BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
 
د خپريدو وخت: 06:17 گرينويچ 2008 ,26 مۍ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د تورخم- جلال اباد دويم سړک ٧٥% بشپړشوى
 

 
 
د تورخم - جلال اباد سړک
د تورخم- جلال اباد لويه لاره افغانستان د کراچۍ بندر له لارې له ټولې نړۍ سره نښلوي .
د افغانستان د ختيځ تورخم-جلال اباد ددوهم نوي سړک د جوړولو چارې ٧٥ په سلو کې بشپړې شوې او په راتلونکو پنځو مياشتو کې به پاى ته ورسېږي .

د افغانستان د فوايد عامې وزارت چارواکي وايي دغه سړک چې نژدې ٨٠ کيلومتره اوږدوالى لري په جوړېدو به يې د جلال اباد- تورخم ترمنځ د ترافيکوستونزې په بشپړه توگه له منځه ولاړې شي .

دغه سړک د لسگونو ميليونو ډالرو په لگښت په وړيا ډول د پاکستان هېواد له خوا په نړيوال معيار جوړېږي .

د تورخم- جلال اباد لويه لاره افغانستان د کراچۍ بندر له لارې له ټولې نړۍ سره نښلوي .

د فوايد عامې وزارت چارواکي وايي د تورخم – جلال اباد د لوى لارې دوهمه ليکه به د راروانو پنځو مياشتودننه بشپړه او فعاليت ته چمتو شي.

د وزارت تخنيکي مرستيال ولي محمد رسولي له بي بي سي سره به خبرو کې وويل د لارې د دوهمې ليکې په پرانستو به د ترافيکو د گڼې گړڼې اوسني خنډونه ايسته شي اوپه دې سره به د مالونو او مسافرو په تک راتگ کې د وخت له اړخه د پام وړ کموالى راشي .

د ښاغلي رسولي په وينا د لارې د دغې دوهمې ليکې لگښت د پاکستان له لورې پرې کيږي او د ا د مرستې دهغو ٥٠ مليونه ډالرو له مينځه دي چې پاکستان له افغانستان سره د مرستو لپاره بيل کړي دي .

هغه به تخنيکي ډول ددغه سړک له کاره خوښي وښوده وې ويل دغه سړک بر نړيوال معيار جوړيږي او د ١٢ ټنه مال اوچتولو وړتيا لري.

د تورخم – جلا ل اباد بخوانۍ سړک هم د باکستان هيواد به وړيا مرسته جوړشوى و چې دعامې روغتيا د مرستيال وزير به وينا به تېرو درې کلونو کې يې کومه تخنيکي ستونزه نه لرله.

ددغې دويمې لارې کار کابو اتلس مياشتې وړاندې د افغان ولسمشر حامد کرزي اود پاکستان د پخواني لومړي وزير شوکت عزيز لخوا برانستل شو.

د تورخم- جلال آباد لويه لاره د خيبر درې له لارې دکراچۍ دبندر په وسېله له سويلي اومنځنۍ اسيا سره دسوداګرۍ ستره وسېله ده .

که شپږ کاله وړاندې ته نظر وکړو نو په افغانستان کې لويې لارې په چټکۍ سره جوړيږي او د معلوماتو له مخې دا مهال نژد ې ٥٠٠٠ کيلو متره سړک به ټول افغانستان کې جوړ شوى، خو يوه خبره کې هرڅوک ترې سر ټکوي ددغو سړکونو کيفيت ده يو شمېر کسان وايي ددغو سړکونو يو شمېر يې ښه کيفيت نه لري او په يوه يا دوه کاله کې خپل خاصيت له لاسه ورکوي يا پړسيږي قير يې خرابيږي او يا هم درز درز ځي چې په کراره کراره زياتيږي او له يو څه مودې وروسته له کاره وځي.

هغه انجينران چې د سړک په برخه کې کار کوي وايي د سړکونو د خرابېدو څو لاملونه دي يو دا چې هغه وخت کې دغه سړکونه جوړيږي نو حکومت يې کلکه څارنه نه کوي او ددې پوښتنه نه کوي چې په دغه سړک باندې څومره مواد اچول کيږي، کيفيت يې څنگه دى اوڅومره وخت لنگر پرې گرځېدلى او داسې نور.

دوى د سړک د خرابېدو بله وجه د سړک د غاړو خرابېدل بولي او نيوکه يې داده چې ددغو سړکونو غاړو ته وخت په وخت خاورې او شکې نه اچول کيږي او کله چې باران شي نو د سړک له غاړې خاوره لاړه شي او بيا په کراره کراره سړک هم ورسره خرابېږي .

 
 
ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
 
  BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
 
  د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت