګ اوسزابه ورکړي څوګ؟ نو بيا هم که هر څه ووايو ګټه نلري.

اوس به د ناچارۍ نه فقط داوايو چې خدای دې هغه ته هغه دنيا ښه کړي او کورنۍ ته دې صبر اواجرونه..په اصل کې دا نه يواځې د روحاني وژنه ده، بلکې که موږ ځير شو دا د هر افغان او د هر فرهنګي او کتاب قلم په لاس په شان د شخصيتونو وژنه ده او هغه په دې دليل چې پرون که نقشبندي وژل شو نن روحاني وژل کيږي که همداشان د دې جنايتونو مخه ونه نيول شي او پر وړاندې يې موږ ټول په ځانګړې توګه مسوول چارواکي ونه دريږي نو په دې بايد هر يو پوى شو چې سبا به زما او بل سبابه د ستا وارهم را رسيږي نو دې لړۍ ختمول پکار دی او دا چې څنګه به ختمه شي بيا هم نه پوهېږم . درناوی ايمل صا لح کندز ښار.

محمد اسحاق شېواڼى – فراه افغانستان
ای اسمانه! وير پروير دي بيا په وير يو بل ستر پوه دي راڅه واخستی زهير يو راته وايه پښتانه په څه تقصير يو زړه دي وچ سه، وچ زړګی دې نه سړيږي . (رشاد صيب ته ويل شوى شعر)

دغرمې د ډوډۍ وخت ؤ، په دفتر کې د ډوډیۍپرميز سره راټول ناست ؤو چې د مېز په هغه بل سر کې يوه ملګري وويل :((په هلمند کې د بي بي سي يو خبريال وژل شوی دى)) دا خبره چې مې واورېده زړۀ مې هغه د چا خبره ولاړ او ډېر خفه شوم، ډوډۍ راڅخه پاته شوه، ځکه زړه ته راتېره شوه چې ارومرو روحاني دى، هسې خو هم موږ پښتنو ته دکار سرونه ندي پاته . خو بيا مې هم زړۀ دا راته وويل چې نه داسې نشي کېداى، ځکه روحاني خو یيو پاک سپېڅلى انسان دى، هغه خو هېچاته هم آزار ندى رسولی، هغه خو د ټولنې واقعيتونه د مسؤلينو تر غوږو رسول، هغه خو د بېوزلو آواز نړۍ ته اوروي . ژرمې ټلېفون را واخست او د ځينو ملګرو سره په تماس کې شوم ترڅو په حقيقت وپوهېږم، خو کله چې په حقيقت پوه شوم او د ځواني مرګ په بې رحمانه شهادت خبرشوم، هېڅ ډول مي زړۀ ته ډاډ نشو ورکولاى او بې اختياره مې اوښکې ترسترګوو بهېدې، دده ځواني او بې رحمانه شهادت له يوې خوا ځورولم او دده د بورې مور او بوډا پلار اوناوې مېرمنې غم له بلې خوا ځورولم، خو تر ټولو زيات دشهيد پاته ماشومې لور ځورولم او په دې فکر کې وم چې هغې ته به څوک د پلارمينه ورکړي؟ هغه به څوک په ناز ناز رالويه کړي ؟ د احمد فواد لامع هغه شعر مي را په زړه شو: زه د مرګي له تيارې کندې څخه نه وېرېږم پام چې ډارن نه يمه خو لږ څه صبر وکړه ځکه تر اوسه مې جنت ته تلوسه نشته ﻻ زه د بې وسو بچو خولې ته مې ګوله لټوم زه يې و تن ته د زاړۀ ټوکر جامه لټوم زما د بچې سترګې چې سرې وې د پرون له لوږې پر ما يې غږ کړ چې \\\" راګوره ابا \\\"!!ماته دې سپينه کتابچه د ښوونځي هېره نشي !هغه مې هېرې نه دي زه به يې مور ته خامخا دارو درمل رسوم پام چې ډارن نه يمه خو لږ څه صبر وکړه اي خدايه!!! دا څونه د وحشي ځناور فکر ؤ چي د روحاني د وژلو پلان يي جوړوي، او دا ليوه به اوس په څونه وياړ ناست وي او فکر به کوي چي څونه ښه کار يې کړى، خو دده په زړۀ توره ټاپه لګېدلې ده او دی په دې نه پوهېږي چي دا کسات له مانه خېژي او پاتې نلري . دا ظالم هغه تورمخى او بدمرغه يوازې په نامه انسان دى چې نشي کولای ځان را ښکاره کړي،ګنې خلک به يي غوښې په غاښو بېلې کړي، خو يوه ورځ د حساب کتاب شته . بياهم د لامع شعر: خو په الله مې قسم چې په هغې دنيا به له دې تڼاکو نه په ډکو لاسو ستا د کفن ګرېوان په ډاګه نيسم زه به د خدای پر وړاندې تا وپوښتم چې دې جنت ته د ورتلو په بدل ولې بچيان دې يتيمان کړل راته ولې دې کونډه کړه رنځوره ميرمن ولې دې بوره کړه سر سپينه بوډۍ ولې دې وراره کړه بې وسه نجلۍ زما د بچو لاس به د چا په وينو سور شي وروسته؟ هغه د کور ميرمن مې خدايزده چې چېرې به څادر دسوالګرۍ هوار کړي؟ د روحاني سره ما یواځي د ټليفون له لاري خبري کړي وي او تر دا يو څو ورځو مخکې چې په کندهارکې د انارګل په مشاعره کې موسره وليدل مخ کې موسره ليدلي هم نه ؤو، خو په دې ښه پوهېدم چې هغه څونه مينه ناک انسان او هغه انسان دى چې د هرچا په زړه کې په يوار ليدلو ځای نيسي . په مشاعره کښي د ماښام د ډوډۍ خوړلو وروسته زه او روحاني په يوڅنډه کې کښېناستلو او ښه ډېر گړۍ مو خبرې سره وکړې اوپه دونه مينه يې زما سره خبرې کولې او زما په ليدو خوشحاله شو چې هېڅ کله به زما هېر نشي . د فراه ولايت د ټولوخلکو په ځانګړي ډول د ټولو ژورنالېستانو، ليکوالانو او شاعرانو په استازيتوب د لوی څښتن (ج) څخه شهيدعبدالصمدروحاني ته د فردوس جنت غوښتنه کوم او پدې سترغم کې ځان د شهيدروحاني د درنې کورنۍ او ټولو وطنوالوسره شريک ګڼم او دوی ټولو ته د جميل صبراو زغم غوښتنه کوم . محمد اسحاق شېواڼى فراه، افغانستان

عبيدالله همدرد – کابل افغانستان
په روزۍ په جوختو ختل او د يو بې گناه انسان بې رحمانه وژل که موژقياس کړو په هغه روزۍ ختل کبر نه خود يو بېگناه انسان وژل ډېر عظيم کبردی، خدای د دغه وحشت د نړۍ نه خاصتاً زموژ له هېواد نه ورک کړي.

محمدولي دوست – لښکرگاه افغانستان

كه رشتيا ووايو د شهيدروحاني شهادت سخت غمژن كړي يو الله دي جنت فردوس وركړي اوهرچا چې دى په شهادت رسولى وي الله دې د اوحشيان اوظالمان هم په دې دنيا اوهم هغه دنياكې د سخت عذاب سره مخامخ كي . يوه خبره زياتوم هغه داچې د شهيدروحاني لپاره د بښنې دعا او د هغه د پاتې كورنۍ لپاره د هغه د ورور يا پلار پرنامه يوبانكي حساب پرانيستل ترسو هرشخص وكولاي شي د خداى د رضالپاره د هغه سره مالي مرستې وكړي . په درناوي

عبدالرافع مدقق – لوگر افغانستان

خپل سلامونه دبی بی سی راديو کارکونکو ته اوبيا خاصآ ولی عبدالله ته رسوم بعد له سلامه ستاسو روغتيا اوسلامتيا د لوی او مهربانه خدای څخه غواړم.د محترم دارواشاد مرحوم اوځواني مرگ ژورنالېست عبدالصمد (روحاني) د شهادت له امله بياهم تاسو محترمو ژورنالېستانو اوخبريالانو ته تسليت وايم محترمو زه يوه پوښتنه لرم چه دخبريال وژل کېدل به ددې جنگي جنايت کارانو لپاره څه گټې او کاميابي وي؟ ولې خبريالان دجنگي جنايت کارانو شکار گرځي؟ زما په نظر ددوى گناه همدا ده چې دوى حقايق نړيوالو ته رسوي او د اجنايت کاران نه غواړي چې نړيوال ددوى له کارونو خبر شي . خو اد د دی جنايتکارانو ډېره لوىه غلطي او نافهمي ده ځکه چې خبريالان په هره ټولنه کې د آزادۍ خاوندان دي او بايد حقايقو روښانه او دنيا والو ته ورسوي .

محمد گل ملال – کابل
اين يک عمل غير انسانی وافغانی وخلاف مقررات دين مبين اسلام می با شد وهرکس که اين عمل فاجع را انجام داده من آنهارا نه مسلمان ونه انسان ميدانم در اخير برای خانواده مرحومی صبرجميل خواهانم وخدرا غم شريک آنها دانسته

غلام غوث نورزاى – کندهار افغانستان
دارواشاد روحاني ته مغفرت اوجنت فردوس او بازمانده گانو ته يې جميل صبر غواړم

عبدالله احسان -

سرکاره زموږ عبدالصمد روحاني چا وواژه د آی ايس آی په امر مړ ، که امريکا وواژه هلته خو ته يې ، طالبان ، برتانيا، مافيا قاتل راوښيه، کنې په خدای چې چا وواژه ! لراوبرډاټ کام د شهيد روحاني لپاره يوه برخه ځانګړې کړېده ، دلته د روحاني په اړه ږغيز ، ويډيوي او ليکلي معلومات ترلاسه کيدای سي

عبدالرحمان غضري – ساجر، سعودي عربستان
هسي خومې دځوانې مرګ روحاني غږله بي بي سي راديوڅخه ښه ډېر اورېده چې همېشه به يې دهلمندله جنګ ځپلي اوناارامه ولايت څخه دمرګونواوجنګونو راپورونه ورکول خو يواځې څو اوونۍ وړاندې پوه شوم چې روحاني يوازې دتاوده ډګرخبريال نه بلکې يوښه ليكوال او په ادب مين ځوان دی داهله چې کله مې له بي بي سي راډيوڅخه د مرحوم په غږکې د هلمند د مشاعرې راپورواورده اوپه سبامې دامريکا غږاشناراډيوسره د هغه په مرکه کې واورېدل چې په خپله دی د مشاعرې سمبالوونکی و اوديوې پوښتنې په ځواب کې مې د ځواني مرګ داخبره ډېره خوښه شوه چې ويل: له دې مشاعرې څخه زموږ يوه موخه داوه چې هېوادوال پوه شي چې هلمند يوازې د جنګ اوجګړو ځای نه دی له جنګ سره سره ادبي اوکلتوري هڅي هم رواني دي که څه هم ما روحاني صاحب له دې نه زيات نه پېژانده خو کله چې مې د جوزاپه نه نسمه نېټه خپل کمپيوتر روښان کواول د ټول افغان وېب پاڼې ته لاړم هغلته مې دپاڼې له خلاصېدو سره سم په يوه کرښه سترګې ونښتې چې ليکلې و ځوان ژورنالېست عبدالصمدروحاني ووژل شو هېڅ په ځان پوه نه شوم زړه مې داخبره نه منله مطلب مې په بيړه راخلاص کو پوه شوم چې دابدمرغه خبر رښتيا ده يوڅوشيبې مې سره په مېزکېښوده هغه دپښتو متل رايادشو چې وايې: سل دې ومره خو يو دې مه مره له تېرو دريو ورځوراپه دې خو مې نه دخبرونواورېدل زړه غوښتل اونه مې هم کمپيوټر ته زړه ورتو نن چې مې کمپيوتر پرانيست نوو مې ليدل چې ټولې پښتنې وېب پاڼې دروحانې په ماتم توري دی نو ځکه ما هم ددې څو کرښو ليکلوته زړه ټينګ کو که چيرې يوازې د روحاني بېلتون وای خو موږ به خدای ته صبرکړی وای اودادروند غم به مو د خپل عمل جزاګڼلې وای دلته خو هغه دشاعر په خبره چې وايې څه وکړم دچاپه مزاراوښکې مينجورې کړم يوروحاني نه دی ټول ټبريې راته وواژه خبر يوازې د ځواني مرګ روحاني دوژلو نه دي داسې ښکاري چې دپښتانه ټبر ته دسيسې جوړېږي ددې روان اووه کلن بدمرغه جنګ هر تندر دپښتانه په سر پريوزي کور د پښتانه سوزي زانګو دپښتانه ماشوم په وينو سره ده او اوښکې د پښتنې مور له سترګو څخه څڅيږي راځئ چې په ګډه خدای ج ته لاسونه لپه کړو اوورته ووايو چې أي خدای بس دی نور د پښتانه له کورڅخه دغه دغم ټغر ټول کړه دغو په زانګوکش کړه هغوي په روحاني ماشه ګل يې رانه وواژه ګودر يې رانه وواژه د ځوانې مرګ روح ته جنتونه اوکورنۍ اوملګرو ته يې صبرجميل له خدايه غواړم .

محمدداود عمرزاد- لښکرگاه افغانستان
موږ د اروښاد عبدالصمد روحاني ناځوان مردانه وژنه په كلكه غندو اود ده لپاره د لوي خداى جل جلاله څخه د فردوس جنت غوښتنه كوو او د ده دكورنۍ، دوستانو لپاره د جميل صبر غوښتنه كوو او د دولتي چارواكو څخه په كلكه غواړو چي د ګران روحاني قاتلين ونيول شي اواعدام كړاى شي چې د نور لپاره د عبرت لامل وګرځي.
په درناوي عمرزاد

داکتر محب الله صافی – کابل افغانستان
د روحاني روح ته دعا کوم او وژل يې غندم. تر هغه چه د جهالت او بې سوادۍ تياری زموژ په وطن کې وي تر هغه به دا د وژلو لړۍ دوام ولري. داځکه چې روحاني د هغه جاهل او بې سواده په لاس وژل شوی چې نه له اسلام نه خبر دی او نه له انسانيت نه. په درناوي

عبدالواسع ساهو- کابل افغانستان
له کله نه خبر شوم يم چې زموږ د وطن خوږ ژبې ژورنالېست د تل لپاره له دې فانې نړۍ نه سترګې پټې کړي نو ډېر خواشينى شوم له چارواکو څخه هيله کوم چې ددغه مجرمين پيدا کړي او داسې سزا ورکړي چې په نړۍ کې يې ساری نه وي او دا زموږ د وطن د دښمانانو کار دي .

السلام عليکم
عبدالمتين سروري يم د غزني ولايت د زنخان له ولسوالۍ د زمانخېلوله کلي نه
خدای بښلي عبدالصمد روحاني په شهادت زيات خواشينی شوی يم خدای ج دې فردوس جنت په نصيب کړي له نژدې مې هم نه ورسره پېژندل، خوده ده رپورټونه مې د بي بي سي د راډيو له ليارې اورېدل
کورنۍ اوخپلوانوته د جميل صبر غوښتنه کوم
داغه ولولی تڼى صاحب :

پرون ګل سره همرازوم نن يی بوی مندلای نه سم
چاله سيله راجلا کر م خپل همزولی موندلی نه سم
وزرونه يې رامات کړل په هوا الوتی نه سم
ژبه تېزه لرم خوله کې خو ازاد غږېدا ی نه سم
غم شريک ياران مې ولاړل زه تنها پاتېدای نه سم

عبيدالله عابد – کابل افغانستان
خپل سلامونه د بي بي سي راديو ټولو محترم کارکوونکوته وړاندې کوم په ډېره خواشينۍ سره موخبرترلاسه كه چه د بي بي سي خبريال او تكړه ژورناليست عبدالصمد روحاني د نامعلوموكسانوله لوري په شهادت رسېدلى .

( انالله وانااليه راجعون ) روح د شاد وي. ارواشاد محترم عبدالصمد روحاني دځواني مرگۍ له امله ستاسو محترمو کارکوونکو ته او ستاسو له ليارې افغان ولس ته او بيا خاصتآ د ارواشاد کورنۍ ته تسليت وايم . د لوی خدای(ج) څخه د مرحوم کورنۍ ته د صبر جميل او مرحوم ته د مغفرت غوشتنه کوم.

ارواشاد عبدالصمد روحاني د هېواد يو ستر شخصيت ؤ . دده وژنه په کلکه غندو له افغان چارواکو غواړو چې دده د وژنې په هکله پلټنه وکړي او قاتلين يې د قانون منگلو ته وسپاري . دا يو غير اسلامي غير انساني او غيراخلاقي عمل دی چې همېش زموژ دوطن دشمنانو له خوا تر سره کيژي او هره لحظه په سلگونو بې گناه انسانان قتلوي. ارواښاد روحاني زما د ورور ذبيح الله بهار ډېر نژدې او صميمي ملگری ؤ چې هره لحظه يې يادوي او په شهادت يې زموژ ټوله کورنۍ ډېره خواشېنې ده. په اخرکې درود او سلام دې وي پر ټولو شهيدانو د افغانستان او خاصتاٌ په عبدالصمد شهيد. والسلام ستاسو ورور عبيدالله عابد داسلام اباد د نريوال پوهنتون د حقوقو فارغ التحصيل او د پوهنې په وزارت کې د مشاوريت حقوقي بخش مسوؤل .

احمدالله احمدي – لښکرگاه افغانستان
اولين وار مې هغه په يو مجله كي وپيژانده بيامې د هغه خبرونه په صباوون راديو كي واورېدل اوبيامې هروخت د هغه خبرونه په بي بي سي راديو كې اورېدل كوشش مې كاه چي يو ورزبه دده سره كښېنم نوزه به هم داارمان قبرته يوسم هغه يو ډېرقوي اوبااستعداده شخصيت و روح دي شادوي يوه ورج مي هغه دنژدي وليدي په نېټ كيفې كې چې زماوشاته كبين كي ناست وو وروستي ځل مې هغه په هلمندڅيانده سېند مشاعره كې وليدى زه په قندهار كي وم چې يو انډيوال مې زنگ وواهه چې ويل يې عبدالصمد روحاني شهيد سو داخبره مې څو څو ځله په مغز كې تكرار شوه د خوبه وم خوب مې ولاړى پرسترگومې تاريكه سول بدن مې مړسو پښې مې د حركته ولوېدى كښېناستم غم زده زړۀ مې درد واخيست او د هغه خبرې او هغه نېټ كيفې مې ترسترگوسوسوواره تكرارېدل نه ياري سته نه دوستي سته عجب كاردى
زماپه فكر هرسري د مطلب ياردى چې ظالمه پر دا مظلوم دې څنگه لاس پورته سو . انالله وانااليه راجعون

قادر خان نظري – دوبلين، آيرلند
په دې کې هېڅ شک نشته چې د صمد روحاني وژنه د افغانانو، اسلام، حقيقت او انسانيت د دښمنانو کار دی .

محمد لېربه – کابل، افغانستان
وای په ژوندون می نصيب نه شوې صمد جانه جنازې ته دی درځمه ؟ وای کاش چه مرگی وی خوی زړگی نه که زرکی وای چه رحم ورسره وای . زه چه کله د پرون راهيسې خبرشوی يمه نو زړه مې راته وايي چې په چيغوچيغو له وژاړه خو چاته وژاړمه اوچاته ورشمه چې د زړه غم ورسره شريک کړمه ؟ نوپه ماباور وکړئ چې رښتيا له پرون راهيسې مې زړه له کاره تور دی، کاشکي داخلک پوی شي چې څوک وژنم، خوخپل ورور وژنم وايم خدای دی دوی وشرموي ؟ د ده روح دې ښاد وي او نوم دې يې تل ژوندی وي .

قريب الرحمن سعيد
بسم الله الرحمن الرحيم، انا لله و انا اليه را جعون

د مذهب او وطن مين ليکوال، خبرنګار او ژورنالست ، شهيد عبدالصمد روحاني ، په شهادت رسونه ،د هېواد د تاريخ په دغه ناورين کې يو بل ستر کرغېړن عمل دی چی دعلم او پو هې ددښمنانو لخوا تر سره شوې .

دغه عمل له هره اړ خه په کلکو ټکو سره غندو او ددی عمل مجرمينو ته د ولسي سزا غوښتونکې يو. مونږ په داسې حال کې چې د شهيد عبدالصمد روحاني کورنۍ ته د هغه د شهادت په هکله د الله جل جلاله له اړخه د زړه زغم او صبر غواړو او په دی ستر غم کی ورسره ځان شريک ګڼو د شهيد ټولو د قلم او فکر ملګرو او د ژورنالستانو ټولې کورنۍ ته، چې زه هم د هغې يو غړې ېم د زړه له کومی خپله غمرازي څرګندوو.

همدا راز غواړم چی د هېواد ټول روڼ أندي ، او په عامه ټوګه ټول هېوادوال په يوه اواز او يوه غږ سره، په هېواد کې د تروريزم تر نامه لاندې د بهرنيو اشغالګرو ځواکونو په لاسو داوسنۍ عام وژنې په هکله، چې هر ه ورځ په کې په لسګونو کوچنيان، ښځې او زاړه د ځوانانو په ګډون سوځي، د بين المللي ټولنې څخه په کلکه و غواړي چې دا عامه وژنه چی د پښتنو د قوم د نابودۍ په خاطر روانه ده سمدستي او پرته له ځنډه و دروي .

لوى افتخار
  دا خط ليکم ما ته ژړا راځي داده ته ډېر لوی افتخار دی چې ټوله اسيا پرده خوابدې ده
 
عبدالهادي فقير

همدا راز په جنګ کی د را ښکېلو اړخونو څخه په کلکه و غواړو چی د هېواد د بچيانو د ښوونځيو د ويجاړولو څخه ځان و ژوغوري او برعکس هغوی ته د امن او سکون زمينه برابره کړي تر څو زموږ نوې کهول د ښوونې او روزنې څخه بې برخې نشي . او ددغسې شيهدانو تشه پرې ډکه شي.

په درنښت قريب الرحمن سعيد د پخواني افغان خبري اژانس رئيس او د حزب اسلامی افغانستان پخوانی وياند.

عبدالهادي فقير – هلمند افغانستان
زه چې د روحاني صاحب عکس ته وگورم هغه دد خوژه خندا او هغه مينه اومحبت چې ده دگران افغانستان سره درلود اوس زه نه پوهيژم چې دا کوم خلگ دي او څه شی غواړي چې دده داښکلی بدن يي د ټوپک په مرمۍ وويشت دا اوس چې دا خط ليکم ما ته ژړا راځي داده ته ډېر لوی افتخار دی چې ټوله اسيا پرده خوابدې ده خدای ج دې وبخشي

مسعود سلطان – لندن برتانيا
تر هر څه د مخه د شهيد روحاني کورنۍ ته له خدای نه جميل صبر غواړم. په ريښتيا چې نن ورځ په افغانستان کې د تاريخ کثيف ترين جنګ روان دی چې پکې ګناکار و بې ګنا ماشومان، ښځې او هېڅوک خوندی ندي. زما په فکر دې جنګ ته د نندارچي په حيث پاته کېدل به هر افغان ته په لوړ قيمت پرېوزي. زه له بده مرغه ډاډه يم چه شهيد روحاني به ددې جنګ اخيرنی قرباني نه وي.

اسدالله عمري – کابل افغانستان
کله چې مې خبر تر لاسه کړ چې عبدالصمد روحاني د سولې د دښمنانو له لوري په شهادت ورسېد پرې خواشينی شوم خو زما په عقيده ددې پر ځای چې زموږ لارې او مسير ته تغيير راکړی، خو زموږ ارادې لا کلکيږي د ارواشاد تولو مينه والو ته او دده کورنۍ ته د زړه صبر او عظيم اجر له رب العزت الله ج څخه غواړم.

نصرالله - کندهار، افغانستان
ما هغه په وروستي ځل په کندهار کې د انارګل په مشاعره کې وليد. او خپلو ملګرو ته مو ور معرفي کړ. اوس چې د هغه مړينې موږ ټول د غم پر ټغر کښېنولو نو ټول ملګري وايي چې کاشکې هغه موږ نه وای ليدلی په خاصه توګه هغه ملګری وايي چې دی يې په لومړی ځل ليدلی و.

عبدالله اميري – کابل افغانستان
په ډېره خواشينۍ خبر سوم چې يو بل تکړه خبريال مو د لاسه ورکړ. خدای دې پرموژ ټولو افغانانو ورحميږي که نه يا خو دې موژ ټول د ځمکې د مخې ورک کړي چې د ډېر داسې کړاوونو څخه خلاص سو. په درنشت

ارواښاد روحاني
ارواښاد روحاني به تل ويل :' کب چې په اوبو کې وي تازه وي.'

عبدالقدوس امان – رياض سعودي عربستان- متعلم
زه هر يوأفغان ته دعاكوم الله دې وبښي أو روحاني دې هم الله وبښي ډېرخدمت يې وكړ أو زه وايم أفغانان دې د يو بل نه دګيلو پرځای خپل ځانونه إصلاح كړي إن شاء الله چې أفغانستان به جوړشي عبدالقدوس أمان سعودي عرب رياض KSU

الياس نيمګړی – کراچۍ، پاکستان
ما روحاني صاحپ ډېر زيات خوښېده، الله دې دده کورنۍ ته صبر جميل ورکړي، زما له حامد کرزي څخه دا خواهش دی چې زر تر زره دې ددې خبرې تحقيق وکړي او د بي بي سي راديو ټولو کارکوونکو ته د بل خبريال په تمه يم .

قمرالدين کټوازی – الحفل الباطن، سعودي عربستان
د روحاني صاحب مرګ موږ هم وځورولو، خدای دې د هغه کورنۍ ته د زړه صبر ورکړي مګر که زموږ دا ملک اوضاع دا رنګه وه نو دا نه ډېر روحانيان به مړه او له موږ نه ولاړ شي له خداونده په ټول ملت کې نور د امن او امان دعا کوم او بس .

احمدزی ناصري – کابل افغانستان
د خدای بښلي روحاني شهادت سخته خپه کړی يم . الله دې هغه انسانان يوه شېبه هم نه پاتې کوي، دغه دنيا کې دې الله شرمنده کړي د روحاني پاتې شونو ته دې الله صبر جميل ورکړي .

حفيظ الله خان ناصري- اسلو، ناروې
دا هر چا ته ډېر خواشينوونکی خبر دی، په ځانګړي ډول د هغه کورنۍ ته . په ريښتيا چې دغه د يوه بې ګناه افغان په حق کې يو ډېر ناځوانه او ډارن کار دی، د روحاني قاتل له دوزخ پرته نور څه لاس ته نشي راوړلی، دا په يقين سره ويلی شو چې ده دوزخ ځان ته ګټلی دی، ځکه چې هېڅ قانون دا اجازه نه ورکوي چې د بې ګناه انسان وينه دې په ناحقه تويې شي، دا نه پّه اسلام او نه هم په نورو دينونو کې اجازه ورکړل شوې ده .

زه ډاډمن يم چې د صمد وژونکي صمد نه دی وژلی، بلکې هغه د تل لپاره ژوندی دی، او د ټولې نړۍ په زړه کې ځای لري، دده کورنۍ ته د زړه له کومي تسليت وايم .

ميوند مرور – ليډز، برتانيا
د روحاني په وژل کېدو پښتو ووژل شوه، د فرهنګپالو د هېواد د مينه پالو وژل دي او زړه ماتول د وطنپالو دي .

سرښندنه
 روحاني په افغانستان کې د وينا د ازادۍ لپاره خپل ځان قرباني کړ
 
سيدبهرام شاه

حيات توپان – لندن ، برتانيا
شهيد عبدالصمد روحاني خپلې دندې او افغانستان ته ژمن انسان و . موږ په دې پېښه سخت خواشيني يو. افغان دولت بايد د ژورنالېستانو د حفاظت لپاره کار وکړي. دا په افغانستان کې اول ځل نه دی چې ژورنالېست وژل کېږي، موږ په دې تېرو څو کلونو کې د ژورنالېستانو د وژنې او ځورونې د څو پېښو شاهد وو .

احمد جان مومند- لندن، برتانيا
عبدالصمد روحاني يو ډېرلوی ژورنالېست او يوه غټه خزانه وه، خو بدبختانه موږ له لاسه ورکړ. الله دې ورته بښنه وکړي .

وزير محمد حقپرست – ګردېز، افغانستان
کله مې چې د صمد روحاني د وژنې خبر واورېد، ډېر خپه شوم، زه دغه ناوړه کار غندم، زه نه پوهېږم چې زموږ هېواد ته کوم ډول دښمنان راغلي دي؟ الله دې دده پر شهادت برکت واچوي او دده کورنۍ ته صبر ورکړي، له افغان چارواکو غواړم چې دده د وژنې په هکله پلټنې وکړي او قاتلين يې د قانون منګولو ته وسپاري .

هدايت الله نسيمي – دوبۍ، متحده عربي امارات
عبدالصمد روحاني دې خدای وبښي او د ده کورنۍ ته دې خدای عوضونه او د زړه صبر ورکړي . د بي بي سي کارکوونکي او مشران بايد ټول دده د کورنۍ سره هر ډول مرسته وکړي . که چېرې زموږ مرستې ته ضرورت وي، نو موږ هم تيار يو . مننه

سيد بهرام شاه – ونکاور، کاناډا
سلامونه ، پر ون مې د روحاني د مرګ پّه اړه واورېدل، په رښتيآ چې دښمنان افغانان په نښه کوي. روحاني په افغانستان کې د وينا د ازادۍ لپاره خپل ځان قرباني کړ، زه د نوموړي کورنۍ، وروڼو، مېرمنو، ماشومانو او د بي بي سي ټولو کارکوونکو ته تسليت وايم . زه د ارواښاد روحاني په اړه د بي بي سي پروګرام ته درناوی لرم. له تاسې نه ډېره مننه کوم چې د دې ډول پروګرامونو په خپرولو مو لاس پورې کړ .
بدبختانه زه په پښتو ليکنه نه شم کولای، ځکه چې زما سره د پښتو توري نشته . په درناوي .

مختار احمد کاکړ، کندهار، افغانستان
کله مې چې د ارواښاد روحاني د مړينې خبر واورېد، ډېر سخت خپه شوم، داسې خپه شوم لکه زما د کورنۍ کوم غړی چې وژل شوی وي .

فريد احمد- کندهار، افغانستان
سلام، زما په اند د روحاني وژنه ډېر بد کار دی .

ډاکټر محمد – surrey، کاناډا
زه او زما ښځه د ځوان ژورنالېست عبدالصمد روحاني د وژل کېدا په خبرسخت خپه او ټکان مو وخوړ. ځايي چارواکي بايد د روحاني قاتلين ومومي.

محمد عارف حليمي – کانبرا، استراليا
له هر څه مخکې د عبدالصمد روحاني د وژل کېدو لپاره د نوې پاڼې د پرانستلو درناوی کوم زه د بي بي سي کارکوونکو ته ځانګړي ډول د پښتو څانګې خبريالانو روغتيا غواړم .

جرم پرته وژنه
 کله چې ما په هلمند کې د عبدالصمد روحاني د وژل کېدا خبر واورېد، ما دافکر نه کاوه چې دا به رښتيا وي، ماوېل دا به د رسنيو تېروتنه وي چې دغه بد خبر خپروي . له هغې ورځې راهيسې زه فکر کوم چې ولې نوموړی له کوم جرم پرته ووژل شو؟؟؟؟
 
نورالله احمدزى

زه د خپلو احساساتو تعبير نشم کولای، د روحاني زړورتيا،روزنه، او بې پرې پاليسي او خاکساري، کله چې مې دده د مړينې خبر واورېد، نو په ژړا شوم او تر اوسه مې وضعيت ښه نه دی، زه داسې فکر کوم چې ما خپل سکنی ورور له لاسه ورکړی دی، داسې وګورئ چې هغه څومره پر ټولو ګران انسان و، په هر صورت، زه ويلای شم چې الله دې د ارواښاد پر شهادت برکت واچوي او کورنۍ ته صبر ورپه برخه کړي، نوموړي د بيان د ازادۍ او پښتنو لپاره خپل ځان قرباني کړ، په پای کې د بي بي سي چارواکو ته ليکم چې دده له کورنۍ سره مرسته وکړئ او یوازې يې مه پرېږدئ . الله دې دده شهادت برکتي کړي .

حکمت الله خيبر- جلال اباد، افغانستان
سلام، د روحاني د وژل کېدا خبر ډېر خواشينوونکی و، نوموړي به د هلمند ولايت نه خبرونه برابرول، موږ دده مړينه غندو . مننه

نواب ساهو- غزني، افغانستان
زه د خدای بښلي روحاني وژنه په کلکه غندم او د يو افغان دښمنه او کرکجنه عمل بولم . د خدای جل جلاله له دربار نه د جنات او کورنۍ او همکارانو ته يې صبر جميل غواړم . دا د افغانستان دښمنان دي چې غواړي زموږ غږ په ستوني کې خپه کړي .

ستاسو غمشريک: نورالله احمدزی، سوېلي کوريا

د بي بي سي پښتو درانه خبري سروېس ته !
کله چې ما په هلمند کې د عبدالصمد روحاني د وژل کېدا خبر واورېد، ما دافکر نه کاوه چې دا به رښتيا وي، ماوېل دا به د رسنيو تېروتنه وي چې دغه بد خبر خپروي . له هغې ورځې راهيسې زه فکر کوم چې ولې نوموړی له کوم جرم پرته ووژل شو؟؟؟؟ ارواښاد خو د وژنې وړ نه و ... خو د وطن ظالمان موږ نه پرېږدي.

زړه مې دومره خپه دی چې نور نه غواړم چې د بي بي سي پښتو وېب پاڼه وګورم .
خدای دې روحاني ته واړه جنتونه په نصيب کړي او کور ته يې تسليت ور په برخه کړي .

احمد نجيب بياباني – اوسلو، ناروې
د عبدالصمد روحاني مړينې ډېر زيات خواشينی کړم. زه د مرحوم له کورنۍ سره خپله غمشريکي کوم او د پاک الله (ج) نه شهيد خبريال ته د فردوس جنت غوښتونکی يم.

ايمل احمدزى – الفروانية، کويت
د مرحوم روحاني صاحب د وژل كېدو دردناك خبر د نورو هېوادوالو په څېر زما په زړۀ هم د وير پيغام كېښود ، خداى تعالى دې شهادت قبول كړي . د مرحوم روحاني شهادت د ټول افغانستان او په خاصه توگه د خبريالانو لپاره يوه لويه ضايعه ده خداى دې جنتونه د فردوس ورته نصيب كړي .

فضل غني حقمل – کابل، افغانستان
ځينې وخت انسان نشي کولای د يو چا د ژوندانه ټول اړخونه اوکړه وړه په يوځل بيان اوخلکوته ښکاره کړي .

عبدالصمدروحاني هم يو له همداسې کسانوڅخه ؤ چې سړی نشي کولای په يو وار د هغه ټول خويونه او ټولې ځانګړنې وستايي، په هرحال روحاني يوزړور، باتور، او د ټولو انساني اصولو پابند ځوان ؤ، د هغه مړينه د ټول پښتون ولس اوبياد رسنيوپه ډګرکې يوه ستر ضايعه ده. خدای خبرولې د اسلام اوبشريت دښمنانو پداسې يو تنکي ځوان خپل زړونه تش کړل چې تراوسه يې هېچاته هم په بدنظرنه وکتلي بلکې تل يې دخپل هېواد اوخپلوخلکو دخدمت لپاره مټې رابډ وهلې وې .

زموږ رسنۍ په پرديو په چوپړکې
 د ازادو ژورنالېستانو ټولنې له چاپي، غږيزو او انځوريزو رسنيو وغوښتل تر څو د روحاني په مړينې د خواشينۍ ښکاره کړي، خو په تاسف بايد ووايم چې ډېريو رسنيودا کار ونه کړ او له دې نه ښکاري چې دوی د دې پرځای چې د خپلو خلکو لپاره کار وکړي د پرديو په چوپړ کې بوختې دي .
 
حبيب گل توتاخېل

اوس پکار ده چې افغان دولت اوپه افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه ددغې پېښې به اړه جدي پلټنې وکړي اوتورن کسان دقانون منګلوته وسپاري. دلمن ادبي،کلتوري مجلې مشرتابه دمرحوم روحاني له کورنۍ اوخپلوانوسره پدغه غم کې ځان شريک بولي اوارواښادته دلوی خدای (ج) له دربارڅخه دمغفرت اوجنت غوښتنه کوي.الله پاک دې دارواښادکورنۍ له نوروغمونوڅخه وساتي. انالله وانااليه راجعون .

ظفر خان احمدزى- پل علم لوگر، افغانستان
موژ يوازې دومره ويلاى شو چې روحاني ته الله پا ك جنت فردوس ور په نصيب كړي او دده غمجني او وير جنې كورنۍ ته دې الله پا ك صبر جميل ورپه برخه كړي داسې بې گناه او سپېڅلي ځوان خو هېڅكله هم د وژلو لياقت نه درلو دا دې پښتنو او افغانانو بدبختي ده چې خپل بې گناه بچيان پخپله وژني زه له لوى رب څخه دا غواړم چي افغانان له دې بد بختۍ خڅه خلاص كړي .

محمد اجان احمدزى – کابل افغانستان
دا لومړی ځل نه دی چه زمونږ د هنر د خاوندانو سره دا کار کيږي؛ بايد حکومت يې وڅېړي، او زه پدې متيقن يم که چېرته حکومت د زړه نه اقدام وکړي عاملين يې پيدا کيږي!

ولې کله! څوک!ايا داسې څوک ويني چې ددې پوښتنه وکړي!! په ډېره خواشينۍسره مې د عبدالصمد روحاني د مړينې خبر ترلاسه کړ، چې ډېر ورباندې خفه شوم . د روحاني صاحب کورنۍ او د بي بي سي ټولو همکارانو ته د زړه له کومي تسليت وړاندې کوم. اﷲ تعالی د جنت فردوس په نصيب کړي .

حبيب ګل توتاخېل – کابل افغانستان
خدای شته چې د ارواښاد روحاني مړينې خبر شوم نو سترګې مې له اوښکو ډکې شوې. پرون د ازادو ژورنالېستانو ټولنې له چاپي، غږيزو او انځوريزو رسنيو وغوښتل تر څو د روحاني په مړينې د خواشينۍ ښکاره کړي، خو په تاسف بايد ووايم چې ډېريو رسنيودا کار ونه کړ او له دې نه ښکاري چې دوی د دې پرځای چې د خپلو خلکو لپاره کار وکړي د پرديو په چوپړ کې بوختې دي .

محمد امين کټوازى – لندن، انگلستان
لمړی خو د روحاني روح ته دعا کوم په رښتيا سره ماته زړه وړونکی خبر وو د روحاني دا تنکۍ ځواني د مرګ نه وه . خو لا خواشينی په دې يم چې د روحاني په مرګ سره دا لړۍ لا بند نده خدای خبر چه لا نورې به څومره ميندې داسې تنکي زامن د خاورو غېږې ته ور وسپاري .

دالله نه دې پاک شهيد ته رحم غواړم. که وطن سر غواړي سر مي په کفن د روحاني له مرګ پس خولا دلته غم د محمد امين کټوازى

عبدالرازق سمون – کابل افغانستان
زه په خپل وار سره خپله ژوره خواشيني او غمشريکي د شهيد عبدالصمد روحاني بي بي سي د افغانستان لپاره کارکوونکو، ژورنالېستانو او په ځانګړي توګه د هغه درنې کورنۍ ته څرګندوم.

د هغه د وژنې سخته غندنه کوم او د قاتلينو د نيولو او پخې سزا ورکولو غوښتنه کوم. د شهيد روحاني د شهادت خبر په همغه مازيګر او په لومړی ځل ما د بي بي سي د دري څانګې څخه واورېده ځای پر ځای کېښناستم او د ده د وژل کېدو د څرنګولي ته لېوال شوم.

که څه هم ما شهيد روحانی نه پېژاند خو د هغه بی پرې او واقعي راپورونو جوړلو او د بي بي سي راديو له خولې زه له ده سره آشنا کرم. زه د هغه راپورونو دومره اغېزمن کړى وم چې کله ما يوه ورځ د خپلې کورنۍ سره د بي بي سي له راديو د هغه خبر واورېد نو بې واکه زما له خولی ووتل :'' دا ډېر ښه خبريال دی'' د هغه د کلمو، جملو او په ټوليزه توګه د راپور ليکنه او په پای کې د هغه په ژبه هغه ويل ماته د ژورنالېزم او خبريالۍ اصلي او واقعي بڼه وښوده ما د هغه له راپور ليکنې او جوړونې ډېر څه زده کړي دي.

په پای که هغه شهيد ته د خدای ج څخه د بخښنې د دعا لاسونه لپه کوم کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه کوم او هغه د قتل عاملينو ته د درنې سزا غوښتنه کوم روح يې دې ښاد وي! هغه تل زمونږ په زړونو کې و، دی او وې به .

اسدالله همدرد – کنړ، افغانستان
د روحاني مړينې واقعآ يو دردوونكې فاجعه ده دغه ځوان چې خپل عمر يي د قلم په ژبه د خدمت لپاره خپلو خلكوته وقف كړى و، نه يې ټوپك درلوده او نه يې د كوم بهرني هېواد لپاره كاركولو نو بياولې موږ د دغسې ځوان په ارزښت نه پوهېږو ؟

روح دې ښاد او د فردوس جنت غوښتونكي يوو " چه پيداشوي تا ژرل خلكوخندل داسې ومره چه ته خاندې خلك ژاړي

سلطان احمدزى- پکتيکا افغانستان
د صمد روحاني وژنه يو داسې وحشي او بې رحمه عمل دى چې په الفاظو كې يې بيانول ډېر مشكل كار دى، زه د نوموړي په مړينه بې حده زيات غمجن يم دې ظالمانو كه ده ته نه كاته نو دده كورني په ځانګړي ډول دده وړي لوركي ته به يي كتلي وو ، خو زما په اند دا د انسان كارنه وو دا يو وحشيانه عمل وو ، موږ نور څه نه شو كولى خو دده روح ته له خداى ج څخه د ابدي جنت غوښټنه كوو او قاتلانو ته يي د خداي عدالت غواړو .

فريد احمد عزيزي – کندهار افغانستان
زه خپل تسليت د مرحوم و فاميل ته وړاندې كوم او د صبرغوشتنه كوم .

عزيزالله پوپل – کندهار افغانستان

په ډېره خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې د بي بي سي خبريال او تكړه ژورناليست صمدروحاني د نامعلوموكسانوله لوري په شهادت رسېدلى . اناالله واناالله راجعون . د خداى بخښلي لپاره د متعال څښتن (ج )له دربارڅخه د جنت فردوس غوښتنه كوو، او دكورنۍ سره يې په ژوره توګه په دغه غم كې خپل ځان شريك بولو. په ريښتياسره هم خداى بخښلي روحاني له ټولوژروناليستكي نورمونوسره سم خپله دنده دژوندتروروستيوپوري په صاديقانه توګه ترسره كړل اودخپلي دندي پرمهال يې تل خپله بي طرفي ساتلې وه . له خداي بخښلي روحاني سره مي دوه كاله وړاندي په كندهاركې دميرويس افغان په دفتركې ليدلي و اووروستي ليدنه مي ورسره تېره ورځ په كندهاركې د آنارګل په مشاعره كې وه . دده بې ازاري اوعاجزي به مي د ژوندتروروستۍ نېټې پورې له ياده ونه وزي .

وفي الله سميعي- يېښور پاکستان
د عبدالصمد روحاني لپاره د بښنې دعا غواړم د بي بي سي كاركوونكو او د ارواښاد كورنۍ ته د تسليت او صبر غوښتونكى يم .

اسد زرملوال – کابل افغانستان
روحاني صاحب سره مې له نژدې نه پېژندل، خو په شهات يې خدای شته زيات خفه شوم. خدای دې وبخښي او کورنۍ ته دې جميل صبر غوښتنه کوم. نور خو د خدای زموژ گران هېواد او درانه خلک له داسې غميزو په امان کی وساتي .

ممتازاحمدمتين – کابل افغانستان

متین

د عبدالصمد روحانی وژل کېدل دتولو افغانانولپاره يوډېر خواشينوونکی خبر دی روحاني يو تکړه ژورنالېست و دده وژنه د ټولو لپاره يوه ملي ضايعه ده موږ د افغان امنيتي چارواکو څخه هيله کوو چې ددې عاملين دې ژرتر ژره د قانون منگولو ته وسپاري او دارواښاد کورنۍ ته دالله تعالی څخه جميل صبر غواړو

لطف الله حسرت – خوست افغانستان
نه پوهيږم په کومو الفاظو يي غندنه وکړم دا د ملت او ددي خوار او غريب ولس دښمنانو ولي ځوان او دسيمي او افغانستان يو تکړه او با استعداد ژورنالست روحاني صاحب مرګ ته زړه ښه کړ او هفه يي را څخه په ډېري بې رحمۍ سره واخيست. روحاني صاحب تاته دې دا ښکلي شهادت مبارک شي روح دې تل ښاد واوسه !

که هر څوک د ژورنالستانو مرګ ته په دي نوم زړه ښه کوي چي دوي به په حقيقت نه ولاړ خبرونه خپاره کړي خو نه داسي نه ده ټول ژورنالستان ازاد او بي طرفه دي. روحاني صاحب دهيچا دښمن نه وو او هيچا ته يي زيان نه وو رسولي صرف په حقيقت ولاړ او بي طرفه خبرونه او دسيمي دخلکو حقيقي ستونزو ته يي انعکاس ورکاوه هيڅوک به د ژورناليستانو د حقيقتونو مخه ونه نيسي. بيا هم د روحاني صاحب د مرګ غندنه کوم

محمدآصف بهرام زوی پکتياوال – کندهار افغانستان
د عبدالصمدروحاني په مرگ زه ډېرخفه شوم دارواشاد کورنۍ ته تسليت اوصبرجميل غوشتنه کوم .

حکمت .تنها – خوست افغانستان

د خواخوږۍ پيغام په ډېره خواشيني سره مې خبر ترلاسه کړ چې مرحوم عبدالصمد روحاني په ډېره بې رحمانه ډول سره ووژل شو. روح د شاد وي. اناالله وانااليه راجعون. يقين وکړئ چې په ژوند کې ماته دومره درد نه دى رسېدلي لکه د مرحوم روحاني او د مرحوم اجمل نقشبندي په مړينه. زه دده کورنۍ اودده دوستانواو د بي بي سي راديوکارکوونکو ته د لوي متعال خداى څخه د جميل صبرغوښتونکى يم. اوپه دې ويرکې ځان ددوى سره شريک بولم. حکمت.تنهاخوست افغانستان

صديق الله حکيمي – غزنى، افغانستان
د روحاني صاحب د مړينې تسليت تاسو او دده کورنۍ ته وړاندې کوم او د خدای(ج) له درباره د فردوس جنت غواړم او پاتې کسانوته يې صبر جميل.

ياسين پردېسى – گردېز، افغانستان

په ډېره خواشينۍ سره مې خبرترلاسه کړ ارواښاد روحاني د هېواد دښمنانو له خواپه بې رحمۍ سره وژل شوی دی روح دی آباد او ښاد وي .

عبدالقديم ننگيالى - لندن
زه عبدالقديم د شهيد عبدالصمدروحاني کورنۍ ته د زړه له کومي تسليت ورکوم او د شهيد قاتل خدای (ج) رسوا او شرمنده کړي او ددى ميندې هم ورباندې بورې شي او بس.

شېراحمد نهضت يار- Everett,WA، امريکا
د خدای بخشلي عبدالصمد روحاني ځوانيمرگي زما له سترگو پرېمانه اوشکې وبهولې. د روحاني صاحب غژ مې لا تراوسه هم په غوژو کې کړنگيژي. هغه د هېواد د ژورنالېزم د تنکي ناوې د ټټر يو پاولی او د شکولو گوتو يو غمی وه. رب پاچا دې دی وبخشي. شيراحمد نهضت يار – امريکا

امين باوري _ ath ، بلجيم
تورو تيارو د رڼا ساه واخيسته ابليسان بيا په ګډا خپل د وحشت په کور کي چي يوه بله روح يي له ما او تا واخيسته غوږ سه ائ ګران هلمنده ستا له څپو ستا له موجو نه قربان دغه ناپاکه دا بي باکه زړونه په مرمرينو څاڅکو پريمينځه او پاک صفا کړه او که نه قهر سه غضب سه هر هر څاڅکۍ دي د زهرو ګوټ کړه دغه ړانده دغه کاڼه دغه د وخت جاهلان زموږ د رڼا له مخي پوپناه کړه ٠ د ګران روحاني ياد دي تل او روح دي ښاد وي ٠ د بينوايانو د کورنۍ څخه د يوه بينوا د تګ له امله موږ ټول بېنوايان د وير پر ټغر ناست يو ٠ د لراو بر ټولو بېنوايانو ته د زړه صبر غواړم ٠ حاجي امين باوري ، بلجيم

عبدالقديم ننگيالی – لندن، انگلستان
زه عبدالقديم دشهيد عبدالصمد روحاني کورنۍ ته د زړۀ له کومي تسليت ورکوم او د شهيد قاتل خدای (ج) رسوا او شرمنده کړي او ددې ميندې هم ورباندې بورې شي او بس .

شريف بابکرخېل - ټورنټو، کاناډا
سلامونه او نيکې هيلې، تر هرڅه د مخه خداې بښلي روحاني ته د لوې څښتن څخه مغفرت او جنت فردوس غواړم، او ورڅخه پاتې کورنۍ ته ېې د اجر او صبرغوښتونکې يم. ښاغلې روحاني چې هرچا وژلې دا ېې د خپل ځان او د افغانستان ملت سره ډيره لويه جفا او خيانت کړې ده. ښاغلې روحاني ډير خوږ ژبې خبريا ل وه،هميشه بې ېې په روانه پښتو خپل خبر وړاندې کاوه. زما د بې بې سي په خبريالانو کې د خداې بښلي روحاني غږ ډېر خوښېده . الله دې جنتونه نصيب کړي .

حبيب الله غمخور – مالمو، سوېډن
دروزگان مهالنۍ ملي خپرونې دډاډگېرنې پيغام هغه لاسونه دي مات شي چې زموږ پر بېگناه خلکو دهغوي دمرگ اوزورونې لپاره پورته کيږي . ډيرخواشيوونکی اوزړه بوږنونکی خبر موتر لاسه کړ چې دوې ورځي وړاندي دهلمند ولايت دلښکر گاه په ښارکي دافغانستان د ژورناليزم اوفرهنگی بڼ يوبل دگلاب گل ورژېد!

د ډېرې خواشينۍ ځاى دی چې د علم اوفرهنگ دښمنانوځوان او پياوړی ژورنالېست دښه فکر اوقلم خاوند عبدالصمد روحاني چې يوازي يې د ژونددبڼ ٢٥ گلان غوړېدلې وه دخپلو ناولو اوکرغېړنو موخو لپاره له ژوند څخه محروم ،اوپه شهادت ورساوه .موږ دغه عمل ته دنفرت اوکرکې په سترگه گورو . انا لله وانا اليه راجعون .

د روزگان مهالنۍ ملي خپروني اداره پداسي حال کي چي دخپلو ټولو قلمی همکارانواومينه والو په استا زيتوب دځوان شهيدعبدالصمد روحاني په غمجنه پېښه کي دهغه دکورنۍ دټولوغړواو دوستانوسره ځانونه شريک بولو،دلوي خداي له دربارنه دهغه سپېڅلي روح ته دجنت فردوس غوښتنه کوواو دکورنۍ پاته غړوته ئې دزړه صبر غواړو.

پدې هيله چي دبې بې سي راډيونړيواله اداره دخپل نړيوال اعتبار او امکاناتوڅخه په استفادې سره وتوانېداي شي ددې ځوانيمرگ ژورناليست درندۀ او وحشی قاتلان پيداکړي .

دهمدې خواشېنوونکي پيښې دغمجن پيغام نه په استفادې سره پر افغان دولت اونړيواله ټولنه ږغ کوو چې زموږ په هيوادکي د ژورناليستانو،علمی اوفرهنگی شخصيتونودژوند ټولو اړخونوته جدي پاملرنه وکړی .

هرځاي اوپه هر نامه دهر چا لخوا په هرشکل چي وی دژورناليستانو،علمی اوفرهنگی شخصيتونو وژنې اوزورونې ته دکرکي اونفرت په سترگه گورواوهغه په کلکه غندو.

د روزگان مهالنۍ ملي خپر ونې مسوول مدير حبيب الله غمخور .

سيد مجتبى هاشمي – انگل هولم، سوېډن
زه د روحاني فاميل او ټولو خبريالانو ته خپل تسليت وړاندې کوم . دا يو غيرانساني کار روحاني سره شوى . زموږ دولت په ټوله دنيا کې اوس رسميت لري. زموږ دولت چې هره ورځ يو خبريال بندي کوي، په اعدام محکمومېږي، طالبان چې رسميت نه لري له هغوى نه اوس گيله نشته .

نجيم الله قاسمي – بنکاک، ټايلېنډ
په ريښتيا چې زموږ د ځوان او بې گناه خبريال وژنه يو ډېر ناځوانه او خواشينوونکى خبر و، زه خپل تسليت دده کورنۍ او ټولو افغانانو ته وړاندې کوم . زه ددې تراجيډۍ په اړه د خپلو احساساتو څرگندونه نشم کولاى، خو دومره ويلى شم چې انسانان خو دا ډول ناوړه کارونه نه ترسره کوي ، هرچا چې دا کار کړى وي، هغه تر څارويو هم بدتره دي .

محمد شيرين خان کريمي – کندهار، افغانستان
زه غواړم د ځوانيمرگ ر وحاني په اړه ماته په راديو کې د خبرو کولو زمينه راکړئ . مننه

جبارخېل بسم الله – لندن، انگلستان
روحاني د خلکو استازى و، هغه خلکو ته غږېده، هغه د خلکو په ساده ژبه پوهېده، موږ ورباندې د زړۀ له تله خپه يو، خداى دې وبښي .

محمد عارف حليمي – کانبيرا، استراليا
له هر څه مخکې زه د بي بي سي ټولو کارکوونکو ته خپل تسليت او احترامات وړاندې کوم، په ځانگړي ډول د پښتو څانگې کارکوونکو ته لکه : سپين تڼى، ايمل پسرلى او مندوخېل صاحب ته .

زه دومره ويلى شم چې د ارواښاد روحاني روح دې ښاده وي او دده ستر شهادت، زړوتيا،استقامت، مسلکي توب او خاکساره غږ زموږ ټولو لپاره د وياړ ځاى دى .
زه د بي بي سي له ټولو کارکوونکو، په ځانگړي ډول د پښتو څانگې له کارکوونکو سره غمرازي شريکوم، په ريښتيا چې دوى په هر ځاى کې زړور او تکړه ژورنالېستان لري، او په پاى کې هيله کوم چې زما تسليت د مرحوم روحاني کورنۍ ته هم ورسوئ، او د ارواښاد روح لا س په دعا يم .

کرامت الله حيات _ لندن انگلستان
دا مظلوم انسان چې چا شهيد کړى وي، الله دې تبا او برباد کړي او کيږي به انشاالله، دا ظالمان به شرمېږي انشاالله .

کرامت الله حيات – لندن
د عبدالصمد روحاني وژل کېدل د ټولو افغانانو لپاره يو ډېر خواشينوونکى خبر دى او دغه د افغانستان د دوښمنانو کار دى .

محمد صابر- کابل

زه واقعآ د خدای بخښلي روحاني په مرگ ډېر خفه يم او د بي بي سي راديو کار کوونکو ته د خواخوږۍ او د ارواښاد کورنۍ ته تسليت وايم او ورته د صبر غوښتنه کوم .

زه دا دعا کوم پنځه زره کاله زمونږ نسلونو د ودان افغانستان انتظار کړى او لا هم وراني روانه ده نو دا زما دعا ده يا د الله موږ له هغې ظالمانو خلاص کړې چې پنځه زره کاله يې زموږ له هېواد او هېواد والو سره لوبې کړې او نور دا ملک الله پاک جوړکړي او که نه جوړېږي دا زما دعا ده چې الله پاک يې د نړۍ په نخښه کې نور د افغانستان نوم او کلمه داسې ورک کړي چې هېڅوک ونه پوهېږي چې دا ملک هم کوم وخت په نړۍ کې وجود در لود او که يه؟

عبدالکريم توتاخېل – کابل
د کابل پوهنتون استاد

د روحاني مړينه په افغانستان کې د ژورنالېزم او د بیان دازادۍ مړینه ده . باوروکړئ چې پرون خبرشوم نژدې وو چې ژړلي مې وای . روح دې يې ښاد وي الله دې دده کورنۍ ته صبرجميل ورکړي .

سميع الله خان – لندن

دا يو ډېر بد خبر دى چې موږ يو ځل بيا خپل خوږ او مسلکي ژورنالېست له لاسه ورکوو . د دغه ارواښاد خبريال سپن ځلېدونکى مخ اوسمهال د تورو خاور لاندې دى . د روحاني وژل کېدل د ټولنې د روح وژنه ده . د نوموړي وژنه يو داسې ډارن بريد وو چې غوښتل يې د ټولې نړۍ پرمخ خاورې وشني، زه دده کورنۍ ته د زړۀ له تلې تسليت وايم، روح يې دې ښاد وي – آمين

زړور ژورنالېست
 ارواښادروحاني په افغانستان کې د هغو ګوتو په شمېر مسلکي او زړوروخبريالانو په ډله کې و چې تل يې هڅه کوله په سيمه کې له پېښو نه تازه خو په انډول برابر خبرونه د هېواد او نړۍ د خلکو تر غوږو ورورسوي.
 
محمد اصف شينوارى

انجينر سرفراز مخلص – ننگرهار، کوز کونړ
زه د ارواښاد روحاني په وژل کېدا ډېر سخت خپه شوى يم . موږ له الله څخه د روحاني لپاره جنت غواړو .

جنت گل احمدزى – هرات

لکه دپخوا په څېر چې داسې کارونه کېږي دا افغانان نه کوي, يوازې پاکستان او ايران دی چې داسې شوم اهداف لري، روحاني بايد د افغانستان د پاره وای , ځکه چې افغانستان په داسې تعليم يافته کسانو جوړېږي ، نه په وسلوالو او بې تعليمه خلکو. جنت گل احمدزئ, د هرات پوهنتون, دکمپيوټر ساينس پوهنځي

عبدالحميل داوري – لښکرگاه، افغانستان

روحاني د هلمندوالو د دردونو بيانوونكى و. دده شهادت د اسلام او بشريت د دښمنانو كار او دوى په هيڅ صورت د بخښنې نه دي .

احمد ولي پرېشان – لښکرگاه - افغانستان

عاجل خبر!!! د بي بي سي درنوژورنالېستانو! سلامونه مي قبول كړئ په ډېرې خواشينۍ سره مو ستاسو د همكارعبدالصمدروحاني د مړينې خبر ترلاسه كړ، هغه تېره شپه تشتول سوى واو همدا اوس (مازديگر٥ بجې) يې مړى د هلمندبست روغتون ته راوړل سوى دى، تاسولكه چي تراوسه نه ياست خبر .

احمد بارکزى – لښکرگاه، افغانستان

ستاسو د خبرونو دڅانګې تکړه خبريال عبد الصمد روحاني تېره ورځ ورک شوی و ، د هغه مړی دلشکرګاه او چانجير سيمو ترمينځ د بولان د هديرسره نژدې د نويو نمرو په ودانيو کې پروت دی ، خپلوانو ته يي خبر ورکړی . الله تعالی دي پر ي رحمت نازل کړی او قريبانو ته دي صبر جميل ورنصيب کړي .

ارواښاد روحاني
خندانه څېره او د هر چا د خبرې ځواب په ورين تندي سره ورکول يې يوه خاصه ځانگړنه وه باور وکړئ چې د ټولو کندهاريانو نه يې زړۀ يووړ . ما نوموړى همدا يو وارې ليدلی و که رشتيا وايم نو د مرگ لايق نه و.

محمداصف شينوارى – جلال اباد افغانستان

دختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانوخپلواکې ټولنې اعلاميه په ډيره خواشينۍ سره موخبر ترلاسه کړچې په هلمند ولايت کې دبي،بي،سي راډيو خبريال عبدالصمد(روحاني)په بې رحمانه ډول شهيد کړل شوى دى.

اناالله وانااله راجعون.

ارواښادروحاني په افغانستان کې د هغو ګوتو په شمېر مسلکي او زړوروخبريالانو په ډله کې و چې تل يې هڅه کوله په سيمه کې له پېښو نه تازه خو په انډول برابر خبرونه د هېواد او نړۍ د خلکو تر غوږو ورورسوي. په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د بيان ازادۍ او رښتيا ويلو ته دلارې خلاصون لپاره د روحاني په څېر ځلميانو خپل سرونه نذرانه کړي او دا لړۍ ښايي همداسې دوام وکړي تيرکال په همدې لاره او همدې سيمه هلمند کې ځوان اجمل نقشبندي خپل سروخوړ.

خو هرهغه څوک چې دداډول کرغيړنو عملونو په ترسره کولوغواړي په افغانستان کې دبيان دازادۍ او رښتيا ويلو مخه ډب کړي بايد وپوهيږي چې دا کار به نه يوازې دا چې لسګونه او بلکې سلګونه نقشبنديان او روحانيان راوزيږوي بلکې ددې عمل ترسره کوونکي به په ټولنه کې رسوا او مخ توري کړي.

دختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکه ټولنه په داسې حال چې دځوانيمرګ روحاني شهادت په افغان ژورناليستيک ډګر کې يوه ستره تشه بولي له افغان دولت او نړيوالې ټولنې نه دروحاني دوژنې دعاملينو دلټې او قانون ته دسپارلو په کلکه غوښتنه کوو ارواښاد ته دلوې خداې له دربار نه دفردوس جنت او کورنۍ ته يې دزړه صبر غواړو او دروحانې دلارې لارويو ته ډاډورکووچې افغان ملت تل دحق پلوي کړې او بيا به هم دحق دلارې دلارويو ننګه او ملاتړ کوي .

دختيزې سيمې ليکوالو او ژورنالستانو خپلواکه ټولنه .

عطاالله صفاري – لښکرگاه افغانستان

زه ډېر خفه يم ده يوداسې ستر شخصيت په مړينه لكه عبدالصمد روحاني او زيات خواشينى يم او ارواشاد عبدالصمد روحاني په هلمند ولايت كې روشان سنتر انگليسي كي زماهمصنفى و .

ارواښاد روحاني ډېر خاکساره انسان و
 د کندهار ولايت به منديگک ماڼۍ کې د انارگل په مشاعره کې برخه وال و خاکساري يې دومره وه چې د اناونسر لخوا ورته د خاصو مېلمنو او مشرانو تر څنگ د ناستي بلنه ورکړه سوه يوازې د څو دقيقو لپاره يې هغه ځای اشغال کړ او بيا بېرته راغی او د نورو عامو گډونوالو په مينځ کې د هلمند د شاعرانو او فرهنگيانو تر څنگ کېناسته هر شعر چې به د ستيچ په سر ويل کېده نوموړي به چکچکو بدرگه کاوه .
 
جلال الرحمن شرر

خوشحال صافى – جلال اباد افغانستان

ټولو د بي بي سي کارکوونکو ته سلامونه! دا چې عبدالصمد روحانې په شهادت ورسېد نه پوهېږم چی ولی دا خلک زمونر داسې پوهه زيرک شخصيتونه وژني؟ دا د چا کار دی ؟ زما په فکر دا ټول د پښتنو د دښمنانو وظيفه ده نن ورځ ډېر خواشينى يم چې روحاني صاحب په شان معصوم شخص په شهادت رسيږي .

عبدالرافع مدقق – لوگر افغانستان

خپل سلامونه دبي بي سي وېب سايټ او راديو ټولو محترم کارکوونکو او چلوونکو ته وړاندې کوم . بعد له سلام د ارواشاد محترم عبدالصمد روحاني دځواني مرگۍ له امله ستاسو محترمو کارکوونکو ته او ستاسو له ليارې افغان ولس ته او بيا خاصتآ د ارواشاد کورنۍ ته تسليت وايم . دلوی خدای(ج) څخه د مرحوم کورنۍ ته دصبر جميل او مرحوم ته د مغفرت غوشتنه کوم. دارواشاد مرحوم عبدالصمد (روحانی ) مړينه يو وار بيا ددې خبرې ثبوت ده چې افغانستان د ټوپک سالارۍ او زورواکۍ ميدان گرځېدلی .

زه ددې خبر په اورېدو واقعآ متاثره شوم او ووېرېدم چې يوځل بيا داهېواد دبين المللي ټولنې د زور معلوملو ميدان گرځېدلی . په آخرکې يوځل بيا خبريالانو فرهنگي ټولنې او دافغان غيور ملت ددې سترې ضايعې په باره کی تسليت وړاندې کوم . په درناوي

جلال الرحمن شرر – کندهار، افغانستان

لمړى مرحوم عبدالصمد خان روحاني ته د لوی خدايه جنت غواړم او بيا د نوموړي بورې مورکۍ او خوړلي پلار او ماشومانو ته د جميل صبر دعا کوم تېره هفته همدغه ورځ (دوشنبه) د کندهار ولايت به منديگک ماڼۍ کې د انارگل په مشاعره کې برخه وال و خاکساري يې دومره وه چې د اناونسر لخوا ورته د خاصو مېلمنو او مشرانو تر څنگ د ناستي بلنه ورکړه سوه يوازې د څو دقيقو لپاره يې هغه ځای اشغال کړ او بيا بېرته راغی او د نورو عامو گډونوالو په مينځ کې د هلمند د شاعرانو او فرهنگيانو تر څنگ کېناسته هر شعر چې به د ستيچ په سر ويل کېده نوموړي به چکچکو بدرگه کاوه .

خندانه څېره او د هر چا د خبرې ځواب په ورين تندي سره ورکول يې يوه خاصه ځانگړنه وه باور وکړئ چې د ټولو کندهاريانو نه يې زړۀ يووړ . ما نوموړى همدا يو وارې ليدلی و که رشتيا وايم نو د مرگ لايق نه و.

وحيد شينوارى – لندن
عبدالصمد روحاني څنگه ووژل شو، چا وواژۀ او ولى دى ووژل شو .

صفت الله زاهدي – هلمند افغانستان
د روحاني وژل کېدل يو ډېر ناوړه کار دى

ډاکټر وحيدالله پوپلزی – کابل افغانستان
زه صرف دومره ويل غواړم چې تر کله به د خدای بښلي شهيد روحاني غوندې ځوانان پيدا کېږي او بيا به و‌ژل کېږي .

تر کله به موږ افغانان په لمبو کې سوځو، ترکله به موږ بې وزلي او جهالت ګالو. موږ افغانان به کله هوښيارېږو . تر کله به د ټوپک په شپېلۍ خپلې وينې تويوو. د وطن دا عاقل دوښمنان تر کله به ځوانان وژني او تر کله به مېندې د غم په ټغر کېنوي . دې خدای لپاره خپل وطن مه ورانوئ .

محمد داوود عمرزاد – لښکرګاه، افغانستان
موږ د بي بي سي د پښتو څانګې خبريال عبدالصمد روحاني په وژل کېدا ډېر خپه شوي يو. موږ له افغان دولت نه د ارواښاد د مجرمو قاتلينو نيونه غواړو .

احمد جاوېد- کابل افغانستان
د هېواد دغو بدو حالاتو ته په کتلو سره موږ هره ورځ وينو چې د هېواد تکړه او زړور ځوانان وژل کيږي .... خدايه روحاني ته جنتونه ورکړې (خدا دې جنت درکړي او مور و پلار ته دې اجرونه )

خوشال طيب- بجينګ، چين
پرون مې د بي بي سي د خبریال عبدالصمد روحاني د مړينې خواشينوونکی خبر واورېد، چې لښکرګاه ته څېرمه وژل شوی دی . زه په کلکه د ارواښاد زړور ځوان افغان ژورنالېست عبدالصمد روحاني وژل کېدل غندم، الله دې جنت ورکړي .

نعمت الله شينواری – کابل، افغانستان
د کابل پوهنتون د پولتخنيک ددويم کال محصل
زه د بي بي سي د ځوان خبریال عبدالصمد روحاني په وژنه ډېر خپه شوم، ده ته فردوس کورنۍ او هکارانو ته يې صبر غواړم .

شبير احمد بشارت – غزنی، افغانستان
په ډېره خواشينۍسره مې د عبدالصمد روحاني د مړينې خبر ترلاسه کړ، چې ډېر ورباندې خفه شوم . د روحاني صېب کورنۍ ته د زړه له کومي تسليت وړاندې کوم .

محمدنعيم شباب – هرات افغانستان

الله دې ارواښادعبدالصمدروحاني ته هغه دنیا گل گلزارکړي . والله ډېره خواشنوونکې پېښه شوې ده .

نوررحمان شېرزاد – جلال اباد افغانستان
زه ترټولولومړی د بي بي سي کارکوونکو ته او بیا دخدای بښلي عبدالصمدروحاني کورنۍ ته د خدای نه مغفرت او دعا غواړم دا ناوړه کار چې هر چا کړى وي، خدای دې زرتر زره روسا کړي او دولت بایدزرترزره مجرمین ونسي او قانون ته یې حواله کړي .

فرهاد ارين- ليکوال او ژونالېست
د روحاني صاحب خبري رپوټونه چې را یادیژي نو د دې په وژنه ډېر خواشینی شوم. د نوموړی کورنۍ ته د صبر غو ښتنه د الله له درباره کوم . نو په دې بر خه کی ددولت او د سیمې د خلکو څخه هیله څرگندوم چې ددې پېښې عاملین په گوته او په سزا ورسوي ترڅو د(افغانستان)خلک د ژورنالېست او ژور نالېزم په اهمیت پوه او د ژورنالیست وژنه څه عو اقب لري.

ظاهر جان – جرمني
دا ډېر خبر دى، خداى دې روحاني ته بښنه وکړي .

عبدالباری شمسي – کندهار، افغانستان
دغه ناروا عمل غندم کورنۍ ته یې تسلیت وایم ده ته دلوی خدای څخه جنت غواړم .

حبيب الله غمخور- مالامو- سوېډن
خبريالانو ژوند له گواښ سره مخامخ دى او بايد په اړه يې سوچ وشي .

عصمت الله مين- کابل افغانستان
زه واقعآ د ارواښاد روحاني صاحب په مرگ ډېر خفه يم او د بي بي سي راديوكاركوونكو او د ده كورنۍ ته دخواخوږۍ تسليت وايم الله دې داسې خلكوته انصاف وركړي چې بې گناه خلك د پاكستان په هڅونه وژني .

بریالی صمیم تڼی - وانکور، کاناډا
انالله وانااليه راجعون! د ګران او ځوانيمرګ ورور مرګ ، دومره مايوسه کړی يم چې نه پوهېږم څه وليکم، د جنګې جنايتکارانو سره خبرې کول بې فايدې دې، خو په افغان چارواکو غږ کوم چې د مرحوم عبدالصمدروحاني قاتلين ډېر عاجل د قانون منګلو ته وسپاري، ټول افغان قام ته خان ته او د شهيد فاميل ته صبر جميل غواړم، روحاني صيب د پښتون قام د ياده به ونه وزي ، او د ستا د ځوانې او پاکې وينې بدله به زر تر زره واخيستل شی . روح د ښاد اوسه، د جنتو نو سردار شې .

عبدالغني - گرم، روسيه
صمد روحاني يو له تر ټولو زړورو ژورنالېستانو څخه وو. د ده د مړينې د خبر په اورېدلو سره خدای شته ژړا راغله . خدای (ج) دې ده ته جنت ور په برخه کړي او د کورټولو غړو ته يې د صبر غوښتونکی يم.

 
 
نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
 
  
 
ورسره تړلي نور خبرونه
د روحاني درې خاطرې
09 جون, 2008 | خبرونه
د روحاني لنډ ژوند ليک
09 جون, 2008 | خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت