BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 10:53 گرينويچ 2008 ,09 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د روحاني لنډ ژوند ليک
 
روحاني
عبدالصمد روحاني ٢٥ کلن و
عبدالصمد روحاني له تېرو درېيو کلونو راهيسې د بي بي سي له پښتو، فارسي او انگريزي څانگو سره کار کاوه .

له ٢٥ کلن ارواښاد روحاني څخه يوه لورکۍ دوه مېرمنې پاتې دي او سپين ږيرى پلار او بوډۍ مو ر يې هم لا ژوندى دي .

اواښاد عبدالصمد روحاني په دغه موده کې د بي بي سي لپاره په روانو امنيتي، سيا سي او ټولنيزو برخو کې له هلمند خبرونه او رپوټونه برابرول .

ده په تېرو څو کلونو کې د هلمند بېلابېلو جگړه ځپلو سيمو ته په هر ډول حالاتو کې سفرونه کړي او د سيمې د حالاتوپه اړه يې خبرونه ورکړي .

اواښاد روحاني په هلمند کې د لومړي افغان خبريال په توگه له پژواک خبري اژانس سره څو کاله وړاندې کار پيل کړ .

د بي بي سي دغه خبريال د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې زيږېدلى و او له څو کلونو راپدېخوا يې د لښکرگاه په ښار کې ژوند کاوۀ .

ارواښاد روحاني د شنبې په مازديگر د هلمند له مرکز لښکر گاه څخه لا درکه شو او د يکشنبې په مازديگر يې مړى د لښکر گاه په لوېديځ پنځه کيلومترۍ د بولان په هديره کې وموندل شو .

لومړني رپوټونه وايي چې ارواښاد روحاني په ډز و ېشتل شوى او له نښو نښانو څخه داسې ښکاري چې تېره شپه دې وژل شوى وي .

تر اوسه د نوموړي د وژنې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو ده وړاندې ويلي و، چې په بيا بيا ورته د نا معلومو کسانو لخوا د مرگ گواښونه شوي .

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت