|
بلخ کې محصلينو د امريکا ضد لاريون وکړ
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د بلخ پوهنتون په سلگونو محصلينو په عراق کې د امريکايي سرتېري لخوا د ټوپک په وسيله د قرآن کريم ويشتل د لاريون په ترڅ کې وغندل
.
لاريون کوونکي د مزار شريف په ښار کې راټول شوي ول . دغه محصلين، چې د افغانستان په شمال کې د مذهبي مشرانو له خوا لاريون جوړ شوى و، د پوهنتون له انگړ نه راوتلي وو او د مزار شريف د ښار په مرکز کې يې لاريون کاوه . لاريون کوونکو حضرت علي ته په منسوبه روضه کې د يوې لنډې غونډې په کولو سره خپل لاريون پاى ته ورساوه . دوى له خپلو ځانونو سره د 'مرگ پر امريکا'، 'مرگ پر جورج بوش' شعارونه لېږدول . د بلخ د پوهنتون د الهياتو د څانگې محصل محمد حفيظ، چې په دې لاريون کې يې وڼډه اخيستې وه، وويل : 'که چېرې امريکايان زموږ دين، دودونو او ارزښتونو ته په درناوي نه وي قايل، نو د افغانستان خلک له دوى سره د اړيکو غوڅول غواړي .' لاريون کوونکو له اسلامي نړۍ، ملگرو ملتونو او نړيوالې ټولنې څخه د ياد شوي امريکايي سرتېري د محاکمې غوښتنه کوله . لاريون کوونکو د امريکا د ولسمشر بوش جوړې کړې څېرې ته هم اور ورته کړ او گواښ يې کاوۀ چې که لوېديځوال د مسلمانانو د مقدساتو له سپکاوي لاس وانخلي، نو دوى به په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکو پروړاندې پاڅون وکړي . د يادونې وړ ده چې په عراق کې د امريکاي سرتېري له خوا نه د قرآن کريم سپکاوى شوى او په ډزو يې ويشتلى دى . له دې پېښې وروسته د امريکا ولسمشر جورج بوش قرآن کريم ته د سپکاوي په اړه بښنه غوښتې ده . بوش د عراق له لومړي وزير نوري المالکي، عراقي وگړو او عراقي دولت څخه هم په دې اړه بښنه وغوښته . |
ورسره تړلي نور خبرونه
لاريون : بهرني ځواکونه دې ولسي وگړي نه وژني25 مۍ, 2008 | خبرونه
د ننگرهار په لاريون کې دوه کسان وژل شوي10 مۍ, 2008 | خبرونه
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||