|
'' د کابل په هوايي ډگر کې نوى ترمينال جوړوو ''
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ترانسپورت وزارت وايي چې په راتلونکو دوو مياشتو کې به د کابل د نړيوال هوايي ډگر نوى ترمينال پرانيستل شي .
دغه ترمينال په نړيوال سټندرډ د جاپان هېواد په مرسته د ٣٥ ميليونو ډالرو په لگښت جوړېدونکى دى . د کابل هوايي ډگر اوسنى ترمينال د کوچنيوالي له امله د مساپرو اړتياوې په ښه توگه نه شي. دا د افغانستان د هوايي ډگرونو په رغونه کې تر ټولو لويه پانگونه ده . د پلازمېنې کابل د نړيوال هوايي ډگر نوي ترمينال د اوسني هغه لوېديز لورته په خورا نوې بڼه جوړېدونکى دى. د ترمينال مخې ته د موټرو او شنو بوټو لپاره لوى پارک او شاته يې له هوايي ډگر سره تړل شوي دوه هوايي پلونه جوړ شوي چې مساپر به نېغ په نېغه الوتکې او له الوتکې هوايي ډگر ته رسوي. د ترمينال د لگښت ٣٥ ميليونه ډالر د جاپان هيواد لخوا مرسته شوي او په سلو کې ٧٠ برخه کار يې بشپړ ښکاري. د ترانسپورت وزارت تخنيکي مرستيال راز محمد علمي وايي، نوى ترمينال به په نژدې راتلونکې کې پرانيستل شي : '' ترمينال به دوه يا دوه نيمې مياشتتې وروسته په آگست مياشت کې پرانيستل شي، دغه ترمينل په نړيوال سټنډرد جوړ شوى جومات او نور ټول اړين توکي به ولري.'' د کابل نړيوال هوايي ډگر دامهال يو ترمينال لري چې څه باندې ٤٠ کاله پخوا جوړ شوى او په دې وروستيو کلونو کې بيا رغول شوى دى . د ډېرو په وينا دغه ترمينال د اسانتياو د نشتوالي له امله مساپر له يو لړ ستونزو سره مخامخ کړي دي . د ترانسپورت وزارت مرستيال ټينگار کوي چې دا مهال زوړ ترمينال هم تر ډېره د خلکو ستونزو ته ځواب ويلاى شي، خو د هغه په وينا يوه نوى او پرمختللي ترمينال ته ډېره اړتيا ليدل کېده : '' اوسنى ترمينال هم بياورغول شو، يو لړ بدلونونه په کې راغلل، د سيمې او نړۍ په سټنډرد يو لړ پرمختگونه په کې وشول او دا مهال تر ډېره د مسافرو اړتياو ته ځواب وايي.''
زوړ ترمينال د انتظار يو سالون لري او همدارنگه په يوه وخت پکې د څو الوتکو د سپرليو د تگ راتگ اسانتيا شتون نه لري. د کابل نړيوال هوايي ډگر امنيتي چارواکي هم وايي، د نوي ترمينال په جوړېدو به يې کارونه له دې امله اسانه شي، چې په يوه وخت کې به ډېر مسافر په يوه دروازه نه ورځي او د پلټنې چارې به له ستونزو سره نه مخامخ کوي . د هغوى په وينا اوسنى ترمينال د کورنيو او بهرنيو الوتنو د مساپرو لپاره بېل بېل ځايونه نه لري او له همدې امله ځينې وخت ستونزې پيدا کوي . د غزني ولايت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکى محمد امان چې دوبۍ ته روان و وويل، که څه هم په اوسني ترمينال کې د مساپرو ستونزې څه ناڅه حل دي، خو کله کله په کې خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي: '' له دې خوا تلو کې ستونزه نه لرو، خو له هغې خوا چې کله راځو ډېر وخت مو دلته لگېږي، هيواد ته د ننوتو کار مو تر دوو دريو ساعتونو ځنډېږي، په کابل کې د يوه عصري ترمينال اړتيا ده، دا ځکه چې د افغانستان ټولې الوتنې له کابله کېږي .'' د کابل د نړيوال هوايي ډگر چې هره ورځ په کې تر٢٥ د مساپر لېږدوونکو الوتکو پروازونه کېږي د نوي ترمينال ټولو برخو ته نژدې ٣٠ جريبه ځمکه په پام کې نيول شوې ده. ددغه ترمينال نقشه په جاپان کې جوړه شوې او ډېرى کار کوونکي انجنيران يې هم جاپانيان دي . په افغانستان کې د الوتنو له ډېرېدو سر ه اوس ددغه هيواد د ټولو مهمو هوايي ډگرونو په پراخولو هم کار روان دى، خو د افغانستان لپاره د کابل د هوايي ډگر د ترمينل او ځغاست ليکې عصري کول او پراخول ځکه ځانگړى ارزښت لري چې ډېرى بهرني مېلمانه او بهرني کارکوونکي د همدې هوايي ډگر له لارې افغانستان ته تگ راتگ کوي . |
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||