|
هلمند کې د لومړي ځل لپاره لويه ديني مدرسه جوړه شوه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په هلمندولايت كې په لومړي ځل دديني علومو د زدكوونكو لپاره يوه لويه مدرسه جوړه او نن ګټې اخيستنې ته وړاندې شوه .
چارواكي وايي چې په دغه ديني مدرسه كې به ٤٠٠ سوه زدكوونكي زدكړه وكړي . د هلمند والي محمدګلاب منګل وايي چې هڅه به يې دا وي چې دديني زدكړو زدكوونكو ته په خپل هېواد كې د زدكړې زمينه برابره كړي . ډېرى پرحكومت نيوكه لري چې دديني علومو زدكوونكو ته يې د زدكړې اسانتيا نه ده برابره كړې نوځكه هغوى ګاونډيو هېوادونو ته ځي چې د ډېرو په وينا هلته د علم پرځاى جګړه ورښودل كېږي . د هلمند ولايت په مركز لښكرګاه كې دغه ديني مدرسه په لس جريبه ځمكه كې د پوهنې وزرات په ٢٤ ميليونه افغانيو جوړه اونن د زدكوونكو پرمخ پرانيستل شوه . د هلمند د پوهنې رئيس رحيم الله سلطاني بي بي سي ته وويل چې په دغه مدرسه كې به په يوه وخت ٤٠٠ زدكوونكي زدكړه وكړي . د هلمندوالي محمدګلاب منګل ددغه ديني مدرسې دپرانيستلو پرمهال ژمنه وكړه چې دديني علومو نور مركزونه به هم جوړوي . هغه وويل چې ددغه مدرسې په جوړېدوسره به دهغو زدكوونكو په شمېركې كموالى راشي چې وړاندې به ګاونډيو هېوادنوته په زدكړې پسي تلل . د ډېروپه وينا چې په سلګونو افغان زدكوونكي په خپل هېواد كې دديني علومو د زدكړو د اسانتياوو له كبله ګاونډي هېواد پاكستان ته ځي چې په وينايي هلته ورته ناسمه تربيه وركول كېږي . دا هغه خبره ده چې په وارو وارو لوړ پوړو افغان چارواكو هم پرې اعتراف كړى دى .
د هلمندګڼو ديني عالمانو په نارامه ولايت هلمند كې ددغه ديني مدرسې جوړول دحكومت له لوري دخلكو هغو غوښتنو ته ځواب ويل وبلل چي وايي كه ديني مدرسې په افغانستان كې جوړې شي نو په تاوتريخوالي كې به كموالى راشي . په هلمندولايت كې دا دويمه ديني مدرسه ده چې د زدكوونكو پرمخ پرانيستل كېږي . له دې وړاندې د قرآن كريم د حافظانو لپاره يوه لويه مدرسه جوړه شوې وه . كه څه هم د افغانستان دپوهنې وزيرمحمدحنيف اتمر څومياشتې وړاندې هلمند ولايت ته د خپل سفر پرمهال ژمنه كړې وه چې ددغه ولايت په ټولو ولسواليو كې به يوه يوه ديني مدرسه جوړوي، خو اوس چارواكي وايي چې يوازې په موسى كلا ولسوالۍ كې ديوې مدرسې د جوړلو پلان لري . |
ورسره تړلي نور خبرونه
سوېلي هلمند ولايت کې درنه مشاعره وشوه 16 مۍ, 2008 | خبرونه
له جنگ جگړو سره سره بيا هم ادبي هڅې روانې دي05 مۍ, 2008 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||