|
هلمندي مېرمنې خپلو لاسي صنايعو ته بازار غواړي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په هلمندولايت كې تر٢٠٠ تنو زياتې مېرمنې په لاسي ګنډلو بوختې دي .
ددې مېرمنو ترټولو غټه غوښتنه همداده چې حكومت او نړيوال دې يې لاسي صنايعوته بازار ومومي . د افغانيو مېرمنو لاسي توكي كه څه هم په دننه اوبهر كې ونندارې ته اېښودل شوي، خو دچارواكو پر وينا تر اوسه ډېر پېرودونکي نه دي موندلي . كه څه هم په هلمندولايت كې ګڼې مېرمنې لاسي ګنډل كوي او له دې لارې غواړي چې خپلې كورنۍ د بې وزلۍ څخه راوباسي، خو د مېرمنو دغه هيلې ځكه نه پوره كېږي چې خپلو لاسي توكو ته بازرا نشي موندلاى . مېرمنې وايي چې كه حكومت او نړيوال ورسره په دې برخه كې مرسته وكړي نو ښايي ډېرې مېرمنې په لاسي صنايعو خپل اقتصاد لوړ كړي . د هلمند د ښځو چارو مشره فوزيه علومي وايي چې د هلمنديو مېرمنو لاسي ګڼدل شوي توكي له لوړ كيفيت څخه برخمن دي اوكه بازار ورته پيدا شي ښايي په ډېرو پيسو وپلور ل شي . فاطمه هغه مېرمن ده چې نورو مېرمنو ته لاسي ګنډل ور زده كوي . نوموړې وايي چې په تېرو څوكلونو كې شاوخوا ٥٠ مېرمنې چې اقتصادي حالت يې ښه نه و دخپلو ګنډل شوو توكو په پيسو يې خپلې كورنۍ له بې وزلۍ څخه راايستلې دي . هغه غوښتنه لري چې بايد له مېرمنو سره په دې برخه كې مرسته وشي . د هلمنديو مېرمنو لاسي توكو ته د بازار موندلو لپاره تېره اوونۍ هلمند مېشتو برتانوي ځواكونو پنځه ورځنى وركشاپ پيل كړ . ددې وركشاپ موخه مېرمنوته د هغوى د لاسي توكو د بازار موندنې لارې چارې ښودل وو . د هلمند د ښځو چارو رئيسه فوزيه علومي غوښتنه كوي چې دولت او نړيوال كه په راتلونكي كې هم په دې برخه كې له مېرمنو سره مرسته وكړي نو ګڼې نورې مېرمنې به هم ددې جوګه شي چې خپلې كورنۍ له بې وزلۍ څخه راوباسي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||