BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 07:47 گرينويچ 2008 ,09 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
ځانمرگي بريد درې برتانوي سرتېري ووژل
 
بهرني سرتېري په هلمند کې
د ٢٠٠١ کال راپدېخوا ل ددغو درو برتانوي سرتېرو په گډون د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د وژل شوو برتانوي سرتېرو شمېره ١٠٠ ته ورسېده .
په کابل کې د ايساف ځواکونو ويلي چې تېر ماښام په نارامه سوېلي هلمند ولايت کې ځانمرگي بريد درې 'برتانوي' سرتېري ووژل .

دغه ځانمرگى بريد تېره ماښام د هلمند په سنگين ولسوالۍ کې شوى دى .

په کابل کې د ايساف ځواکونو د خپلو درو سرتېرو وژل کېدل منلي، او زياته کړې ده چې په بريد کې څلور سرتېري ټپيان شوي چې درو يې روغتون ته له وړلو وروسته ساه ورکړې ده .

د ايساف ځواکونو پر خپلو وژل شوو سرتېرو خواشيني ښوولې ده او د هغوى کورنيو ته ې تسليت وړاندې کړى دى .

ايساف ځواکونو د وژل شوو سرتېرو د تابعيت په اړه څه نه دي ويلي، خو د برتانيا د دفاع وزارت ويلي چې په هلمند کې يې پر ځواکونو ځانمرگى بريد شوى دى .

ددغه ځانمرگي بريد پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده او ويلي دي چې دغه بريد د کندوز ولايت اوسېدونکي د رحمت الله په نامۀ طالب له خوا ترسره شوى دى .

دوى ويلي چې دغه ځانمرگى بريد يې د سنگين ولسوالۍ په جوشالي سيمه کې د ايساف پرځواکونو کړى دى .

دوى په بريد کې د ١٦ برتانوي سرتېرو د وژل کېدا او څلورو نورو د ټپې کېدو ادعا کړې ده .

تېره ورځ هم د کندوز ولايت په چاردره ولسوالۍ کې يوه ځانمرگي بريد درې ولسي وگړي ټپيان کړل .

د يادولو وړ ده چې د تېرې شاوخوا يوې اوونۍ په اوږدو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې لس ځانمرگي بريدونه شوي دي، چې پکې بهرنيو، کورنيو سرتېرو او ولسي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده .

د روان ٢٠٠٨ کال له پيل راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د شويو ځانمرگو بريدونو شمېره ٥٣ ته ورسېده .

دا په داسې حال کې ده، چې په تېر ٢٠٠٧ زيږديز کال کې ١٣٧ ځانمرګي بريدونه شوي وو .

د ٢٠٠١ کال راپدېخوا ل ددغو درو برتانوي سرتېرو په گډون د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د وژل شوو برتانوي سرتېرو شمېره ١٠٠ ته ورسېده .

او په ټول هېواد کې ددغو درو برتانوي سرتېرو له وژل کېدو سره د روان ٢٠٠٨ کال له پيل څخه د بهرنيو وژل شويو سرتېرو شمېره ٥٨ کسانو ته ورسېده .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
هلمند:چاودني دوه ملکي وگړي ووژل
14 فبروري, 2008 | افغانستان
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت