BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 08:09 گرينويچ 2008 ,28 مۍ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
دوه جلا ځانمرگي بريدونه وشول
 
هلمند
په هلمند کې چارواکي وايي چې په دې پېښه کې درې ولسي وگړي ټپيان شوي دي
د افغانستان په ختيځ خوست او د سوېلي هلمند په ولايتونو کې دوه جلا ځانمرگي بريدونه شوي، چې څلور ولسي وگړي پکې ټپيان شوي دي .

لومړى ځانمرگى بريد نن (چارشنبې، د غبرگولي اتمه) سهار شاوخوا لس بجې د لښگاه په ښار کې د ملي امنيت رياست ته نژدې شوى .

په هلمند کې چارواکي وايي چې په دې پېښه کې درې ولسي وگړي ټپيان شوي دي .

د پېښې عيني شاهدانو پروينا، ځانمرگى بريد کوونکى پر موټر سايکل سپور و او د هلمند د لښکرگاه د ملي امنيت مامورين يې څارل، چې له وخته مخکې يې د ياد شوي رياست دروازې ته څېرمه ځان وچووه .

دويم ځانمرگى بريد هم سهار په ١١ بجو شاوخوا کې د خوست ولايت په گربزو ولسوالۍ کې شوى .

په خوست کې د گربزو ولسوال محمد اکبر ځدراڼ بي بي سي ته وويل د ملي اردو په جامو کې دوه کسان چې په سراچه موټر کې سپاره ول چې د ولسوالۍ ودانۍ ته يې ننوتل غوښتل .

له دغو دوو کسانو څخه يو تن په دې پلمه چې گواکې له امريکايانو سره کار لري، د ولسوالۍ انگړ ته داخل شو او هلته يې ځان وچووه .

دويم کس چې په سراچه کې لا سپور و او وسله هم ورسره وه، له پوليسو سره يې نښته پيل کړه چې بيا وروسته دى هم ووژل شو .

خوست
لا تروسه ددې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستې .

د خوست والي ارسلا جمال ويلي چې په پېښه کې يو ولسي وگړى او دوه امريکايان ټپيان شوي دي .

خو وسله وال طالبان بيا ددې پېښې پړه پرخپله غاړه اخلي او دا ادعا کوي چې لس بهرني او داخلي پوځيان يې وژلي دي، چې دا ادعا بيا چارواکي نه مني .

د گربزو ولسوالي د امريکايانو له قرارگاه سره په سل مترۍ ليرې واټن کې پرته ده .

د روان زيږديز کال له پيل راهيسې له نننيو دوو ځانمرگو بريدونو سره د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې ٣٩ ځانمرګي بريدونه شوي، په داسې حال کې، چې په تېر زيږديز کال کې ١٣٧ ځانمرګي بريدونه شوي وو.

 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت