BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 05:45 گرينويچ 2008 ,09 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د روحاني په مړينه بېلابېل غبرگونونه ښودل شوي
 

 
 
خداى بښلى روحاني
د بي بي سي دغه خبريال د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې زيږېدلى و او له څو کلونو راپدېخوا يې د لښکرگاه په ښار کې ژوند کاوۀ .
د افغانستان په سوېلي ولايت هلمند کې د بي بي سي د وژل شوي خبريال عبدالصمد روحاني په مړينه د خبريالانو خپلواکه ټولنو او بېلابېلو دولتي او نا دولتي ادارو د خبر پاڼو په خپرولو سره غبرگونونه په داگه کړي او د هغه وژنه يې د خبريالانو کورنۍ ته ستره ضايعه بللې ده .

دغو ټولنو په افغان حکومت غږ کړى چې په افغانستان کې دې د خبريالانو د خونديتوب لپاره کوټلي گامونه پورته کړي او د پېښې په اړه دې هر اړخيزې پلټنې پيل او عاملين دې يې د قانون منگولو ته وسپاري .

د بي بي سي راډيو د وژل شوي خبريال عبدالصمد روحاني وژنې په کور دننه او بهر کې د يو شمېر ټولنو غبرگونونه راپارولي دي .

د خبريالانو د نړيوال مرکز، د خبريالانو د ملاتړ ټولنې، د سوېلي اسيا د خبريالانو ټولنې سفما، د بې پولې ژورنالېستانو ټولنې، د افغان پارلمان يو شمېر غړو او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په بېلابېلو خبرپاڼو کې د ارواښاد روحاني وژنه په کلکه غندلې او هغه يې په افغانستان کې د بيان د ازادۍ سره ښکاره دښمني بللې ده .

په کابل کې د خبريالانو د نړيوال مرکز مشر رحيم الله سمندر وايي سره د دې چې تر دې مهاله د ښاغلي روحاني د وژلو پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخيستې ، خو باوري دى چې په دې کې به هغه وسله والې کړۍ لاس ولري چې د ريښتينو رپوټونو له خپراوي نه په وېره کې دي :

ټولوژورناليستانو ته تسليت وايو
  موږ ډېر خواشيني يو، او ټولو ژورنالېستانو، ليکوالانو او روڼ اندو ته تسليت وايو، افغانستان په يوه سخته مبارزه کې ښکېل دى، دغه مبارزه بايد په دغه شان اعمالو له منځه ولاړه شي او نه به دغه غږ په مريو کې وچ شي، بلکې دغه مبارزه به نوره هم گړندۍ او د خبريالانو اراده به نوره هم پياوړې کړي
 
کريم خرم

'' زه فکر کوم چې تر اوسه پورې ځانگړو کړيو او اشخاصو تر دې دمه د دې پېښې مسووليت نه دى منلى، خو يوڅه چې معلوم دي هغه دا دي چې په افغانستان کې داسې وسله والې ډلې شته هغه په دولت کې وي او يا له دولته بهر تل له حقايقو سره مخالفت کوي، هغوى تل د حقايقو د انعکاس پر وړاندې درېږي، ښايي دغه ډول جنايت کاران په دغې پېښې کې ښکېل وي . ''

بل لور ته د خبريالانو د ملاتړ ټولنه سره له دې چې د صمد روحاني وژنه غير انساني عمل بولي، خو وايي چې دغه شان وژنې به د سيمه ييزو خبريالانو په چارو ناوړه اغېز وشيندي :

'' د ژورنالېستانو د دفاع کمېټه د روحاني وژنه چې هر چا تر سره کړې وي ، غير انساني او غير اسلامي عمل بولي ولو که پر هره مفکوره او عنوان ترسره شوى وي هغه غندي، خو زه فکر کوم چې دا به په سيمه ييزو ژورناليستانو منفي اغېزه وکړي او په هغو سيمو کې چې دغه شان گواښونه شته هغوى به له خپله کاره واټن واخلي . ''

دا رنگه د افغانستان د ملي شورا ځينو غړو د روحاني وژنه په کلکه وغندله او د ولسي جرگې د درېيمې ليکې پارلماني ډلې پر حکومت غږ وکړ چې د دغې وژنې عاملين دې ژر تر ژره د قانون منگولو ته وسپاري .

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې د خبريال روحاني په وژنه غمرازي څرگنده کړې او ليکلي يې دي چې ښايي په دې کې د هغو کړيو لاس وي چې د قاچاق کونکو او د قانون د دښمنانو لاس وي، د اطلاعاتو او کلتور وزير کريم خرم وايي چې د روحاني په وژنه به د نورو ژورناليستانو غږونه په ستوني کې نه يوازې چې وچ به نه شي، بلکې په باور يې د خبريالانو هڅې به تر پخوا نورې هم گړندۍ شي :

ارواښاد روحاني
په افغانستان کې د صمد روحاني وژنه لومړۍ نه ده، تر ده وړاندې هم يو شمېر افغان خبريالان د وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي،

'' موږ ډېر خواشيني يو، او ټولو ژورنالېستانو، ليکوالانو او روڼ اندو ته تسليت وايو، افغانستان په يوه سخته مبارزه کې ښکېل دى، دغه مبارزه بايد په دغه شان اعمالو له منځه ولاړه شي او نه به دغه غږ په مريو کې وچ شي، بلکې دغه مبارزه به نوره هم گړندۍ او د خبريالانو اراده به نوره هم پياوړې کړي . ''

په افغانستان کې د صمد روحاني وژنه لومړۍ نه ده، تر ده وړاندې هم يو شمېر افغان خبريالان د وسله والو کسانو له خوا وژل شوي دي، تېر کال په همدغو شپو ورځو کې د يو بل افغان خبريال اجمل نقشبندي سر په هلمند ولايت کې پرې شوى و .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت