|
'' زۀ مچ نه شړم ما څوک څه کوي ؟ ''
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په اوږدو بادامي سترگو کې موسک شو، وچې شوې شوڼدې يې ورو پرانيستې ويې ويل :
- زۀ مچ نه شړم پر ما څوک څه کوي ؟ ورته ټينگ به شوم، اوږدې پښې به يې پر يوې بلې واړولې، د ښي لاس اوږدې نرۍ گوتې به يې خولې ته ونيولې، لکه شرمېږي چې، څه به يې ونه ويل خو پوى به شوم چې خبر مې د (( روحاني )) زړۀ ته نه لويږي . د ٢٠٠٦ کال دوبى و . په لښکرگاه کې يې کور ته وسله وال کسان ورغلي و . دى په کور نه و . ښځمنو وسله والو کسانو ته ويلي وو چې روحاني نشته . د هغوى زړۀ ته نه لويدل چې زړۀ ور روحاني به ولې په کور نه وي . روحاني رښتيا په کور نه و . کابل ته راغلى و . ما په يوه او بله پلمه ايساراوۀ . دۀ ويل کور ته ځم . (( په کابل کې څه نه کيږي غواړم کار وکړم . )) د غيږې کمپيوټر به يې يا په غيږه کې پروت روښانه و يا به يې تر تخرگ لاندې نيولى په تمه به و چې ځاى ومومي ، کښېني او کار وکړي . گړۍ په گړۍ به ټيلې فون ورته راتۀ . د هلمند له يوه کونجه به چا زنگ وهلى و . ورته ټينگ به و چې د دۀ خبره سمه ده بايد بي بي سي پرې خبر خپور کړي . روحاني به په سړه سينه ځواب ورکاوۀ . (( سمه ده ، وروره سمه ده ، زۀ به مې مشرانو ته ووايم . حتمآ يې ورته وايم . )) روحاني به په رښتيا د بي بي سي د مشرتابۀ ډله له هر خبره خبروله . خو ډير خبرونه د خپريدو نه و .روحاني هم پوهيدۀ چې کوم خبر د خپريدو دى . خو له خلکو سره کړې ژمنه يې پر ځاى کوله . سړه ساه به يې وايسته : (( اخ کاشکې خلک پوه شي ، د دوى سر نه په خلاصيږي .)) |
ورسره تړلي نور خبرونه
د روحاني په مړينه بېلابېل غبرگونونه ښودل شوي09 جون, 2008 | خبرونه
د بي بي سي خبريال روحاني وژل شوى دى08 جون, 2008 | خبرونه
'' زۀ مچ نه شړم ما څوک څه کوي ؟ ''08 جون, 2008 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||