|
اسرايل: ايراني الاصله اسرايلى جاسوس مو ونيو
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
اسراييلي چارواکي وايي يو ايراني الاصله اسراييلي وگړى يې په دې تور نيولى چې گواکې ايران ته يې جاسوسي کوله .
له اسرايل نه بېلابېل راپورونه وايي چې دغه اسراييلي وگړي، چې د نامۀ له ښوولو يې ډډه شوې، دا منلې چې په ٢٠٠٦ کال کې يې د ترکيې په استانبول کې ځينو ايرانيانو ته معلومات ورکړي دي . له نوموړي څخه د تړل شوو دروازو ترشا په داسې حال کې تحقيقات او پلټنې شوې، چې هېڅوک هم ترېنه خبر نه دي او اسراييلي چارواکو هم په دې اړه له نور جزيياتو ورکولو ډډه کړې ده . تېره اوونۍ د اسراييلو د امنيت يوې ادارې – شين بيت_ اعلان کړى و چې دوى د ايرانيانو هغه توطيه شنډه کړه چې د اسراييل په منځ کې ايران د خپلو جاسوسانو د پوځي کولو په تکل وو . همدارنگه د روان کال په لومړيو کې اسراييل په خپل پوځ کې د ډېوېډ شامير په نامۀ يو پوځي ډاکتر په پنځو کلونو بند محکوم کړ، او دا تورونه پرې لگول شوي وو چې گواکې له بهرنيو هېوادونو سره يې د پوځي اسرارو په اړه اړيکې نيولې وې . د اسراييل يوه رسمي وياند ويلي چې ايران ته په جاسوسۍ تورن شخص له اسرايل نه بهر اوسېږي چې د روانې مياشتې پر اتمه نېټه د شين بيت د کارکوونکو له خوا هغه مهال ونيول شو کله چې اسراييلو ته ننوت . وياند زياتوي چې تورن کس د څېړنو پرمهال دا منلې چې د ترکيې په استانبول کې يې د ايران په قونصلگرۍ کې ايرانيانو ته د اسرايل د استخباراتي شکبې د غړو په اړه معلومات ورکړي دي . په اسرايل کې د ايراني الاصله مېشتو اسرايلي وگړو شمېر شاوخوا ١٣٥ زره کسانو ته رسېږي، همدارنگه ايران له اسرايل سره ددوښمنۍ سربېره شاوخوا ٢٥ زرو يهودو ته ځاى ورکړى او په دې هېواد کې مېشت دي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||