BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 08:55 گرينويچ 2008 ,09 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
ارواښاد روحاني خاورو ته وسپارل شو
 
خداى بښلى روحاني
د خداى بښلي روحاني د جنازې په مراسمو کې د ١٠٠٠ خلکو له ونډې اخيستو سربېره د ځوانيمرگ خپلو خپلوانو، ليکوالانو، ژورنالېستانو او فرهنگيانو هم گډون کړى و .
د ځوان خبريال عبدالصمد روحاني جنازه نن (دوشنبې، د غبرگولي ٢٠) له غرمې وړاندې د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه .

د ځواني مرگ خبريال روحاني ورور حضرت محمد پژواک خبري اژانس ته ويلي چې د جنازې لمونځ نن شاوخوا ١١ بجې په مارجه ولسوالۍ کې ادا او ارواښاد روحاني په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

د خداى بښلي روحاني د جنازې په مراسمو کې د ١٠٠٠ خلکو له ونډې اخيستو سربېره د ځوانيمرگ خپلو خپلوانو، ليکوالانو، ژورنالېستانو او فرهنگيانو هم گډون کړى و .

د جنازې گډونوالو او د لښکرگاه د يوه قومي مشر عليشاه مظلوميار د روحاني وژل کېدل د ټول ولس وژل وبلل .

د طالبنو وياند قاري يوسف احمدي ويلي چې له روحاني سره دوى هېڅ ستونزه نه درلوده او ويلي دي چې هغه يو بې طرفه خبريال و .

احمدي زياته کړې چې طالبان نه يوازې د روحاني په وژنه کې لاس نه لري، بلکې غنده يې هم کوي .

 
 
نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
 
  
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت