BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:51 گرينويچ 2008 ,09 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د روحاني درې خاطرې
 

 
 
ارواښاد روحاني
زه به تر مرگه د روحاني هغه غيرتي څېره هېره نکړم چې پکې داسې خوږه ژبه پرته وه چې دهر چا سره په يو ځل خلاصېدو ېي هغه خپل ځان ته ور مات کړى وو .
هغې بورې بوډۍ مورکۍ ، هغه سپين ږيري پلار ته ډالۍ چې ټول عمر به يې د روحاني په خاطرو سترگي له اوښکو ډکيږي .

د روحاني هغې ماشومې ته ډالۍ چې لابه يې د خواږه ځوانيمرگ پلار غيږه نه وي پېژندلي .

زه به تر مرگه د روحاني هغه غيرتي څېره هېره نکړم چې پکې داسې خوږه ژبه پرته وه چې دهر چا سره په يو ځل خلاصېدو ېي هغه خپل ځان ته ور مات کړى وو .

زما به هېڅکله د روحاني د ژوند هغه خوږه کيسه له ياده ونه وځي چې له دوهم واده وروسته يې يو ځل په کابل کې راته وويل چې په نړۍ کې به داسې څوک هم وي چې له خپلې نوې مېرمنې سره دده غوندې مينه او خوږ ژوند ولري .

زه يې څو شيبې سترگو او څيرې ته ځير شوم . صمد په رښتيا چې له زړه او روحه خوښ ښکاريده . په هغې شيبې مې ورته وويل چې مينه زه نشم تللى چې له نورو سره يې درته پرتله کړم .

خو دده د مړينې د خبر له اوريدو سره سم اوس به هغه کونډه ځوانه ميرمنه دده په قبره خپلې څو مره اوښکې چاته تويې کړي . خداى بښلي روحاني خپله مينه له ځانه سره گور ته يوړه او نيمگړې ځوانيمرگې هېلې يې خپلې کورنۍ او ملگرو ته پرېښوې .

زه به په ټول ژوند دروحاني دغه درې کليمې هېرې نکړم ( خانه ، جان او خيرت دى )
کله به چې روحاني په کابل کې دفتر ته راغلو نو لومړۍ خبره به يې داوه چې خانه څنگه يې ؟ خانه دا خو راکړه ؟

کله به چې د معمول سره سم ما هر ورځ په لسو بجو ده ته ټيليفون وکړ ده به تر سلام وړاندې راته وويل : جان سلام . وروسته به روغبړ پيل شو .

او کله به چې ما هر سهار له ده څخه په هلمند کې د روانو حالاتو او درپوټ لپاره د ورځنيو پېښو په اړه پوښتنه کوله نو که به هر څو مره بده پيښه شوې و ده به راته ويل : خيرت دى . له څو پوښتنو وروسته به يې راته وويل هلته بمبار شوى ، هلته چاودنه شوې او هلته دومره کسان وژل شوي .

مابه ورته وويل چې نو دا څه ډول خيرت دى . ده به راته ويل چې نو دا خو زموږ د بد مرغه ژوند يوه برخه گرځېدلې البته په همدې کې به مو خير وي .

اوس نو تاسو اټکل وکړئ چې صمد روحاني له اخلاقو پرته څومره باغيرته او د لوړ همت خاوند وو .

په وروستي ځل له مړينه څلور ورځې وړاندې مې په کابل کې ټوکه ورسره وکړه . ما ورته وويل چې روحاني صاحب دا ځل خو دې ږيره بيخي کوچنۍ کړي ،څو ک په هلمند کې څه نه درته وايي ؟ هغه راته وويل هلمند تاسو ته ډير نا ارامه سېمه ښکاري ،ده وويل هلمند داسې نه دى لکه چې په کابل کې خلک فکر کوي .

له مرگ ځلور ورځې دمخه په وروستي مازديگر چې کله له کابله هلمند ته روانيده نو داسې خداى په اماني يې را سره وکړه لکه چې بيا نه سره وينو .

روحاني دا هم دوه ځلې تر غوږو را تيره کړه چې ځم خپلې کورنۍ پسې په دغو دوې ورځې مساپرۍ کې خپه شوى يم . نو اوس چې ته د تل لپاره ترې ولاړې ستا کورنۍ مېرمن، مور او پلار به خپل خفگان له چا سره شريکوي .

ددغې ټولې ليکنې د ليکلو پر وخت مې د روحاني په وير اوښکې تويې کړې او په ځان مې دا يو پور وبالۀ چې لږ تر لږه دده د خواږه ژوند څو خاطرې در سره شريکې کړم .

 
 
نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
 
  
 
ورسره تړلي نور خبرونه
روحاني خاورو ته وسپارل شو
09 جون, 2008 | خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت