|
'موږ خو د ټولوخلکو يو، له موږ سره د چاڅه کار دى'
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د څو ورځو خبره ده، سمسورو کروندو او باغونو ته يې گوته ونيوله او ويي ويل دا بولان دى، دلته مې ځکه راوستئ چې د لښکر گاه تر ټولو
سمسوره سيمه وگورئ- او هندواڼې يې هم ډېرې نامي دي .
خو دې سمسورتيا تېر مازيگر زما په تصور کې اور واخيست او هغه سرې هندواڼې په وينو سره پرهرونه وگرځېدل، هو خبر شوم چې د عبدالصمد روحاني مړى د لښکرگاه له ښاره پنځه کيلومتره ليرې د بولان په هديره کې وموندل شو. عبدالصمد روحاني زه څو ورځې مخکې بولان ته بوتلى وم. اخ خدايه! روحاني چې د کومې سيمې په سمسورتيا مين و، په وينو يې خړوبه شوه. هلمند د هغه ليلا وه او په خپله وينه يې د هغې د مخ خالونه تازه کړل . د څو ورځو خبره ده، په دفتر کې خپل کمپيوټر ته مخامخ ناست وم، چې د تيلفون زنگ مې په کړنگېدو شو څه اورم چې روحاني دى، ويل يې زما له خوا به بلنه در رسېدلې وي، د هلمند د څپاند سين مشاعره جوړېږي ته به خامخا راځې، ما ورته وويل روحاني صيب دلته کارونه دي دا به څنگه شي، په خندا شو ويل يې زه به ددفتر مشر سعادت صيب ته ووايم که نور څوک نه راځي سالک به خامخا راځي، همداسې يې وکړل سعادت صيب راته وويل روحاني داسې يوه غوښتنه لري زه دې نه لېږلى شم او نه دې ايسارولى شم، ستا خپله خوښه ده . خورا گرانه پرېکړه وه !
يوې خوا ته هلمند و چې راز راز اند ېښنې ورسره تړلې وې، په خيالونو کې مې ډزې کېدې، ځانمرگي بريدونه او نور ډېر څه رايادېدل، يو زړه راته ويل چې ته خو ددفتر د کار لپاره نه ځې، بيا بايد ولې لاړ شې، خو بله خوا روحاني و چې انکار مې ورته نه شو کولاى. نو چې بيا يې زنگ راغى ورته مې وويل: ستا دې د سترگو اشارت وي * * * * * * * که د چړو په څوکو لار وي در به شمه هلمند ته د کونړ له يارانو سره يو ځاى ورسېدم، ماښام وو، چې په خپل موټر کې يې سپاره کړو او را ته يې وويل د بست تاريخي کلا ته مو ورولم، تياره وه ما ورته وويل روحاني صيب موږ چې په دې وخت کې د بست کلا ته ورولې، دا خو به ددې مانا نه لري چې موږ خطر په غاړه اخلو، مسکې شو او په ارامه لهجه يې راته وويل موږ خو د ټولو خلکو يو له موږ سره د چا څه کار دى، له دې خبرې سره ما په خپله دنده د وياړ احساس وکړ او د پښتو ژبې دا شعر راياد شو: چې څنگه اومه هم هغه به يمه * * * * * * ** نگه د خلکو اوم نگه به يمه ماښام و چې د بست د تاريخي کلا ننداره مو وکړه، د کلا د تاريخ په اړه يې معلومات راکړل، خو ويل يې چې کلا ورځ په ورځ له منځه ځي که غم يې ونه خوړل شي افغانستان به يوه لويه تاريخي نښه له لاسه ورکړي، ما ورته وويل روحاني صيب تا خپله هڅه کړې ده، ځکه چې ما د بست او نورو تاريخي کلاگانو په اړه ستا گڼ راپورنه اورېدلي دي، مسکى شو ويل يې: کاش هغه څه تر سره شوي واى، چې ما يې په راپورونو کې هيله درلوده . سيمه ييزو راډيو گانو ته بوتلم ما وليدل چې د سيمې خبريالان روحاني صيب ته په درنه سترگه گوري، ځينې خبريالان داسې وي چې هر چاته معلومات نه ورکوي، خو د روحاني صيب چل ول نه وو زده- چې هر چا به ترې د کومې نوې پېښې په اړه معلومات غوښتل ده به په ورين تندي ورکول .
د مشاعرې ماښام هم راورسېد روحاني صيب او د شمشاد تلويزون خبريال شرر ساپي د سټيج چارې سمبالولې . روحاني صيب د هر شاعر تر راغوښتلو مخکې داسې شعرونه ويل چې د افغانستان په اوسنيو سياسي او ټولنيزو حالاتو کې د يوې غاړې په تاوان هم نه وو- د هغه د خولې شعرونه لکه د هغه راپورونه د پسرلي د باران په څېر وو، چې پر گلانو او اغزيو دواړو باندې په مينه مينه ورېدل، د هغه خبرې د سپوږمۍ د رڼا په څېر وې، چې ټولو انسانانو ته يې لاره ښووله، مشاعره روانه وه، خو زه د لږ ساعت لپاره د خيال له نړۍ نه د روحاني صيب د خبريالۍ دنيا ته لاړم-له ځان سره مې ويل چې روحاني د خبريالۍ نړيوال اصول په سمه توگه پلي کوي هغه په هره پېښه کې د الماسو په تله تول کوي، زره زياتې کمې په کې نه راځي، بله دا چې د ولس ترجمان دي د بې ځايه شويو کډوالو ژبه ده، د ښوونځيو د ماشومانو ژبه ده، د بزگرانو غږ دى او د ټولو ښکېلو غاړو غږ دى. او ته وگوره چې په شعرونو ويلو کې هم همداسې دى. پرون مې د هغه د ځوانيمرگۍ خبر واورېد، خو گلانو په خاورې کولو هېڅوک د پسرليو مخه نه شي نيولاى . اروا يې ښاده او پر گور يې نور . |
ورسره تړلي نور خبرونه
روحاني خاورو ته وسپارل شو09 جون, 2008 | خبرونه
د روحاني په مړينه بېلابېل غبرگونونه ښودل شوي09 جون, 2008 | خبرونه
د بي بي سي خبريال روحاني وژل شوى دى08 جون, 2008 | خبرونه
'' زۀ مچ نه شړم ما څوک څه کوي ؟ ''08 جون, 2008 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||