|
افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره تيارى نيسي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې د ټاکنو کمېسيون وايي چې په ٢ مياشتو کې به د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره د عامه پوهاوي اود خلکو دنوم ليکنې چارې
پيل شي .
د تېر ځل سره په توپير دا ځل به د رايې ورکونې لپاره د کارتونو پر ځاى تذکرې يا پېژندپاڼې ووېشل شي . چارواکي تمه کوي چې په دې سره به په ټاکنو کې د خلکو ونډه زياته شي . سره له دې چې په افغانستان کې دوديز او امنيتي ستونزې په دې برخه کې لوى خنډونه بلل کيږي خو د ټاکنو کمېسيون وايي ډاډ دي چې چارې به يې بريالۍ تر سره شي . په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو ته څه باندې يو کال وخت پاته دى خو په راتلونکي لمريزه مياشت کې يې د عامه پوهونې د چارو د پيل او په ورپسې ميا شت کې يې دعامو وگړود نوم ليکنې دچارود پيل خبر ورکول شو . په کابل کې يوې خبري ناستې ته د ټاکنو دخپلواک کمېسيون چارواکو په ډاگه کړه چې په ټول افغانستان کې يي ددغو چارو پيل ته تيارى په بشپړېدو دى . عامه پوهونه د تېر ځل په څېر د پوسټرونو د چاپېدو، د خلکو سره د غونډو، له دقومي مشرانو او مخورو سره د ناستو او د خبري رسنيو له لارې تر سره کيږي ، خو د تير ځل سره توپير په ټاکنو کې دبرخه اخيستولپاره د کارتو نوپر ځاى دا ځل د پيژند پاڼو يا تذکرو په وېشلو کې دى . د کمېسيون مرستيال جنرال اصيل منگل وايي چې په دې کار سره به دوه موخې تر لاسه شي : '' يو خو به خلکو ته تذکره ووېشل شي او دويم دا چې تذکرو ته خلک ډېره اړتيا لري نو زموږ د ورتگ پر ځاى به هغوى په خپله زموږ مرکزونو ته راشي او په ټاکنو کې به زيات خلک برخه واخلي .'' په د غو تذکرو کې چې په عصري بڼه جوړېدونکي او وېشل کېدونکي دي د عکس لگول حتمي خبره ده خو په پيل کې به هغو کسانو ته وېشل کيږي چې د رايې د ورکولو وړ وي . په داسې حال کې چې د ټاکنو په تيرو پړاونو کې د ښځو لپاره د عکس اخيستل اختياري کار و. همدغې مسئلي ته په کتو سره په ځينو هغو سيمو کې چې د دوديزو مسئلو له کبله ښځې نه غواړي د کارت يا کوم څه لپاره يې عکس واخيستل شي دا چاره يو خنډ کېدى شي . ولې د ټاکنو د کمېسيون مرستيال ښاغلى منگل وايي چې ددغې ستونزې د حل لپاره به د ښځو نوم ليکنه د ښځو په مټ تر سره کيږي : '' موږ د خپل هېواد په دودونو، حساسيتونو او ستونزو خبر يو د ښځو نوم ليکنه او عکس اخيستل به ټو ل ښځې تر سره کوي . '' که داټول څه چې جنرال اصيل وويل همغه ډول تر سره شي نو د ټاکنو لپاره دنوم ليکنې، تذکرو وېشلو او عامه پوهونې د پروگرام د پيل کېدو او تر سره کېدولپاره امنيت بله مهمه ننگونه بلل کيږي . د ټاکنو د کمېسيون چارواکي وايي دغې ستونزې ته په کتو سره يې د امنيتي ځواکونو سره خبرې کړې او ډاډ يې وښود چې د افغان ځواکونو، د عامه پوهونې او خلکو په مټ به په ډاډه توگه دټاکنو لپاره تيارى بشپړې او تر سره کړي . ټاکل شوې چې د راتلونکي کال په مني کې د ولسمشرى ټاکنې تر سره شي چې لا له اوسه ورته يو شمېر نوماندو په منډو ترړو لاس پورې کړى . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||