BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 14:26 گرينويچ 2008 ,08 جون
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د بي بي سي خبريال روحاني وژل شوى دى
 
روحاني
صمد روحاني له تېرو درو کلونو له بي بي سي سره په هلمند کې کار کاوۀ .
بي بي سي په ډېرې خواشينۍ سره خبر ورکوي چې په هلمند کې زموږ د خبريال عبدالصمد روحاني مړى، د ولايت مرکز لښکرگاه ته ورڅېرمه موندل شوى دى .

داسې ښکاري چې پر ده د ټوپک ډزې شوې او وژل شوى دى .

خداى بخښلى روحاني له تېرې ورځې راهيسې لادرکه وو .

د ده د وژل کېدو په اړه نن له بي بي سي سره اړيکه ونيول شوه او وغوښتل شول چې د هغه د مړي په پېژندگلوۍ کې همکاري وکړي .

عبدالصمد روحاني له تېرو درېيو کلونو راهيسې د بي بي سي له پښتو، فارسي او انگريزي څانگو سره کار کاوه .

اواښاد عبدالصمد روحاني په دغه موده کې د بي بي سي لپاره په روانو امنيتي، سياسي او ټولنيزو برخو کې له هلمند خبرونه او رپوټونه برابرول .

ده په تېرو څو کلونو کې د هلمند بېلابېلو جگړه ځپلو سيمو ته په هر ډول حالاتو کې سفرونه کړي او د سيمې د حالاتوپه اړه يې خبرونه ورکړي .

ارواښاد روحاني
(( زۀ مچ نه شړم ما څوک څه کوي ؟ ))

اواښاد روحاني په هلمند کې د لومړي افغان خبريال په توگه له پژواک خبري اژانس سره څو کاله وړاندې کار پيل کړ .

د بي بي سي دغه خبريال د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې زيږېدلى و او له څو کلونو راپدېخوا يې د لښکرگاه په ښار کې ژوند کاوۀ .

ارواښاد روحاني د شنبې په مازديگر د هلمند له مرکز لښکر گاه څخه لا درکه شو او د يکشنبې په مازديگر يې مړى د لښکر گاه په لوېديځ پنځه کيلومترۍ د بولان په هديره کې وموندل شو .

لومړني رپوټونه وايي چې ارواښاد روحاني په ډز و ېشتل شوى او له نښو نښانو څخه داسې ښکاري چې تېره شپه دې وژل شوى وي .

تر اوسه د نوموړي د وژنې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو ده وړاندې ويلي و، چې په بيا بيا ورته د نا معلومو کسانو لخوا د مرگ گواښونه شوي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت