BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 13:50 گرينويچ 2008 ,09 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د روحاني مړينې خبريالان اندېښمن کړي
 

 
 
ارواښاد روحاني
د خبريالانو ملي ټولنې هم په يوه خبري غونډه کې د ځوان خبريال صمد روحاني وژل وغندل او له حکومت او نړيوالې ټولنې يې په دې اړه د پلټنو د تر سره کېدو خبره وکړه .
په هلمند کې د بي بي سي د خبريال صمد روحاني مړينې د خبريالانو د امنيت په اړه دننه په افغانستان او بهر کې د گڼو ژورناليستيکو کړيو اندېښنې راپارولې دي .

په کابل کې د خبريالانو خپلواکې ټولنې، د خبريالانو د ملاتړ کمېټې او د سويلي اسيا د خبريالانو ټولنې او له هېواده بهر د بې پولې خبريالانو ټولنې له حکومت نه وغوښتل چې د دغې وژنې کلکه پلټنه وکړي .

په کابل کې د يوناما دفتر هم دغه وژنه غندلې ده .

په هلمند کې د بي بي سي د خبريال عبدالصمد روحاني د وژل کېدو د خبر له خپرېدو سره سم په افغانستان کې دننه او بهر گڼ شمېر دولتي او نړيوالو ادارو، د خبريالانو ټولنو، فرهنگي کړيو او ليکوالو په دې اړه غبرگونونه وښودل. دغو ادارو په زغرده وويل چې په افغانستان کې د خبريالانو ژوند له گواښ سره مخامخ دى او بايد په اړه يې سوچ وشي .

په کابل کې د خبريالانو خپلواکې ټولنې، له خبريالانو نه د ملاتړ کمېټې، د سويلي آسيا د خبريالانو ټولنې او پژواک خبري آژانس په يوه گډه خبري غونډه کې د خداى بښلي روحاني وژنه په خبريالۍ او د بيان په ازادۍ گوزار وباله .

د افغانستان د خبريالانو د ټولنې مشر رحيم الله سمندر وويل چې تر دې وړاند هم خبريالان وژل شوي او حکومت يې د وژونکو په نيونه کې پاتې راغلى دى. هغه له حکومت او رسنيو نه غوښتنه وکړه چې د ښاغلي روحاني په اړه بې تفاوته پاتې نه شي :

" موږ له حکومت نه غوښتنه کوو چې يوه ډله ددغې وژنې د څېړلو لپاره وټاکي. رسنۍ هم بايد خپله يو مخ د ښاغلي روحاني په وير کې تور چاپ کړي او په دې توگه له خبريالانو سره په دغه ماتم کې ونډه واخلي. راډيو گانې او ټلويزيونونه هم بايد د يوې يا څو دقيقو لپاره سکوت وکړي ."

د خبريالانو د ملاتړ کمېټې مشر ضيا بوميا هم ټينگار وکړ چې د خداى بښلي روحاني مړينه دې کمه ونه گڼل شي، بلکې حکومت او طالبان دواړه چې د هغه له وژلو بې خبرې ښيي بايد په دې اړه خبريالانو او هيوادوالو ته ډاډ ورکړي :

" بايد په دې موضوع گډ کميسيونونه جوړ شي. د ښاغلي روحاني وژنه يوه معما گرځېدلې، هيڅوک يې د وژلو پړه پرغاړه نه لري، دواړه خواوې بايد څېړنې وکړي او دا دريمه ډله چې خبريالان وژني په گوته کړي ."

په کابل کې د سويلي آسيا د خبريالانو ټولنې مشر حليم فدايي چې ٢٠٠٨ کال په افغانستان کې د خبريالانو لپاره ډېر بد کال وگاڼه د ښاغلي روحاني وژل وغندل او ټينگار يې وکړ چې له نړيوالو ټولنو سره په تماس کې به د هغه د مړينې په اړه له حکومت نه د ډېرو څېړنو غوښتنه کوي .

د خبريالانو ملي ټولنې هم په يوه خبري غونډه کې د ځوان خبريال صمد روحاني وژل وغندل او له حکومت او نړيوالې ټولنې يې په دې اړه د پلټنو د تر سره کېدو خبره وکړه .

د بې پولې خبريالانو ټولنې هم په يوه خبرپاڼه کې د بي بي سي د خبريال وژل کېدل غندلي او دايې د بيان د ازادۍ پر مخ يو گوزار بللى دى .

په کابل کې د ملگرو ملتونو د استازي دفتر يوناما هم د خداى بښلي روحاني په مړينه خواشيني ښودلې او له حکومت نه يې غوښتي چې په دې اړه ژورې پلټنې وکړي .

په هرات، پکتيا، پکتيکا، ننگرهار، کنړ، لغمان، خوست او کندز ولايتونو کې هم د خبريالانو ټولنو، فرهنگيانو او ليکوالو د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې دغه وژنه غندلې او له حکومت نه يې غوښتنه کړې چې په دې اړه ژورې پلټنې وکړي .

 
 
نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
 
  
 
ورسره تړلي نور خبرونه
د روحاني درې خاطرې
09 جون, 2008 | خبرونه
روحاني خاورو ته وسپارل شو
09 جون, 2008 | خبرونه
د روحاني لنډ ژوند ليک
09 جون, 2008 | خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت